ښوونکي ته دي هره ورځ مبارکه وي!
علماء د قرآن کريم د بقرې سورت د ( ۳۱ ) آيت د ( وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا ) برخې د ژباړې او مفهوم پر استناد، الله جل جلاله د لومړني ښوونکي او آدم عليه السلام د لومړني زده کوونکي په صفت را پېژني. د رسالت او نبوت په ټوله لړۍ کې تعليم او تعلُّم د فکري ـ ذهني او فزيکي تمرکز هسته او محور ګڼل کېده؛ د ځمکې د کرې پر ټنډه د سپېڅلي او تلپاتي ذات وروستی استازی محمد صلی الله عليه وسلم چې د انساني افرادو د نيوي او اخروي سعادت يې د رسالت موخه وه، ځان د ښوونکي په صفت را پېژني؛ او وايي: زه معلم را لېږل شوی يم ( لاتمم مکارم الاخلاق ) د الله جل جلاله دغه وروستی استازی په خپل مؤجز او لنډ بيان کې موږ ته را په ګوته کوي ، چې ښوونکی بايد په زده کوونکو کې د غوره اخلاقي ضوابطو، معيارونو او پرنسيپونو روزنې او پالنې ته کلکه پاملرنه وکړي. تر څو د هغوی په سلوک او رفتار کې انساني هويت ( انسانيت ) په څرګنده انعکاس ومومي.
د نړۍ ستر او مشهور فيلسوفان سقراط، اپلاتون، ارسطو او … خپلو انساني او اخلاقي موخو ته د رسېدو په پار د ښوونکو په رول کې را څرګند شوي دي.
سقراط دعوتګر او معلم ؤ، سره له دې چې ده به ویل زه عالم نه يم، زه يواځي له علم او پوهي سره مينه لرم، زه د خلکو د روزنې پرمهال هغوی ته نوي معلومات نه ورانتقالوم بلکې په دوی کې ويده او پټ استعدادونه را ويښوم. د سقراط دغه ډول څرګندونې له بې ځايه غرور او لويي سره د نوموړي د کرکې او د ده د عجز د اظهار په معنا دي. سقراط د عدالت له استقرار، امن، سولي او با انضباطه ټولنې سره مينه درلوده. ځکه يې د ښوونکي سپېڅلي دنده غوره کړي وه، دی په دې باور ؤ چې د ټولني په هر اړخيزه وده، ذهني ـ فکري بلوغ کې د بل هر چا په پرتله د ښوونکي رول او اغېز رغنده او ټاکونکی دی، او دا هغه واقعيت دی چې نن ترې هيڅوک انکار نشي کولای.
دا ټولو منلي چې ښوونيز او تحصيلي نظام د هرې ټولنې د هر اړخيز هويت د ارزونې او اټکل لپاره معيار، اُلګو او سمبول دی. ښوونيز او تحصيلي نظام د يوې ټولنې د ملا تير تشکيلوي او ښوونکی د يو فعال او ډيناميک عنصر په توګه ددغه تير مهمه او اساسي مهره ګڼل کېږي. د ځمکې د کرې پر مخ هر دولت يوه پېچلې پديده او ستر سازمان ګڼل کېږي، ښوونکی ددې سازمان د داخلي او بهرنيو چارو د اجراء او تنظيم لپاره د انساني سرمايې د روزنې او پالنې دنده پر غاړه لري، د دولت په اډانه او چوکاټ کې لويې او وړې ادارې، فرعي سازمانونه او يا فرعي اداري واحدونه ګڼل کېږي. چې د خپلو چارو د اجراء او موخو ته د رسېدو په پار له (انساني، فزیکي، مالي او غير محسوس) سرچينو څخه ګټنه کوي. که د فزيکي او مالي سرچينو له اړخه سازمانونه پر خودکفا، نيمه خودکفا او په بشپړه توګه نورو ته اړ سازمانونو باندې ډلبندي کړو، هغه سازمانونه به ژر سره را پورته بسيا او پر خپلو پښو و درېږي چې فعاله، ډيناميکه، ماهره او متعهده بشري سرمايه ولري.
د اداري علومو د مخکښ عالم ( L. F. Urwick) په باور، د اوږدې مودې لپاره مالي او فزيکي سرچينې، بازار… د سازمان د پرمختګ او ودې عوامل او فکټورونه نه ګڼل کېږي، بلکې بشري سرمايه د سازمان د ودې او بريا او يا ماتې لامل ګرځي.
د مديريت د علم يو بل مشهور عالم ( Peter F. Drucker) انسان د سازمان پر ټولو سرچينو واکمن او برلاسی ګڼي، دی وايي له سازماني سرچينو څخه پر ځای او مؤثره ګټنه د انسان په وړتيا او مهارت پورې تړلې ده، د نوموړي په باور انساني عنصر په سازمان کې حياتي رول لوبوي، او سازمان ته د سالم رقابت واک او ځواک بښي.
درنو لوستونکو! دغو څرګندونو او د فزیکي او مالي سرچينو له اړخه د سازمانونو ډلبندي ته په کتو افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی ، چې تر ډېره بريده يې د نورو پر مرستو تکيه کړې. که سالمه، ويښه، ژمنه او ماهره بشري نېرو ونه لرو د اړتيا لاس به مو تر ډېره غزېدلی پاتې وي، چې له امله به يې پخپل درشل کې د ګڼو ستونزو کوربتوب او هر کلی کوو.
زموږ په هېواد کې د ښوونکو رسالت او مأموريت ځانګړی او خورا دروند دی، که افغان ښوونکي د خپل رسالت په تر سره کولو کې پر ځای، اړين او مسوولانه ګامونه واخلي، د هېواد له ابادۍ او هر اړخیزې ودې سره به يې مرسته کړي وي او د معاصر غيرت د کاروان سر لاري به ګڼل کېږي.
په ګران هیواد کې د تلپاتې سولې او هر اړخيز عدالت د استقرار په هيله