احسان الله ارینزی
له څو ورځو راهیسې د افغانانو په ټولنیزو پاڼو او ځینو رسنیو کې داسې تبلیغات روان دي چې ګواګۍ په ارګ کې ځینې کړۍ یا کسان، د ګمارنې په وخت کې له ځینو ښځمنو څخه جنسي غوښتنې لري او که داسې وشي بیا دا ښځې په لوړو څوکیو ټاکل کېږي او که نه هېڅ!
له بده مرغه چې په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې یو ډېر بد کلتور وده کړې او هغه دا چې کله یو څوک په غوړ دولتي منصب کې وي او لنډې پاچایي چلوي؛ د دولت درنه وايي او د نورو سپکه؛ خو چې کله همدا ذوات له دندو لري شول او یا سمه دنده ورته ونه رسیده، بیا اتومات د ارګ او دولت په سپکو سر شي او خپله او د اپوزیسیون (!) درنه وایي!
په دې کې هم هېڅ شک نشته چېرته چې بې له کورنیو ظرفیتونو او فکري تیاریو څخه، د راتلونکو ستراتیژیکو سترو ګټو له پاره لویدیځواله ولسواکي په زور تحمیل کېږي، هلته د مافیا، ټوپکیانو، مخدره موادو، وسلو، فواحشو او بیساري اداري او اخلاقي فساد زړي کرل کېږي چې د ټولنې دودیز بنسټونه ونړوي او د (نوي فکر) پلویانو ته د یون لار پرانستل شي؛ خو دا کوم تور چې په ارګ لګېدلی، له پاسني چوکاټ څخه د باندې او په ټوله مانا یو سیاسي انتخاباتي تبلیغاتي تور دی چې د قانون د تنفیظ ادارې یې باید جدي ونیسي او د افغانستان ډېرو پاک لمنو مېرمنو ته د پېښیدونکو کړاوونو او ستونزو مخه ونیسي.
د افغانستان د معاصر تاریخ ځینې پیښې د هغه جګړې یادونه کړې چې د اعلحضرت غازي امیر امان الله خان له وخته تر دې دمه د رڼا او تیارې، مدنیت او جهالت او نوي ژوند او زاړه فکر تر مینځ روانه ده او تر اوسه یې د لکونو هېوادپالو هیلې او ارمانونه خاورې کړي دي.
امان الله خان د ډېرو هېوادپاله کارونو تر څنګ، د خپلی کورنی، ټبر او روحانیونو دولتي امکانات لغو کړل او امر یې وکړ چې دا امکانات باید هغه سرتېرو ته ورکړل شي چې د وطن پولې، خپلواکي او د خلکو سر، مال او عزت ساتي؛ خو هغه کسانو چې امتیازات یې لغو شوي وو، د انګلیسانو په مرسته د ګوډ ملا او داسې نورو تورو څېرو په لارښوونه، په غازي پاچا او د هغه په مېرمن د کفر ټاپه ولګوله او هغوی د هېواد پرېښودو ته یې اړ کړل!
اوس چې ګورو په دولت او نظام کې د ننه داسې کسان ډېر شوي چې د خپلو شخصي، تنظیمي، ژبنیو، قومي او سمتي ګټو له پاره، د افغانستان په سترو ملي ګټو اور پورې کوي او کټ مټ په همغه لار روان دي چې ګاونډیو استخباراتو او د هغوي وسله والو لاسپوڅو جوړه کړې او هغه د افغانستان د ورانولو او محو کولو لار ده!
عجیبه دا ده چې دا ځلې د افغانستان د نظام او د حاکمیت د مرکزي ټکي یا ارګ په ضد، دا غږ د ګوډ ملا ډوله خلکو له خوا نه؛ بلکه د یو شمېر داسې کسانو څخه اورېدل کېږي چې ظاهراْ معاصر انسانان ښکاري؛ خو په باطن کې له پردیو استخباراتو سره په یو لار روان دي او د خپلو خلکو په هستیو اور پوری کوي.
دا راز تورونه په ښکاره، د افغانستان د ګټو او ښځمنو په ضد هغه استخباراتي تبلیغات دي چې له یو شمېر رټل شوو او ذلیلو خولو څخه راوځي او په اوسنیو شرایطو کې د زهرو حیثیت لري او بس!