طالبانو په ټولو هغو سیمو کې، چې دوی پکې نفوذ لري، د نجونو ټول او د هلکانو زیات ښوونځي د دې لپاره تړلي چې ګنې عصري زده کړې خلک بې لارې کوي او د پوهنې وزارت په نصاب کې داسې کتابونه شته چې د دوی په خبره د وطن په تړاوو خلکو ته ناسم ذهنیت ورکوي، طالبانو د حب الوطن هغه مضامین هم بند کړي چې پوهیږي له وطن سره د خلکو مینه زیاتوي او له جګړو یې راګرځوي.

کله چې خلک د ژوند او وطن په تړاو زده کړه اومطالعه وکړي، هغه بیا هيڅکله خشونت نه کوي او هیڅکله وطن او ټولنې ته بدنیته نه وي.

طالبان پوهیږي چې که چا ښوونځی ولوست بیا د دوی په ښه نه راځي، ځکه هغه څوک چې ښوونځی ووایي پوهیږي چې د طالبانو جګړه تر کوم نوم لاندې کوم اهداف تعقیبوي.

طالبانو اوس د جګړې لیکې د بې سوادو او کم عمره ماشومانو څخه ډکې کړي، اکثرا د هغو سیمو هلکان پکې دي چې طالب یې ښوونځی ورتړلی او هیڅ مصروفیت نه لري، کم عمره ماشومانو ته د طالبانو په لیکو کې جګړه مستي او د عوایدو یو ښه درک ښکاري.

ځکه نوې ځوانۍ ته رسیدونکي ځوانان بد مسته وي او چې کار او کنټرول پرې نه وي، هر څوک ترې هر ډول ګټنه کولای شي.

طالبان په دې فکر نه کوي چې د ښوونځیو تړل او د هلکانو او نجونو له زده کړو محرومیدل به د سیمو خلکو ته په راتلونکي کې اوږدمهاله ټولنیز زیانونه واړوي، طالب یوازې د نن ورځې په غم کې دی چې پروژه يي جګړې مخکې یوسي او لنډمهالې ګټې لاس ته راوړي.

طالب د اسلام په نوم ښوونځي بندوي او بې کاره زده کوونکي یې د جګړې لپاره جذبوي او هلته ورته اسانه ده چې د افغان حکومت او افغانانو په تړاو یې ذهنیت ورخراب کړي.

که اوس د طالبانو لیکو ته ځیر شئ، نو هیڅوک به داسې په کې پیدا نه کړئ چې عصري زده کړې یې کړي وي، داسې هم نه ده چې ګنې طالبانو دیني زده کړې هم کړي دی، د طالبانو اوسني قومندانان پخواني غله او له کلیو رټل شوي چرسیان او پوډریان دي چې لمونځ یې هم نه زده.

طالب د ښوونځیو تړلو ته هغه وخت مخه کړه کله چې پوه شول جګړې ته ورسره څوک نه ځي، طالب څو کاله له دې تشې سره مخ و، خوکله یې چې خلک له زده کړو محروم کړل، د جګړې لیکې یې په ناپوه کسانو ډکې کړې او اوس هر ځای او هر کله چې وغواړي بم ورپورې تړي او پټې سترګې یې د افغانانو منځ کې چوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *