ارشیف

د یوویشـتمې پېـړۍ دوهـمه لسيـزه روانه ده ، نړیوال په فضا کې د ځان بسیاینې تجربې کوي خو زموږ فکرونه د جـګـړو او ځینو بې ځایه دودیـزو مسایلو د پاللو او منلو په وجه د پوهي او علم له ستر کاروان سره په ټکــرکې دي .

موږ چې له اوله چندان د علم او معرفت خوښوونکې خلک نه یوو ، نتېجه دا شوه چې د مـتـمدني نړۍ د روان کاروان هغه د قدم ګردونو ته هم ونه رسېـدو . په ټول کور کې به مو داسې شی ونه موندل شي چې موږ په خپل لاس جوړ کړی وي . پـیتاوي ته به مو پښې غزولې وي او په خپل پنځه زره کلن تاریخ به داسې ویاړو چې ته به وایي دغه ټوله نړۍ موږ جوړکړې ده .

په خپلو ماشومانو به غواوي او پسونه پیایو خو ښوونځي ته یې والله که پـرېــږدو . په خپلو لورانو او خوېندوبه له غره څخه لرګي او له چینې څخه اوبه راوړو خو ښوونخي ته په لېـږلویې شرمېـږو .

مېـرمن به یې په اولاد ناروغه یې خولابه هم له پټي څخه د شوتلې پنـډي په سرکورته راچلوي ، ځکه چې دا د کورمزدوره ده . نه پوهـېـږم چې موږ په فکري توګه په کومه زمانه کې اوسو . د وري میاشتې په سرکې افغان ولسمشـر د ښوونځي د پیلېدو زنګ وواهه خو اوس چې خبرېـږو د هـېواد په ځينو سیموکې د ښوونځيو دروازې تړل شوې دي. د دې خاورې بچیان بیا له درس ویلو را وګـرځول شول . زه نه پوهېـږم د کوم منطق له مخې د ښوونځیو دروازې تړل کېـږي ؟

د اسلام پیغـمبـر حضرت محمد (ص) خو فرمایلي و چې علم زده کړئ که په چین کې هم وي . اوس نو هغه څوک دي چې هم د پيغـمـبـر (ص) د حدیث مخالفت کوي او هم د افغان ماشومانوپه مخ د پوهي او علم دروازې تړي .

 په سعودي عـربستان کې مکتب روا دی ، په مصر ، پاکستان ، ایران او نوره اسلامي نړۍ کې د ښوونځیو دروازې خلاصي دي خو په افغانستان کې ښوونځي تړل کېـږي ، په افغانستان کې ښوونکی ګناهـکار دی. پاکستان اټمي بم جوړلی شي خو زما د هېواد په تعلیمي نصاب کې د ساینس مضمون شاملول کفـر دی .

په ټوله اسلامي نړۍ کې نجوني ښوونځیو ته تللی شي خو زما په وطن کې دا یو عیب دی .

زموږ په ګاونډي هېواد کې یوه مېرمن دوه ځله د خپل ملک صدراعظمه کېدلی شي خو مفتي صیب یې زما په وطن کې ښوونځی ناروا ګـڼي ، دې ته وايی یو بام او دوه هوا وي .

ماته دین یو رقم او ځان ته يې بل رنګ تعـریـفـوي. زما له هېواده هره ورځ په زرګونو ناروغان ګاونډیو هېوادو ته روان وي ، په سرحدي دروازو کې د خپلې مجبورئ له امله د ملیشو ، سپاه پاسداران او خاصدارو سل سپکې سپورې زغمي ، دا دچا له لاسه ، دا د کوم فـکر او کومو موخو لپاره ؟

تر څوبه موږ د ونې هغه خاښ په تبر وهو په کوم چې موږ ناست یوو . که مونـږ خپل متخصص ، خپله ډاکټـره ، خپل باکیفيـته درمل او خپل انجـنـیـر ولـرو دا به زموږ ګټه وي که تاوان ؟

په یوه ورځپاڼه کې مې ولوستل چې د کندهار په یوولسو ولسوالیو کې یوه نجلۍ هم ښوونځي ته نه ځي . همدارنګه د پکتیکا په ولایت کې یوه ښځینه ډاکټـره هم نه لـرو . اوس نو راشئ او قضاوت وکړئ چې موږ په کومه خوا روان یوو .

زه نه پوهېـږم چې د دې لویي نړۍ په مخ به بل هم کوم داسې هېـواد وي چې په یوویشتمه پېـړۍ کې یې د اولادونو په مخ د ښوونځي دروازې تړل کېـږي . ایا دا به ښه نه وي چې زموږ ښځینه  ناروغانې ښځینه ډاکټـره وګوري ؟  دا به ښه نه وي چې زما پل ، زما تعـميـر زما د هېـواد خپل انجنيـر جوړ کړي ؟

که څوک افغانستان جوړول غواړي ، که څوک افغانستان ته خدمت کول غواړي نو په خپلو اولادونو دې تعلیم وکړي چې ټولنه مو له بـدبخـتيـو خلاصه شي . په جګړو که هېوادونه جوړېدلای افغانستان به نن ورځ د ټولي نړۍ محتاجه نه و.

زه له طالبانو او د ټول هېواد له قومي مشرانو هیله کوم چې د خدای پار دی د ښوونځيو د دروازو په خلاصولو کې مرسته وکړئ او زموږ د ټولنې یو بل نسل د جهالت په تیاروکې له غـرقـېدو وژغورئ .

د علم او معـرفت لارې مه بـندوئ ، د ښوونځيو دروازې مه تړئ ځکه چې دا لارې د خدای (ج ) د پـېـژندنې ، انساني کرامت او خود کـفایـي په لورې تللې دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *