په ډیرې خوښۍ سره ټولو ښوونکو ته له خپله اړخه او د افغانستان د پوهنې د وزارت د مشرتابه په استازیتوب د میزان په ۱۳ مه نیټه دښوونکي د ورځې د رارسیدو مبارکي وایم ،چې د لوی اختر له مبارکو ورځو سره برابره ده .هیله ده ،چې د اختر په دغو مبارکو ورځو کې به د افغانستان ټول ښوونکي چې د هیواد د بچیانو اصلي روزونکي او د دغه هیواد د ودې او پرمختګ د بشري ځواک بنسټ جوړونکي دي روغ او له خپلو کورنیو سره خوښ او خوشحاله وي .
درنو ښوونکو: ستاسودنده ډیره سپیڅلې او د درنښت وړ ده . د اسلام سترپیغمبر حضرت محمد (ص) په ټولنه کې د ښوونکي د مقام په اړه ویلي :«انما بعثت معلما» ژباړه: په تحقیق سره چې زه ښوونکی را استول شوی یم. دغه حدیث شریف ښيي ،چې ښوونکی د انساني ټولنې بنسټ ایښودونکی او لارښوود دی.
بنا اجازه راکړئ ،یو ځل بیا ستاسو ددغه درانه او باعزته موقف ،چې الله پاک درباندې پیرزو کړی درنښت وکړم او د ښوونکو د ورځې مبارکي تاسو او ستاسو کورنیو ته وړاندې کړم . له لوی خدای (ج) څخه غواړم، چې د افغانستان د بچیانو د روزنې په برخه کې ستاسو دنه ستړې کیدونکو هڅو اجرونه در کړي .
د یادونې وړ ده ،چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۲۱ زره ښوونکي، مدرسین او استادان، چې ۳۱ په سلو کې یې میرمنې دي په څه باندې ۱۷ زره ښوونځیو، دیني مدرسو، تخنیکي او مسلکي مرکزونوکې ،څه باندې ۱۱ نیم میلیونه زده کونکو ، طالب العلمانو، او د نیمه عالي تعلیماتو د موسسو محصلینو ته چې ۴۲ په سلو کې یې نجونې دي تدریس کوي.
د پوهنې وزارت مشرتابه باور لري ،چې د هرې بشري ټولنې په څیر د افغانستان علم خوښوونکی ملت هم د خپل جنګ ځپلې هیواد د ابادۍ او بیارغاونې یوازینۍ لاره د علم، پوهې او عصري ټکنالوژۍ زده کول ګڼي او هوډ لري ،چې د علم د زده کړې له لارې خپلې کورنۍ او هیواد ته خدمت وکړي .
د پوهنې وزارت مشرتابه ویاړي ،چې د هیواد د ښوونیزوموسسو درنو ښوونکو د خپل هیواد د پرمختیا د مسولیت درک کولو له اړخه دنړۍ د پوهنې او زده کړو له کاروان سره افغان کاروان ګام په ګام پرمخ روان کړی .
درنو او باعزته ښوونکو؛ د پوهنې وزارت رهبري له پراخو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره سره د ښوونې او روزنې د ودې او پراختیا په برخه کې ستاسو د ټولو اخلاصمندانه هلوځلودرناوی کوي او ستاسو د ژوند د ښه والي په برخه کې د پلان شوي پروګرام پربنسټ خپلوپرلپسې هڅو ته دوام ورکوي .
له خپله اړخه په ډیرویاړ سره ویلی شم ،چې تر دې مهاله ۱۸۶ زره ښوونکي د رتبو او معاشاتو نوي سیستم ته داخل شوي دي او پربنسټ یې په منځنۍ کچه د پخواپرتله د ښوونکو په تنخواګانو کې ۷۸ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی . پردې سربیره نژدې ۱۷ نیم زره نورو ښوونکو هم ددوی د وړتیاوو د ارزونې ازموینه په بریالیتوب سره تر سره کړې ،چې دوی به هم ډیر ژر د رتبو او معاشاتو نوي سیستم ته ورداخل کړل شي . که خدای(ج) کول ډیر ژر به ټول ښوونکي د رتبو او معاشونو دنوي سیستم پر اساس تنخوا واخلي .
بلخوا د ښوونکو د ژوند دښه والي په موخه په بیلا بیلو ولایتونو کې ۱۰۵ زره ښوونکو ته یوه یوه نمره ځمکه د کور جوړولو په موخه ویشل شوې او پاتې نورو ښوونکو ته هم دغه چاره روانه ده .موږ ژمنه کووچې ترهغه به دغه چاره روانه وي ،چې ټولوښوونکو ته د کورلپاره یوه یوه نمره ځمکه وویشل شي .
بلخوا په ډیرې خواشینۍ سره به د هغو درنو ښوونکو یادونه وکړو ،چې په همدې روان کال کې شهیدان شویدي. موږ سږکال بیا هم خپل یوشمیردرانه ښوونکي ،چې د تدریس سپیڅلې دنده یې ترسره کولو د نا امنیو او جګړو له کبله په بیلابیلو سیمو کې شهیدان شویدي ، چې د الله پاک له دربار څخه د هغوی پاک روح ته دوعا کوو او د هغوی درنو کورنیو ته د زړه صبر او اجرونه غواړو.
د افغانستان د پوهنې وزارت یوځل بیا له درنو ښوونکو سره ژمنه کوي ،چې زده کونکو ته د ښوونیزچاپیریال په برابرولوسربیره دښوونکو د ژوند د ښه والي لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې کوي او د خپلوژمنو د عملي کیدو ډاډ ورکوي .
د افغانستان د پوهنې وزارت د ښوونکو د ورځې په بهانه یو ځل بیا په ټول هیواد کې له دیني عالمانو، علم خوښوونکي ولس او هیوادوالوڅخه په کلکه غواړي ،چې د ښوونکو، زده کونکو، د پوهنې د کارکونکواو ښوونځیود چاپیریال ساتنې لپاره خپله هیوادنۍ او اسلامي دنده تر سره او په هیواد کې د علم ډیوې بلې او روښانه وساتي .
د پوهنې وزارت په داسې حال کې ،چې یوځل بیا د ښوونکي د ورځې د رارسیدو له کبله د هیواد ټولوښوونکو ته مبارکي وايي ، دلوی خدای ج له دربارڅخه درنو ښوونکو ته د اختربختورې ورځې او روغ صحت غواړي او هیله کوي ،چې له خپلو کورنیو او دوستانو سره یې په خوښۍ تیرې کړي.
په درنښت
فاروق وردګ
د پوهنې سرپرست وزیر