خبرپاڼه
۱۳۹۴ د ثور ۲۹
د افغانستان د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوالې مجمعې په غونډه کې ګډون وکړ.
د پوهنې وزیر ښاغلی اسدالله حنیف بلخي د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په همدې موخه سویلي کوریا ته تللی. د ښوونې او روزنې لپاره د نړیوالې ټولنې دغه ناسته د ثور میاشتې په ۲۹ مه نیټه پرانیستل شوه او درې ورځې به دوام وکړي.
غونډه د چین د ولسمشر، د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي، د یونسکو د سازمان د عمومې مشرې او د قطر هیواد د لومړۍ میرمنې په ویناوو پیل شوه.
د ښوونې او روزنې لپاره ددغې نړیوالې ناستې موخه په غړو هیوادونو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د شویو پرمختګونو اوپه دغه لاره کې دموجودو ننګونو ارزونه او څیړنه ده.
د نړیوال بانک عمومي مشر چې د غونډې له ویناوالو څخه وو په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې رامنځ ته شوی پرمختګ د ستاینې وړ وباله او خوښي یې وښوده چې په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې دافغان زده کونکو شمیرله یو میلیون څخه ۸ میلیونو ته لوړ شوی، چې ۳۹ په سلو کې یې نجونې دي. نړیوال بانک په دې باور ده ، چې افغانستان د ښوونې او روزنې د ودې او پرمختیا له لارې په اقتصادي، سیاسي ، ټولنیزو ډګرونو او د سولې په برخه کې پرمختګ کولی شي .
د سویلي کوریا په مرکزکې د ښوونې او روزنې لپاره د دغې نړیوالې ناستې په ترڅ کې به د پوهنې دنړیوالې پراختیا لپاره د ۱۵ کلن هر اړخیزپلان اجنډا وړاندې شي او له غړو هیوادونو به په دغه برخه کې مشورې وغوښتل شي او سپارښتنې به وړاندې شي. پردې سربیره به له ۲۰۱۵ کال وروسته د ښوونیزانکشاف د هغه جوړیدونکي کنفرانس اجنډا هم وروستۍ شي، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې به د امریکا په نیویارک کې جوړ شي .
دغه رزا ددې غونډې په څنډه کې د افغانستان د پوهنې ښاغلي وزیر دسویلي آسیا لپاره د نړیوال بانک له رییسې مېرمن کیکو میوا، د پاکستان او بنګله دېش د پوهنې له وزیرانو او د تاجکستان د پوهنې وزارت له مرستیال سره جلاجلا کتلي او د سویلي آسیا هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان د پوهنیز نظام پر ودې او پیاوړتیا یې ورسره خبرې کړي دي.
د پلان شوي پروګرام له مخې به د هېواد د پوهنې محترم وزیر اسدالله حنیف بلخي ددې غونډې پر دویمه ورځ د ښوونې او رزونې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ګوردن براون، د هندوستان د بشري پراختیا له وزیر او د سویلي کوریا د پوهنې له وزیر سره هم وګوري، چې موخه یې د افغانستان د ښوونیز نظام د ملاتړ په برخه کې د یادو هېوادونو د مرستو را جلبول دي.
د پوهنې وزیر دکتور حنیف بلخي به د غونډې په درېیمه ورځ (۳۱ ثور) د یونسکو له عمومي مدیرې ایرینا بوکوا، په جنوبي کوریا کې د انګلستان له سفیر او د چین د پوهنې له وزیر سره رسمي لیدنې ولري، چې جزئیات به یې وروسته له هېوادوالو او رسنیو سره شریک شي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست