تاند- د افغانستان حکومت وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې به په هیواد کې دننه د ښوونځیو لپاره د څه باندې دوه مليونه درسي کتابونو د چاپ چارې پيل شي.
د پوهنې وزارت وايي چې د ۲۱ لکه زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو پر دې پروژې به ٦٢ مليون افغانۍ ولګېږي.
دا به په تېرو لږترلږه ۱۴ کلونو کې لومړی ځل وي چې د ښوونځیو دومره زیات کتابونه په هیواد کې چاپېږي.
ولسمشر غني تېره میاشت د پوهنې د وزارت له چارواکو سره په کتنه کې وویل چې باید درسي کتابونه په هیواد کې دننه چاپ شي.
تر دې مخکې د افغانستان د ښوونځیو کتابونه په اندونیزیا کې چاپېدل.
د دې پروژې لګښت د ډنمارک، د امريکا پراختيايي ادارې او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف له خوا ورکول کېږي.
په هیواد کې دننه د کتابونو چاپ که له یوې خوا له هیواده بهر ته د اسعارو د لېږد مخه نیسي، له بلې خوا په افغانستان کې د چاپ له صنعت سره مرسته کوي.
که دا لړۍ دوام وکړي ګڼو کسانو ته به په چاپځایونو کې د کار زمینه برابره شي او د مطبعو خاوندان به خپل صنعت لا پراخ کړي.