لیکوال:امام غزالي(رح)

مخکې بحثونو کې مو عرض وکړ، چې د اخلاقو حسن د عقل، کمال او حکمت د قوو په اعتدال، د شهوت او غضب د قوو په اعتدال او د هغو فرمانبرداري له عقل او شرع څخه په عواملو پورې اړه لري، دا ډول اعتدالونه په دوه ډوله ترلاسه کېدای شي، لومړی د الله تعالی په لطف او مرحمت او فطري کمال په هغه ترتيب سره چې انسان په کامل عقل او حسن او اخلاقو دنيا ته سترګې پرانيزي او د غضب او شهوت له شر او غلبې څخه خاطر جمع او په امن کې وي او دا دوه قواوې په اعتدال او معتدل ډول دشرعې او عقل په صورت کې په هغه کې هست شوې دي، نو ځکه پرته د نورو له تعليم څخه عالم وي او د نورو د ښوونې او روزنې څخه مؤدب وي، لکه حضـرت عيسی عليه السلام، يحيی عليه السلام او داسې نور پيغمبران عليهم السلام.

داسې هم ممکن وي، چې د انسان په طبيعت او فطرت کې استعداد موجود وي، چې وروسته د کسب او ترلاسه کولو په ذريعه پرمختګ وکړي.

ځېنې داسې ماشومان شته، چې له ابتداء سخي، باجرئته، رښتونی او خوږ خوی لري، مګر داسې ماشومان هم شته، چې په اصل کې يې خلقت داسې نه وي او د دې ډول نعمت لرونکي نه وي، خو بيا هم له نورو سره په ورځني ژوند او ښوونې او روزنې له لارې د ښه حسن او اخلاقو خاوند کېدای شي.

دويمه طريقه: د حسن او اخلاقو ترلاسه کول د مجاهدت، هڅې او رياضت له لارې ترلاسه کېدای شي، چې د دغه ډول اخلاقو د ترلاسه کولو لپاره نفس دې ته اړ ايستل کېږي، ترڅو هغه اعمال ترسره کړي، چې دغه ډول حسن او اخلاق ترلاسه کړای شي، مثلا که څوک وغواړي چې په خپل خوی او خواصو کې سخا ولري او دغه صفت ترلاسه کړي، بايد د جود او سخاوت افعال په خپل وجود کې تمرين کړي، ترڅو له هغه سره عادت شي، يعنې د خپل مال يوه برخه نورو ته وښيي او تل خپل ځان مجاهدت او کوښښ ته تحريک کړي، ترڅو دغه ډول اعمال د هغه طبيعت وګرځي او په نظر کې يې د هغو ترسره کول ډېر آسان وبرېښي، ترڅو په آخر کې په جود او سخاوتمندۍ باندې تبديل شي.

په همدې ډول هغه څوک چې غواړي د تواضع پر خوی متخلق شي، دغه خوی ته د رسېدو لار داده:

بايد هڅه وکړي، چې د ډېرې مودې لپاره متواضع اعمال ترسره کړي، په دغه لار کې ډېرې ستونزې بايد وزغمي او تمرين کړي، تر هغه چې د ده پر خوی او خواصو واوړي او د دغه اعمالو ترسره کېدل ورته اسان څرګند شي، ټول هغه ډول اخلاق چې د منلو او تاييد وړ ګرځېدلی، په همدې شکل سره ترلاسه شوې دي، چې شخص د هغو په ترسره کولو سره د خوښۍ احساس کوي او پايله يې دا ده، چې سخي سړی د خپل د مال د يوې برخې په سخاوت سره د خوښۍ احساس ترڅنګ لذت هم وړي او هغه څوک چې د خپل مال په ورکولو او سخاوت کې له کراهت او نارضايتۍ څخه کار اخلي، نوموړی سخي نه دی او متواضع کس هغه څوک دی، چې له تواضع څخه خوند او لذت يوسي.

اخلاق هغه وخت په يو انسان کې ثابت، استواره او راسخ پاتې کېږي، چې نفس يې په ټول اعمالو کې د نېکو اخلاقو سره خوی ونيسي او بد، زشت افعال لري او پرېږدي، د نېکو اعمالو په ترسره کولو کې له شوق او ذوق څخه کار واخلي او له هغه څخه مواظبت او ساتنه وکړي، داسې چې د بدو او زشتو افعالو پر وړاندې خپل نفرت څرګند کړي.

څرنګه چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي:

ژباړه: زما د سترګو روڼوالی په لمونځ کې دی.

ترڅو پورې چې د ګناه ترک کول او د عبادت شروع کول او نېک اعمال له کراهت او نارضايتۍ سره جوړوي، په دې معناوې چې باطني نقصان به موجود وي او د دې ډول اشخاصو دا اعمال نه شي کولای، دوی ته د سعادت او نېکمرغۍ وړ وګرځي، ولې په هر حال د دغو اعمالو مواظبت او ساتنه او د بدو اعمالو ترک بهتر دی، په دې برخه کې الله پاک فرمايلي دي:

[وَاِنَّهَا لَكَبِيْرَةٌ اِلَّا عَلَي الْخٰشِعِيْنَO](البقره سورت،۴۵ ايت).

ژباړه: په دې کې شک نه شته، چې لمونځ يو ډېر سخت کار دی، خو هغه امر منونکو بنده ګانو ته سخت کار نه دی.

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي، د الله تعالی عبادت د زړه په رضايت سره وکړئ او که چېرته دا کار نه شئ کولای، نو د هغو پر وړاندې له صبر او استقامت څخه کار واخلئ، ځکه په دغه ډول اعمالو کې خير نغښتی دی، بايد يادونه وکړو، چې سعادت او نېکمرغۍ ميل، پاملرنه او علاقمندي چې د عبادت له لارې د ګناهونو او مصيبتونو د ترکولو لپاره ځېنې وختونو کې وي او ځېنې وختونه کې نه وي، بشپړوونکی نه وي، بلکې لازمه ده، چې دغه علاقمندي بايد د ژوندانه په ټولو چارو کې وي او تلپاتې وي.

هرڅومره چې د انسان عمر اوږد وي، بايد په هماغه اندازه دې د هغه د اعمالو فضيلت واضح ښکاره او څرګندوي، همدا دليل دی، چې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه په دغه برخه کې پوښتنه وشوه او مبارک داسې ځواب ورکړ: سعادت او نېکمرغي عبارت له هغه عمر څخه دی، چې انسان يې د الله تعالی په اطاعت او عبادت کې تېروي، له همدې وجې انبياوو او اولياوو کرامو له مرګ څخه د نفرت احساس درلود، ځکه دا دنيا يې د آخرت لپاره د کرلو ځای ګاڼه، کله چې د انسان عمر  اوږد شي، عبادت يې هم زياتېږي، نفس يې پاکېږي او اخلاق يې نور هم بشپړېږي.

مقصد له عبادت څخه دا دي: چې پر زړه اغېزه ولري او دغه اغېزه د دې باعث شي، چې په زړه کې عبادات زيات شي او هدف د دې ډول اخلاقو څخه د ادی، چې د هغو په ذريعه د دې دنيا مينه او خوږلني له نفس څخه پرې شي او د الله تعالی خوږلني يې ځای ونيسي، داسې چې هيڅ شی د هغو په نظر پرته له الله تعالی ورته عزيز نه وي او خپل مال او شته په هغه لاره کې ولګوي، چې وصلت يې الله تعالی ته شوی وي.

غضب او شهوت يې مطيع وي او پرته د الله تعالی له لارې څخه يې په بل څه کې ونه کاروي او دا هغه لاره ده، چې د انسان له خوا د عقل او شرعې د ميزان له لارې ټاکل کېږي، نو په دې اساس هغه شخص چې په نېکو اخلاقو خلق شوی وي، وروسته د نېکو او ښو اعمالو له ترسره کېدو څخه د خوښۍ احساس کوي او ددې ډول اعمالو په ترسره کېدو لذت وړي، داسې نتيجه اخېستل کېږي، چې لمونځ موجب د سترګو د روښنايي ګرځي او عبادت د لذت موجب ګرځي.

دا بايد لرې ونه ګڼو، چې عادت د انسان په نفس کې د ډېرو عجايبو باعث ګرځي، چې ډېر مهم او ارزښتناک وي، لکه موږ داسې شتمن انسان وينو، چې تل په غم او اندوه کې وي، له بلې خوا يو قمارباز وينو، چې د خپلې پېشې او عادت له مخې خپلو اعمالو ته ډېر خوشاله وي او خوند ترې اخلي، مګر مفلس وي دی په دې فکر کې وي، چې دا ټول انسانان پرته له قمار څخه ولې خوشاله وي، بايد دد دغو اعمالو په شتون سره خوښي وکړي، حال دا چې هغه د همدغه قمار له لارې خپل ټول شته او مالونه له لاسه ورکړې وي او مفلسۍ حالت ته رسېدلی وي.

په همدې ډول يو کوترباز هم د ورځې په اوږدو کې د لمر په تودو وړانګو او پلوشو کې په دوو پښو ولاړ وي، ولې د هيڅ ډول ستونزې احساس نه کوي، دی د خپلو کوترو د الوځولو، وزرو ښورولو او حلقه يا ګرد کېدلو څخه پوره خوند اخلي او يو بد کار سړی کله چې د خپلو بدو اعمالو ترسره کېدو وروسته  شکنجه ويني، لکه حبس، وهل او داسې نور بيا هم ډېر په وياړ خوشحاله وي او له دغو اعمالو څخه خوند اخلي، که چېرته د اعدام حکم هم پرې وشي، په ډېر وياړ سره هغه مني او خاندي او په ډېر وياړ او مغرورتيا سره دا څرګندوي چې دی کولای شي د دغه ډول اعمالو د ترسراوي پر وړاندې ثابت دی او هيڅ خواشينی نه څرګندوي، په همدې ډول که چېرته دغه ډول کسان له خپل وجود څخه بند – بند جلا هم شي، ځانته دا کار وياړ ګڼي او د خپلې ګناه پر وړاندې اقرار نه کوي، د شکنجو پر وړاندې مقاومت کوي، دغه ډول تکليف او ځورول زغمي او تېروي، چې دا کار د خپل د افتخار او کمال يوه نښه ګڼي، داسې چې د خپلې مېړانې او شجاعت تصورات له دې لارې څرګندوي، که څه هم دغه ډول شکنجې د عذاب وړ وي، خو دوی ته د هوساينې موجب وي او هغه د ځان لپاره وياړ ګڼي.

په ژوندانه کې د انسان د بدترينو وضعيتونو څخه يو هم د مخنث وضعيت دی، ځکه دا هغه ډول پست او ناروا وضعيت دی، چې يو شخص د اعمالو له وجې لکه د جامو، وېښتانو او نورو برخو له پلوه خپل ځان ښځو ته ورته کړي او يا د ښځو په ډول خبرې او اختلاط وکړي، چې د خپلې دغې کړنې پر اساس ډېر وياړ هم کوي او راضي څرګندېږي.

پر همدې ډول داسې نور اشخاص هم په ټولنه کې ژوند کوي، چې ناوړه اعمال ترسره کوي او د دغو اعمالو په ترسره کېدو سره د خپلو خپلوانو پر وړاندې په ډېر وياړ سره ژوند تېروي، چې د دغو اعمالو پايله د يو کار ترسره کېدل په یو نواخت او په يو ډول باندې وي، داسې چې په عادت يې بدل شي او نفس هغه سره د اعتياد او مبتلا کېدو له لارې له هغه څخه لذت وړي او د خرابو اعمالو خواته ميلان او توجه ورګرځوي.

داسې ويلای شو، چې په ټولنه کې د حق او ښو کارونو پر وړاندې هم داسې اعمال شته، چې ځېنې کسان يې د اعتبار له لارې دغو کارونو ته علاقمندي ښيي، د دې ترڅنګ د انسان تمايل د خرابو او بدو اعمالو پر وړاندې يو غير طبيعي تمايل دی، لکه ځېنې ماشومان چې په خاورو خوړلو باندې عادت اخلي، ولې د انسان ميل د حکمت، دوستۍ، د الله تعالی د پېژندنې او عبادت هم لکه د انسان ميل چې خوړو او څښلو ته وي دی، چې د انسان د زړه او طبيعت په تقاضا ترسره کېږي، ځکه زړه يو روحي او له مادې څخه جدا دی او ميل يې د شهوت او شهواني تقاضاوته يو غريب او د طبيعت خلاف امر دی، ځکه د زړه اصلي او اساسي غذا يې حکمت، حب او د الله تعالی معرفت او پېژندنه ده.

ولې ځېنې وختونه د هغه ناروغۍ له کبله چې زړه ته ورپېښېږي، له خپل طبيعي حالت څخه اوړي او تحول مومي، لکه يو ناروغ شخص د خوړو او څښلو پر وړاندې بې اشتهايي ولري، که څه هم دغه خواړه د ده د ژوند ټينګېدلو لپاره ضرور وي، نو داسې ويلای شو، چې هغه زړه چې پرته د الله تعالی له دوستۍ څخه نورو دوستيو ته علاقمندي ښکاره کړي، هغه د يو مريض او ناروغ زړه په ډول شمېرل کېږي، مګر په هغه صورت کې نورو شيانو ته علاقمندي ښودل جايز دي، چې مقصد يې له دې لارې له هغه سره د الله تعالی او د الهي دين د دوستۍ لپاره مرسته وکړي.

له پورته مطالبو څخه دا څرګنده شوه، چې د ښو او جميله اخلاقو ترلاسه کول او کسبول، چې د انسان د افعالو له لارې ترلاسه کېږي، د ميل او رغبت له  لارې امکان لري، دا هم د زړه او د بدن نورو برخو عجيب علايق دي، چې په بل عبارت د روح او جسم ترمنځ وي.

ځکه هر هغه صفت چې زړه ته ورسېږي، اغېزې او تاثيرات يې د بدن پر نورو برخو هم ظاهرېږي او د بدن نور غړي هم د هغو مطابق عمل ترسره کوي، په همدې ډول هر هغه فعل چې د بدن نور غړي يې ترسره کوي اثرات يې زړه ته لوېږي، دغه د زړه او د بدن د نورو غړو اړيکې کولای شو په نورو مثالونو کې هم واضح کړو، لکه يو څوک غواړي يو ښه او ماهر خطاط شي، په لومړۍ برخه کې دې بايد دا زده کړي، چې څه ډول د لاس سامان آلات په لاس کې ونيسي، ترڅو يو ماهر خطاط شي، وروسته بايد دا هڅه وکړي، چې د يو ماهر خطاط له خط څخه تقليد وکړي، پر دې اساس وروسته له ډېر زيار او زحمت څخه د ده خط له خطاط سره ورته کېږي، بيا هم بايد خپل مشق او تمرين ته ادامه ورکړي، ترڅو هغه ته دغه صفت عادت شي، وروسته له هغه کولای شي، په ډېرې آسانۍ او طبيعي ډول سره د هغه ډول خط څښتن شي، چې هغه ډول خط چې ده د زيار او زحمت له لارې ليکلی او د هغه خط ترمنځ چې د ده د استعداد څخه زېږېدلی توپير موجود نه وي، ولې دومره توپير موجود دی، چې لومړی خط د زيار او زحمت له لارې ليکل شوی او اغېزې يې پر زړه باندې شوې دي او زړه ته رسېدلي دي او په هغه کې يې يو ډول کيفيت رامنځته کړی، چې تاثيرات او اغېزې يې د بدن پر نورو غړو شوي او د دې باعث شوی، چې دی وکولای شي د استعداد مطابق خط وليکي او پرته له تکليفه يو ښه خط وي.

پر همدې ډول هر هغه څوک چې غواړي حليم او متواضع شي، بايد د دغو افعالو د ترسره کېدونکو اشخاصو مشق او تمرين وکړي او دا ډول خوی او خواص دې د زيار په ايستلو سره ترلاسه کړي، ترڅو ده ته د يوې طبيعي خبرې په ډول څرګند شي، د دې کار لپاره بايد يو قوي طرز او روش څخه کار واخېستل شي، البته دا هغه ډول تکليف نه دی، چې د يوې ورځې په رياضت او زحمت ترلاسه شي او د يو وار ترک کولو له لارې د هغه نتيجه بې بهرې يا بې حاصله پاتې شي، نو له همدې امله ويلای شو، چې د يوې کبيرې ګناه په ترسره کولو سره يا د يوې کبيرې ګناه موجب د ټول عمر بدبختي وي، منتها د دې کار ترسره کېدل که په يو وار سره هم وي، د دې کار ترسره کېدل که په يو وار سره هم وي د دې باعث ګرځي، ترڅو د شخص پر عادت بدل شي او بيا يې ترسره کړي او نفس يې له تنبلۍ سره عادت کوي او د تحصيل او حاصلولو يا ترلاسه کولو عادت پرېږدي.

صغيره ګناوې که څه هم اصلاً ناچيزې او د زيات اهميت وړ نه دي، مګر د هغو په تکرار سره ورو – ورو انسان کبيره ګناهونو ته پاملرنه کوي، د دغو ډول تباه کېدو له لارې د انسان اصلي ايمان او رښتياني او واقعي سعادت له منځه ځي.

له بل پلوه د يو ښه کار تر سره کېدل په يو وار سره د انسان د نفس په تزکيه کې دومره ښه تاثيرات نه لري، ولې انسان بايد هغه بې ګټې ونه ګڼي، ځکه د دغو کوچنيو کارونو يو ځای کېدل هر يو په خپل وار سره د اغېزې وړ دي، مګر پټ او پوښلي، که چېرته د دغو اعمالو له جملې څخه يو عمل له اغېزې خلاص وي، دا يو طبيعي امر دی، چې له ثوابه به هم خلاص وي، ځکه ثواب د اغېزې او اثر پر وړاندې ورکول کېږي، ګناه هم په همدې ډول ده، که چېرته انسان يوه صغيره ګناه ناچيز او بې شمېره وګڼي او يوه پر بلې پسې تکرار کړي، نفس يې هم توبه لرې غورځوي او شاته يې اچوي، داسې چې د توبې په کولو کې هم تاخير رامنځته کوي، ترڅو چې مرګ د هغه خواته راودانګي، ګناهونه يې متراکم، تيت او پاشان وي، ترهغه چې د توبې کولو لپاره هم ستونزې ورته پيدا کېږي، ځکه وړه ګناه لويې ګناه ته لاره هواروي، چې په نتيجه کې زړه د شهوت په زنځيرونو باندې تړل کېږي، داسې چې د هغو له منګولو څخه ځان نه شي خلاصولای او د توبې د دروازې د تړلو مقصد په دې آيت کې داسې واضح شوی دی:

[وَجَعَلْنَا مِنْ بَيْنِ اَيْدِيْهِمْ سَدًّا وَّمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا](يس سورت،۹ ايت)

ژباړه: او موږ يو دېوال د هغه په منځ کې درولی دی او يو دېوال د هغو ترشا، موږ د هغوی سترګې پوښلې دي، هغوی اوس هيڅ نه ويني.

له دې وجې حضرت علي رضي الله عنه ويلي: ايمان د انسان په زړه کې لکه د يو سپين ټکي په ډول دی، هر څومره چې ايمان زيات شي، د هغه سپينوالی هم زياتېږي، کله کله ايمان په زړه کې لکه د يو تور ټکي په څېر شي، هر څومره چې نفاق ډېرېږي توروالی يې زياتېږي، ترهغه پورې چې ټول زړه تور اوړوي.

له تېرو بحثونو نه مو زده کړل، چې نېک اخلاق کله په طبيعي ډول او کله هم د کتنې له لارې د نورو اشخاصو اعمال ته په کتو سره او هم د نېکو اشخاصو د صحبت کولو له لارې ترلاسه کېږي.

ځکه طبيعت د انسان شر او خير له يو بله اقتباسوي، هر هغه څوک چې دا درې جوانبه چې پورته يې تذکر وړاندې شو، په خپل ځان کې ولري، نوموړی شخص د طبيعي، عادت کولو او تعليم له لارې د فاضل او عالم په نامه يادېږي، هر هغه څوک چې طبيعتا رذيل او پست وي او سر و کار يې له بدو همنشينانو سره وي او له هغوی څخه زده کړه ترلاسه کړي، د شر او بدو اسباب ورته چمتو او تياروي داسې چې پر هغو عادت شي، دغه ډول کسان له الله تعالی څخه لرې وي.

دغه ډول اشخاص په دوو نقطو کې يو د بل پر وړاندې شتون لري او هر هغه څوک چې د بدۍ او نېکۍ اعمال او شرايط د هغو په زړونو کې راټول شوې نه وي، د دغو دوو اشخاصو ترمنځ شتون لري، نو پر دې اساس هر شخص خپل صفت او حالت په تناسب د خپل خدای پر وړاندې د يوې درجې درلودونکی دی، که چېرته څوک کوچنی نېک عمل يا بد عمل ترسره  کوي، د هغو پاداش او مکافات، سزا او اعمال به يې ويني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *