په میدان وردګو ولایت کې د مرکز او یو شمېر ولسوالیو د ښوونځیو کرکټ لوبډلو ترمنځ دولس اوریزې پیل شوې سیالۍ د اول بابا لیسې په بریالیتوب سره پای ته ورسیدې .

دغه سیالۍ چې د میدان وردګو ولایت کرکټ بورډ ادارې له لورې برابرې شوې،په کې د دولس ښوونځیو لوبډلو ګډون کړی و او شاوخوا دوه اونۍ دوام یې وکړ،چې په ترڅ کې د حامدکرزي او او ل بابا لیسو پای لوبو ته لاره ومونده.

د دغه پای لوبې په ترڅ کې اول بابا لیسي وکولای شول،چې حامدکرزي لیسې ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو لومړی مقام خپل کړي .

د دغه پای لوبې وروسته د کرکټ بورد له لورې برابر شوي کپونه،مډالونه او انعامات هم لوبډلو او لوبغاړو ته ورکړل شول .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *