ښویالی محمد شفیق شرفزی |
ښوونه او روزنه د یوې ټولنې او هېواد د ملا د تیر حیثیت لري، او په وده او پرمختګ کې یې رغنده رول لري. په هره اندازه چې یوه ټولنه اګاه وي او د پوهې کچه یې لوړه وي په هم هغه مقدار یې ټولنه پرمختللې، او خلک یې هوسا او آرامه ژوند لري، یو بل ته په احترام قایل وي، مشر او کشر پکې مالوم وي، د معلم او متعلم حقوق پکې خوندي وي، په ټولنيز ژوند کې یو دبل همکار وي او یو د بل لاسنیوې پکې عام وي او بلاخره هرڅوک د خپل ژوند څخه خوند اخلي.
د ښوونې او روزنې پواسطه د انسان فکري، رواني، جسمي، اجتماعي او مسلکي غښتلتیاوې غوړېږي، مثبت بدلونونه پکې راځي او همداشان ښوونه او روزنه د نورو انسانانو او موجوداتو د حقوقو د تحقق او تامین لامل کېږي، چې په مټ یې انسان د بشپړ ویاړلي ژوند کچې ته رسېږي، فقر غربت او ناتوانایي محوه کوي او د جنډر په برخه کې هر جنس ته د خپلو حقوقو په ورکړه قایل دی د اسلامي مبارکو ارشاداتو نه نیولې تر ملي او بین المللي بشري حقوقو د اسنادو له مخې یې هر انسان ته خپل حق ورکړې.
ښوونه او روزنه دوه ځانګړې کلمې دي چې د مانا له مخې سره ډېرې نږدې او یو د بل لازم ا وملزوم دي. په لوستلو کې د ښوونې کلمه د روزنې څخه مخکې اخستل کېږي اما په عمل کې روزنه تر ښوونې د مخه ده. د مانا له مخې روزنه ډېر پراخه مفهوم لري او ښوونه یې جز دی. د لغوي مانا له مخې ښوونه یو چاته د پوهې هنر ور زده کولو ته وایي، او د روزنې مهمه د نده د انسان د مختلفو جوانبو یانی جمسي، فکري، اجتماعي، دیني، رواني اونور وده او اداره کول دي. نو ویلای شو چې ښوونه او روزنه د هغو تغیراتو، ودې او پرمختګ ته وایې، چې د انسان په جسمي، اجتماعي، رواني، تحقیقي، مفکورو او فني تکړه توبونو کې راوځي .
څرنګه چې د ښوونکي په مسلکي کېدو کې د ښوونې او روزنې پرنسیپونه او اساساتو پېژندنه مهم رول لري او اساسي هدف یې د یو په کار پوه ښوونکي روزل دي، نو د دې لپاره، چې دغه هدفونه مو لاس ته راوړي وي، ښه به داوې چې ګران زده کړیالان، چې راتلونکي ښوونکي دي، د ښوونې او روزنې په تمامه مانا پوه، او د ښوونځیو د سیستم او د تدریس د نورو لارو چارو سره اشنا شي .
د ګران هېواد افغانستان د اساسي قانون په دري څلوېښتمه ماده كي کښل شوي: زده كړه د هېواد د ټولو اتباعو حق ګڼل شوی او دولت يې په ټول افغانستان كي د متوازن معارف په عامولو مكلف كړی، خو له بده مرغه تر كومه ځايه چي ليدل كېږي د هېواد په اکثره سیمو کې د ښووني او روزني بهير ټكنې دی، په كيفي او كمي لحاظ د هېواد د ډېرو سيمو ښوونيز بهير د اندېښنې وړ دی. په ځانګړي ډول په هغه ساحو کې چې امنیتي تهدید لاندی دي.