سید الرحمن هاشمي- د روان 1392 تعليمي کال د پيل له ورځو څخه تر ننه چې شاوخوا څه کم دوه مياشتې کېږي د خيبر پښتونخوا ايالات پېښور ته څېرمه د کوهاټ په ګمکول کيمپ کې د قومې رقابتونو په سر د افغانې زده کوونکو تحصيل په ټپه وﻻړ دى.

له کله نه چې د جهادي تنظيمونو په وخت کې په سيمه ییزو کمپونو کې ابتدايي ، متوسطې او لېسو شتون لاره او د جهادي تنظيمونو له رهبرانو لخوا يې بودېجه ورکول کېده هغه وخت په کوهاټ کې د حزب اسلامي (حکمتيار) د ګوند له خوا د طارق بن زياد لېسه وه چې د صبغت الله مجددي د واکمنۍ په مهال وتړل شوه.

له هغه راوروسته په کوهاټ کې د کمشنرۍ لخوا يو منځنى ښوونځى و، چې د مجاهدينو د برې وروسته دغه ښوونځى په لېسې بدل شو. نوموړې لېسه چې اوس د امام ابوحنيفه عالي لېسې په نوم يادېږي تر ننه پورې يې ډېرې ستونزې وګاللې له ډېرو مشکلاتو سره يې خپل سفري يون وغزاوه. نوموړې لېسه کله د کمشنرۍ او کله شخصي لګښتونو باندې وچلېده او همدا اوس هم د زده کوونکو په مالي ملاتړ اباده ده، چې د ښوونکو مياشتنۍ معاش پوره کوي.

د تاسف ځاى دلته دى چې راوان کال ځينې قومي رقابتو له وجې چې د لېسې هېڅ قسم مالي ملاتړ نه لري هېڅ په هېڅ له يو بل سره د لېسې په سر اوښتې دي ،چې د زده کوونکو تعليم او تربييه يې صرف ته ضرب کړې ده .

دغې کړکېچنې موضوع ته سيمه يز علماء کرام هم دخيل شول ؛خو څه پايله يې ونه مونده د افغانستان دولت په پېښور کې لوې کونسلګرۍ د اتش معارف ريس هدايت غني هم راودانگل د يو هيئت د راليږلو سره يې ددې لانجې د حلولو لپاره له قومونو مشرانو سره وکتل خو لا تر اوسه يې څه نتيجه نه ده وکړې. هيئت يوازې دومره وکړل چې د مسئلې حل يې مشاورتې شورا ته پرېښود څو دوى پرېکړه وکړي ؛ خو مشاورتې شورا پرون او بيګا ناوخته پورې له قومونو سره د لوى بحث مباحثې وروسته دې ته راضي کړل چې هېڅوک به د لېسې په چارو کې ګوتې نه وهي څو د اتش معارف په خپل خوښه د لېسې لپاره مدير او ښوونکي مقرر کړي.

دا به راتلونکي ته ګورو چې دا موضوع به څنګه او په څه ډول د پاى ټکى ومومي . دا چې ښوونه او روزنه څه شى دى د ا يوه لويه موضوع ده او پرمختللي قومونه پرې پوهېږي په افغانستان کې تعليمي سويه 44% سلنه ده. او نور هېوادونه ،چې زموږ څخه يې فيصدې تر ډېره حده لوړه ده ددې لامل څه کېداى شي ځواب يې له چا پټ نه دى.

ښوونه او روزنه دوه بېل بېل څيزونو دي، چې يو يې ښوونه او بل يې روزنه ده . روزنه او پالنه لومړۍ ده. يانې لومړى پالنه بيا روزنه، چې دواړه د څارنې لاندې روان ساتل كيږي. ښوونه د ښوونکي وظيفه ده، چې په ښوونځي او ټولنه کې د نصاب او اړتيا مطابق اسباب شاگردانو ته وړاندې كيږي.

ښه روزنه، ښه عادات، ښه خوى، ښه اخلاق او انسانيت په خپله سمه مانا يادول د مور و پلار کار دى؛ ځکه ماشوم شپږ ساعته په ښوونځي کې او نوره ټوله ورځ له کورنۍ سره وي. زه له خپلې ټولنې څخه په دې ګيله من يم، چې کورنۍ د ماشوم په راتلونکي کې ولې بې غوره ده او د خپل ماشوم اينده نه شي انتخابولى. ولې خپل ماشوم يې داسې لالهاندى او کړکېچ ته وړاندې کړى.

څه کم دوه مياشتې يې اولادونه په کورونو کې ناست او يا له بې لارو خلکو او کوڅو کې لګيا وي هېڅ فکر او سوچ ورسره نشته. په اوسني حالا تو کې چې ګاونډي هېوادونو کې افغانان هستوګن دي او بيا هم په تعليمي ډکر کې يې حالات تر دې بريده رسيدلي دي څه فکر لرئ ، چې هېواد به مو څه پرمختګ وکړي . الله دې وکړې چې زموږ ټولنه له داسې بدمرغيو څخه وژغورل شي. څو د يو هوسا، نيکمرغه او خپلواک ژوند څښتنان شو. امين

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *