امین الله عادل –
د افغانستان د اساسي قانون له مخې حکومت باید ټولو هېوادوالو ته د لېسانس تر کچی وړیا زده کړې برابرې. د پوهنې د سکتور د پراختیا لپاره حکومت خصوصي سکتور ته هم اجازه ورکړې، چې د زده کړو او تحصیلاتو په برخه کې پانګونه وکړي، چې په دې سره د پوهنې په سکتور کې پرمختګونه هم شوي خو لا هم د پوهنې په سکتور کې ډېرې ستونزې شته او د هېواد ډېر وګړي لا هم د زده کړې له نعمت څخه محروم دي.
د افغانستان د معارف په برخه کې د نورو ستونزو ترڅنګ یوه هم د درسي کتابونو کموالی او نشتوالی دی. ډېر داسې ښوونځي شته چې زده کوونکو ته د کال تر پایه کتابونه نه رسېږي. په تېرو کلونو کې په دې برخه کې ډېرې ستونزې وې، له یوې خوا په بازار کې د چاپ ظرفیت نه ؤ که به کتابونه چاپ هم شول د هغو کیفیت به سم نه ؤ او په بهر کې یې په چاپ خورا ډېر لګښت راته او هم به یې چاپ او انتقال ډېر وخت اخیست او ګمرکي ستونزې یې لرلې. يو ځل خو په ملیونونو کتابونه په میاشتو میاشتو د کراچۍ په بندر کې بند پاتې شول. اوس افغانستان د چاپ په برخه کې ډېر پرمختګ کړي او د افغانستان مطابع لوړ ظرفیت لري. که د کتابونو چاپ خصوصي سکتور ته وسپارل شي، له حکومت سره به د معارف په برخه کې خورا ډېره مرسته وشي:
- د حکومت په بودجه به بوج کم شی،
- خصوصی سکتور به پیاوړی شي،
- په بازار کې به د کتابونو بازار پیاوړی شي،
- همدارنګه به د کتابونو ساتنې ته پاملرنه زیاته شي،
- زده کوونکو ته به هر وخت کتابونه رسېږي.
حکومت مکلف دی، چې هېوادوالو ته وړیا زده کړې برابرې کړي خو همدا اوس خصوصي ښوونځي او په لوړو زده کړو کې زده کوونکي او محصلین درسي مواد او کتابونه په خپلو پیسو اخلي. حکومت کولی شي د دولتي ښوونځیو د درسي کتابونو د چاپ پروسه په تدریج سره خصوصی سکتور ته وسپاري. خصوصي سکتور ته اجازه ورکړي، چې په لومړي کال یوه محدوده اندازه کتابونه چاپ کړي او دا اندازه هر کال ډېره او تر دریو څلورو کلونو پورې د چاپ پروسه خصوصي سکتور ته وسپاري. د خصوصي سکتور لخوا چاپیدونکو درسي کتابونو ته ټاکلی ډول وټاکي ترڅو له هغو کتابونو سره توپیر ولري، چې د دولت په بودجه چاپیږي او په دې سره د هغو د خرڅلاو مخه ونیسي، همدارنګه خصوصي سکتور د یو مېکانیزم له لارې دې ته وهڅوي چې په ارزانه بیه کتابونه عرضه کړي، ترڅو هرڅوک وتوانیږي درسي کتابونه را ونیسي.