۱۳۹۳ د تلې ۵
 
نن په کابل کې د افغانستان د ۵ ولایتونو د ښوونځیو د شوراګانو او د ښوونځیو د ارزوني دټولنیزو کارکونکوغونډه  تر سره شوه . 
په دغه غونډه کې برخه والو د ښوونیزنظام د څرنګوالي، کیفت لوړونې او پراختیا او �� خلکو د ونډې اخیستوپه برخو کې خپلې تجربې سره شریکې کړي . د برخه والو ټینګار په دې وو چې په ښوونیزنظام کې د برخې اخیستو له لارې د ښوونځیو د زده کړې کیفیت لوړیدی شي. 
د افغانستان د پوهنې وزیر ښاغلي فاروق وردګ غونډې ته وویل چې د ښوونځیو د ادارې ، د زده کونکو د کورنیو او د ښوونځیود شوراګانو او خلکو ګډ کار د ښوونې او روزنې کیفیت لوړوي . « د خلکو له همکارۍ پرته هیڅ پروژه په افغانستان کې ښه نتیجه نشي ورکولی . د همدې لپاره د ښوونځیو شوراګانې جوړې شوي چې دخپلو سیمو د ښوونځیو پراختیايي چارې د ښوونځیو له ادارو سره همغږې کړي .»
د پوهنې ښاغلي وزیر  وویل چې  د خلکو ګډون ښوونه او روزنه دوامداره کولی شي .
د پوهنې وزیر وویل چې د ۱۷۴۳۷ ښوونځیو له ډلې یې ۱۵۰۹۰   ښوونځي شوراګانې لري او د پاتې نورو ښوونځیو د شوراګانو د جوړولو چاره په چټکۍ سره روانه ده . « د ټول افغانستان ښوونځي باید شوراګانې ولري او دغه شوراګاني باید خپل بانکي حسابونه ولري چې وکولی شي د خپلو ښوونځیو اداري او د بیارغاونې چارې تنظیم کړي .»
د پوهنې وزیر وویل چې د افغانستان ښوونیز نظام په چټکۍ سره د پراخیدو په حال کې دی او هر کال شاوخوا ۱۰۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي.
دا مهال د افغانستان د افغانستان په ښوونیزنظام کې څه باندې ۱۱ نیم میلیونه زده کونکي چې ۴۲ سلنه یې نجونې دي په زده کړه بوخت دي .
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *