لومړۍ برخه
زموږ په هیواد او ټولنه کې د سواد او پوهې د کچې د ټیټوالي په وجه د ژوند په هره برخه کې گڼ شمیر ستونزې رامنځ ته شوي او نورې هم رامنځ ته کیږي. له ټوپکواکۍ نه مخکې هر گوند او هره ډله چې واکمنه شوې، هڅه یې کړې چې د خپل طرز تفکر له مخې تعلیمي نصاب برابر او عملي کړي.
د چپي واکمنۍ له پای ته رسیدو وروسته، کله چې ښي لاسي پتنگان له خپلو ټوپکونو سره واکمن شول، دوی هم هڅه وکړه چې هر څه د خپلې ایدیالوژۍ له مخې عیار کړي، له هغې ډلې نه د معارف تعلیمي نصاب؛ خو له تیرو تجربو سره یې توپیر دا و چې د دوی په راتګ سره د تنظیمي ډلو او ګوندونو د ډیر والي په وجه نه یوازې په تعلیمي نصاب کې، بلکې د ژوند په ټولو برخو کې په تیره اداري، سیاسي او نظامي برخو کې دومره گډوډي را منځ ته شوه چې په خپله له دوی نه هم لاره ورکه شوه چې څه وکړي.
کله چې د ښوونې روزنې وزارت له لوري د نویو درسي کتابونو د برابرولو پروګرام پیل کیدونکی و، ښاغلی حنیف اتمر د ښوونې روزنې وزیر و، څه قلموال یې په هیواد کې دننه او له هیواد نه د باندې سره په نښه کړل او له بیلابیلو لارو نه یې اړیکې ورسره ټینگې کړې، څو ک یې وغوښتل او څو ک د بیلابیلو دلایلو له مخې پاتې شول، چې یو په کې زه وم.
ما چې د پوهنتون په کچه د درسي کتابونو د لیکلو تجربه لرله او د شپیتمې لسیزې د پیل په کلونو کې مې شپږ درسي کتابونه لیکلي و او د کوچنیانو له روان او ښوونې روزنې سره مې د آشنايي تجربه ځکه لرله چې د کوچنیانو ادبیات تر سر لیک لاندې مې یو کتاب لیکلی و او په دې برخه کې مې د خپلو مطالعاتو په پایله کې ګڼ شمیر مقالې هم لیکلې او خپرې کړې وې، نو کوم خواخوږي دوست د درسي کتابونو د لیکوالو او برابرونکو په لست کې زما نوم هم ورکړی و.
ما سره هم د ښونې روزنې وزارت له کوم آدرس نه یوې میرمنې درې ځلې تیلیفوني اړیکې ونیولې، هغې میرمنې له ما سره داسې خبرې کولې لکه زه یې چې زر خرید نوکر یم او دا مې د کور دمزدورۍ له پاره استخداموي، وروستۍ پوښتنه یې له ما نه دا وه چې ته په ډنمارک کې څه کار کوې؟
ما لکه کلک راستگوي ورته و ویل چې زه په فزیکي کار لګیا یم او د یوه بڼوال دنده تر سره کوم . د دې جملې په ویلو، له ما سره غږیدونکې میرمنې یو څو جملې راته و ویلې، له هغو جملو نه زه داسې پوه شوم چې دې میرمنې پر ما باندې د کابل ښاروالۍ د جاروکش گمان وکړ، بیا نو میرمن لاړه چې لاړه.
وروسته له هغه نه هم زه مایوسه نه شوم او د تعلیم د نهضت د یو فعاله غړي او د نوي نسل د روزلو د ډیر فعاله او زړه سواندي غړي په توګه مې خپل کار ته دوام ورکړ او د کوچنیاو د ادبیاتو په برخه کې، د مطالعې د نهضت د پراختیا له پاره او په ټول هیواد کې د تعلیم د عامیدو په غرض مې په لسگونه مقالې ولیکلې او خپرې مې کړې، خو د دغو کارونو په ترڅ کې مې چې څومره ښیگڼې او ستونزې په نښه کړې، نه چا غوږ پرې وگراوه او نه هم چا ولوستلې.
کله چې د ښونې روزنې وزارت د درسي کتابونو پروګرام بشپړ شو، د هر درسي کتاب له پاره یو لارښود کتاب هم برابر کړای شوی و، کتابونه چاپ شول په میلیونونه نه، بلکې په میلیاردونه ډالر پرې ولگیدل. کله چې ښاغلي فاروق ورک د ښونې روزنې وزیر و، دا درسي کتابونه ټول د ښوونې روزنې وزارت په ویبپاڼه کې آنلاین شول.
زه هم د همدې مسلک د یوه شاگرد، لاروي او مینه وال په ټوگه ورته کیناستم یو کال او څو میاشتې مې ور ته وقف کړې او دا ټول کتابونه مې خپل شخصي آرشیف ته را کاپي او خوندي کړل، د یو نیم کتاب مطالعه مې هم وکړه او په عملي ډول پوه شوم چې څومره ستونزې او تیر وتنې په کې دي.
دا لاندې لست د معارف د وزارت د پښتو برخې د درسي کتابونو صنف وار فهرست دی:
لومړۍ ټولګی | دویم ټولګی | دریم ټولګی | څلورم ټولګی |
دینی علوم | دینی علوم ح | حسن خط | رسامی هنر |
پشتو | دینی علوم ج | پشتو | ساینس |
ریاضی | پشتو | دینی علوم ح | انگلیسی |
مهارتونه | ریاضی | دینی علوم ج | پشتو |
رسامی هنر | رسامی هنر | رسامی هنر | اجتماعیات |
حسن خط | مهارتونه | مهارتونه | حسن خط |
حسن خط | ریاضی | دری | |
دینی علوم ح | |||
دینی علوم ج | |||
ریاضی |
پنځم ټولګی | شپږم ټولګی | اووم ټولګی | اتم ټولګی |
پشتو | دینی علوم ح | عربی | ریاضی |
دری | دینی علوم ج | م. مدنی | عربی |
انگلیسی | انگلیسی | حرفه | بیالوژی |
اجتماعیات | ریاضی | رسامی هنر | پشتو |
دینی علوم ح | پشتو | بیالوژی | جغرافیه |
دینی علوم ج | رسامی هنر | پشتو | م. مدنی |
ساینس | ساینس | جغرافیه | دری |
ریاضی | دری | دینی علوم | دینی علوم |
رسامی هنر | اجتماعیات | انگلیسی | انگلیسی |
حسن خط | حسن خط | ریاضی | تاریخ |
تجوید | رسامی هنر | ||
تاریخ | تجوید | ||
فزیک | حرفه | ||
کیمیا | فزیک | ||
دری | کیمیا |
نهم ټولګی | لسم ټولګی | یوولسم ټولګی | دوولسم ټولګی |
ریاضی | انگلسي | انگلسي | دینی علوم |
عربی | بيولوژي | بيولوژي | تفسیر |
انگلیسی | كيميا | كيميا | پشتو |
بیالوژی | كمپيوتر | كمپيوتر | انگلیسی |
پشتو | فرهنگ | فرهنگ | تاریخ |
جغرافیه | دري | دري | جغرافیه |
م. مدنی | جغرافيه | جغرافيه | ریاضی |
دینی علوم | جيولوژي | اسلامی تعلیمات | دری |
دری | اسلامی تعلیمات | تفسير شريف | بیالوژی |
تاریخ | تفسیر | تاريخ | کیمیا |
رسامی هنر | تاريخ | رياضي | فزیک |
تجوید | رياضي | پشتو | |
حرفه | پشتو | فزيك | |
فزیک | فزيك | مدني معلومات | |
کیمیا |
د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت تعلیمي نصاب (پښتو ـ دري، له لومړي ټولګي نه تر دولسم ټولګي پورې) د کتابونو شمیر دوه سوه اته شپیتو (۲۶۸) ټوکو (عنوان) ته رسیږي. یوسلو څلور دیرش (۱۳۴) یې په پښتو برخه کې او یو سلو څلور دیرش (۱۳۴) یې په دري برخه کې دي، توپیر یې دا دی چې د دري برخي، په نهم ټولګي کې شپاړس عنوانه کتابونه دي او د پښتو برخې په نهم ټولګي کې پنځلس عنوانه کتابونه دي، دغه راز د دري برخې دولسم ټولګي کې لس عنوانه کتابونه دي او د پښتو برخې په دولسم کې بیا یولس عنوانه دي.
لومړی: خو باید دې موضوع ته پاملرنه وشي چې دا مضامین چې کوم ښونکي تدریسوي، د هغوی ژوند او روان څنګه دی، تر کومې کچې پورې زدکړې لري، مسلکي دي که اماتور یا معاش اخستونکي، په مورد نظر مضمون کې چې تدریس یې دوی ته سپارل شوی وي، زدکونکو ته څه ورکولای شي که نه؟
او نورې ډیرې پوښتنې.
دویم: دا چې هلته چې د هر ټولگي د مضامینو شمیر او تنوع ته پام وکړئ، هیڅکله یو کوچنی، زلمکی او یا هم زلمي د دې کتابونو د لوستلو او زده کولو له بوج او بار څخه نه شي وتلای. د هر ټولگي په نصاب کې دوه، درې مذهبي مضامین ځای کړای شوي دي. د سارې په توگه د همدې تنظیمي یا ټوپکي گډوډۍ له مخې که اهل تسنن د فقه حنفي په نامه یو څه په تعلیمي نصاب کې ځای کړی دي، نو اهل تشیع د هغه په څنګ کې د فقه جعفري مضمون خامخا ایښی دی او بیا بل یې تعلیمات دیني او بل یې قرآن کریم او بل یې تجوید او…
نو چې په هر ټولگي کې دومره دیني مضامین یو شاگرد ته تدریس شي او دا مضامین هم داسې کسان ور ته تدریسوي چې یا د ایران له قم نه راغلی وي او یا هم د پاکستان له کومې مدرسې یا جومات نه، نو هغه شاگرد به څومره د خپل وطن ملي گټو ته وفا داره وي او…
په دغسې یو چاپیریال کې څنګه له یو ځوان زده کونکي نه چې دولس کاله همدا د جنت، دوزخ، ثواب او عذاب کیسه ورته و ویل شي، توقع لرئ چې په بله لار به لاړ نه شي، څنگه به هغه نه طالب کیږي، څنگه به هغه نه افراطي کیږي. دغسې یو تعلیمي نصاب شاگرد هغه افراطیت ته ور کشکاږي چې عیني بیلگې یې یو وار نه په زرگونې ځلې لیدل شوې دي او همدا اوس دا پروسه روانه ده.
د لومړۍ برخې پای