د روښانتیا

د بدلون لپاره فرهنګي بستر\وړاندي کوونکی: څېړندوی عبدالغفور لېوال/ ترتيبوونکی: سعيد شينواری\څلورمه\ وروستۍ برخه

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳

نېټه: ۱۳۹۳/۴/۲۲

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

زموږ د نه بدلېدو یو لوی لامل دا دی چې زموږ د ښوونې او روزنې میتودونه ډېر زاړه دي، دا باید نوي او له یوه سره موډرن شي که داسې نه شي نو دا یو بېل بحث غواړي او فرهنګي بدلون نه شي راتلای.

خو باید یادونه وکړم چې تر اوسه له موډرنیزم سره زموږ تعامل ډېر ارتجاعي او عقب مانده دی.

د بدلون لپاره دومره هلې ځلې څوک کوي؟

ما ډېر څه وویل، خو پوښتنه دا ده چې افراد خو دا کارونه نه شي کولای آخر به یې څوک کوي؟

نو نسخه یې دا ده چې د دې هر څه لپاره یو اصلاح غوښتونکی نهضت لازم دی او باید لاندې کارونه وکړي:

۱- تشخیص، یعنې منفي ټولنیز عادتونه او مثبت هغه سره بېلول.

۲- ټولنه باید پولرایز کړه شي، د استقطاب له لارې د مثبتې جاذبې په مرسته یې پام مثبتو ارزښتونو ته راواړول شي.

۳- پر ټاکلو میتودونو استوار او منظم پرلپسې شعوري کار وکړي ځکه خدای هم د هغه چا حال نه بدلوي چې خپله یې بدلول ونه غواړي.

۴- د بدلون له ګټو څخه د خلکو خبرول، یعنې په دې معنا چې تر کله خلک د مثبت ارزښت او مثبت قطب د ایجاد په ګټو خبر نه کړئ، نو یو ملګری به هم پیدا نه کړئ.

۵- له فرهنګي رښتینو ارزښتونو سره له ټکر څخه ځان ساتل، هوښیاري، احتیا‌ط، زغم او ګام پر ګام وړاندې تلل؛ امان الله خان د ریفورم په راوستو کې بېړه وکړه، خو ځان او وطن ته یې نقصان ورساوه.

۶- تحول او بدلون مو باید له معقولو لارو د خلکو د حساسیتونو په نظر کې نیولو سره رامنځته شي، ځکه انسان تغیر منونکی دی، خو په هره لاره نه، بلکې په آرام او خپل وخت د پوهې د رڼا په خپرېدو.

زما خبرې همدومره وې، په پای کې وایم چې فرهنګي زمینه د هر ډول ټولنیز، ملي، سیاسي او اقتصادي بدلون لپاره بستر دی او تر هغې چې دا بستر برابر نه شي نو کومه نتیجه نه شو ترلاسه کولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *