د صافيانو د نواباد متوسطه ښوونځي زده کوونکو خپلي ستونزي دهلمند مدني ټولني له مشر سره شريکي کړي.
دوی د خپل ښوونځي د احاطي دیوال،ورزش ميدان او کتابونو د نه شتون ستونزي يادي کړي او دهلمند مدني ټولني له مشر څخه يې غوښتنه وکړل چي د ستونزو دحل په برخه کي ورسره مرسته وکړي.
دهلمند مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد د راغلو زده کوونکو د ستونزو تر اوريدو وروسته يادي ستونزي دهلمند د معارف ريس سره د ټليفون له لاري شريکي کړي او دهلمند معارف ريس ددې ستونرو دحل بشپړ ډاډ وکړ.