۱۳۹۵ ښوونیز کال د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د ښوونځي زنګ په کړنګولو سره پیل شو. ښاغلي غني د ښوونځي زنګ د هوساینې، ثبات او حرکت زنګ وباله او ټولو ښوونکو، زده کوونکو او افغان ولس ته یې د نوي ښوونیز کال د پیل مبارکي وویله.

ولسمشر محمد اشرف غني له ښوونکو مننه وکړه، چې هر ورځ د هېواد د ښې راتلونکې په موخه افغان بچیان روزي. ولسمشر زیاته کړه، چې په تېرو کلنو کې د هېواد په معارف کې د کمیت له پلوه خورا ډېر تغیرات راغلي، خو د کیفیت له اړخه لاهم بنیادي ستونزې موجودې دي. نوموړي وویل، چې په دې برخه کې باید ټول لاس په کار شو، چې معارف د کیفیت له اړخه پیاوړی شي.

ښاغلي غني ښوونکو ته د هستوګونو نمرو د محدود وېش له امله بښنه وغوښته، د شهرکونو بې ځایه او له ښارونو لرې نقشه کېدل او د معارف د ځمکو غصب یې د ښوونکو د شهرکونو د وېش پر وړاندې ستر خنډونه وبلل.

ښاغلي غني دغه راز د ښوونیز نصاب پر تغیر، د پوهنې وزارت د تشکیلاتي جوړښت په بیا ارزولو او د پوهنې وزارت په رهبرۍ کې د ښځو د ونډې پر ډېر والي ټینګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ته دنده وسپارله، چې ښوونځي د نوري فایبر په وسیله وصل او ښوونکو او زده کوونکو ته د عصري ټکنالوژۍ اسانتیاوې برابرې کړي. ښاغلي غني دغه راز له ټولو دولتي ادارو وغوښتل، چې د معارف په پیاوړتیا او پراختیا کې خپله ونډه ادا کړي.

د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي هم د نوي ښوونیز کال د رارسېدو او ښوونځي زنګ د کړنګېدو له امله ښوونکو، زده کوونکو او د افغانستان ټول معارف پروره ولس ته مبارکي وویله.
د پوهنې ښاغلي وزیر په تېر کال کې د ۶۳۴ رغنیزو پروژو بشپړېدل او د ۲۲ میلیونه جلده درسي کتابونو چاپ خپلې مهمې لاسته راوړنې وبللې.

ښاغلي بلخي وویل، چې په نوي ښوونیز کال کې به د پوهنې کمي او کیفي ودې ته جدي پاملرنه وکړي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې به له ښوونځي بې برخو ماشومانو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د نوموړي په خبره، چې په روان ښوونیز کال کې به څه باندې ۱،۱ میلیون ماشومان، چې ۴۱ سلنه به یې نجونې وي نوي ښوونځيو ته جذب شي.

د پوهنې ښاغلي وزیر وویل، چې سږ کال به ۵۹۰ ښوونځي نوي تاسیس، ۴۱۵ لومړني ښوونځي به متوسطې او ۲۷۸ منځني ښوونځي به لېسې دورې ته لوړ کړي. د نوموړي په وینا، چې د پوهنې د کیفیت لوړېدو په موخه به په هر ولایت کې دوه بابه نمونوي ښوونځي هم جوړ کړي.

د پوهنې ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې په تېر کال کې ۵۱۷ زره کسان، چې ۶۰ سلنه یې مېرمنې وې، په ۲۰ زره او ۷۰۰ د سواد زده کړې مرکزونو کې پر لیک لوست بوخت وو. نوموړي ژمنه وکړه، چې په نوي کال کې به د سواد زده کړو مرکزونو شمېر ډېر او یو لوی شمېر له زده کړو لرې پاتې کسانو ته به پکې د لیک لوست اسانتیاوې برابرې کړو.

د پوهنې ښاغلي وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پر ظرفیت لوړولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د نمونوي انستیتوتونو د جوړولو خبر هم ورکړ. ښاغلي بلخي وویل، چې په دې برخه کې یې ۸۰۰ بورسونه تر لاسه کړي او د آزاد رقابت له لارې به هند او تاجکستان ته وړ کسان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په موخه ولېږي.‎

ښاغلي ډاکتر حنیف بلخي په پوهنې وزارت کې د هر ډول اداري فساد پر له منځه وړلو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې وخت په وخت به د معارف هر ډول ارقام له خلکو سره شریک کړي.

نوموړي د پوهنې د کیفیت لوړېدو په برخه کې د ښوونیز نصاب پر اصلاح ټینګار وکړ، زیاته یې کړه، چې د ښوونیز نصاب د اصلاح په موخه یې د هېواد شاوخوا سل لیکوالانو ته دنده سپارلې، چې په درسي کتابونو کې اړین اصلاحات راولي او په دې برخه کې له پوهنې وزارت سره خپلې طرحې او وړاندیزونه شریک کړي.

د پوهنې ښاغلي وزیر دې ته په پام، چې په نړۍ کې هېڅ ښوونیز نظام د خلکو له مرستې پرته نشي بریالی کېدای، له دیني عالمانو، قومي مشرانو، د زده کوونکو له کورنیو او د افغانستان له ټول معارف دوسته ولس څخه یو ځل بیا وغوښتل، چې د معارف د ودې او پیاوړتیا په موخه له پوهنې وزارت سره هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

2 thoughts on “د ښوونځي زنګ په کړنګولو نوی ښوونیز کال پیل شو”
  1. سلام
    د پوهنې وزير صاحب ښوونيز نظام، سيستم، دسپلين او د زده کړو معيار له کوره پيل کيږي. چرچل د پوهنې اوروزنې په هکله خپل کتاب کې داسې واېې: ښوونه او روزنه په هره ټولنه کې د شا د هډوکو حيثيت لري ښوونيز نظام له سياست سره کلک اړيکي لري زموږ ولس مشر وايې چې معارف بايد له سياست څخه لېرې وساتل شى داکار څنګه او څه ډول امکان لري د پونې اوروزنې ټو کارونه له سيا ست سره کلک تړاو لري او که چېرې دولس مشر هدف له اختلاس چور اوچپاول، غلا، بډې اخيستل، چل اوفرېب، درغلي او ناوړه کارونه وي دا بيا د ټولنې هغه افتونه دي چې په هېڅ قاموس کې د سياست مانا نه لري.رښتينئ سياست د ژوندانه په ټولو برخو کې او په تيره بيا د پوهنيز نظام ، تعليمي نصاب، کيفيت او څرنګوالي کې ډير مهم دي چې هېڅ ډول پلمه او بهانه نه مني.

    دپوهنې وزير صاحب مو ږ به بې کيفيته ظرفيتونو، بې ستندرده او غيرمعياري زده کړو چې هېڅ علمي بڼه نه لري په زرو او لکونو کسانو څږ وکړو؟ که چيرې موږ يو متعهد، هدفمن او په ځانګړې جهان بيني معارف ولرو د هېواد په ټولو برخو که به ستر بدلون راشي او ولس به خپلې ډنډې له ښو ڼه ښې وپېژني. پوښتنه دانه ده چې يوازې نيوکه وکړو بلکې د حل لاره داده چې ښه ته ښه ووايو او بد ته بد
    که چې وايو پوهنه رڼا ده نو بايد هم رڼا وي او په رڼا کې ستونزه نه پيداکيږي

  2. ممکن د رئیس جمهور مقصد او اشاره هغی تنظیمی انحصار او فساد وی چه د بن د تړون له لاری دولت ته داخل شو او تر ننه دا مؤمن ملت زوروی او حتی وینه یی زبیښی.
    نوکه رښتیا هم موږ سالمه ښوونه او روزنه ولرو او د تنظیمی ، اجنبی او انحرافی مکروب او لوث نه پاکه وی بیا دا ملت د سلامتی او عزت په لاره روانیږی او دجاهلی تعصباتو او اجنبی آفاتو نه به پاکه وی ،اوس متأسفانه تعلیم ضعیف او سالمی تربیه ته پاملرنه ډیره کمه او د نشت سره مساوی ده نو ځکه ورځ تر ورځی فساد او مشکلات زیاتیږی او ټولنه د انحطاط او سقوط او فرار پخوا روانه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *