د طالبانو له پرزیدو وروسته، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې او بهرنیو ځواکونو له راتګ سره سم، د نورو پرمختیايي پروژو تر څنګ د ښځو د حقونو او د ښځو د پیاوړتیا په نامه ګڼ شمیر بهرنیو او افغاني نادولتي ادارو او مؤسسو کار پیل کړ. سفارتونو د خپلو مرستو د پام وړ برخه د ښځو د وضعیت ښه کولو ته ځانګړې کړه.
د ښاغلي حامد کرزي د پاچاهۍ په ۱۳ کلنه دوره کې د ښځو لپاره د قدر وړ کارونه وشول، چې ډیری یې د زده کړې او روغتیا په برخه کې وو. د دې کارونو لویه برخه د بهرنیو مالي مرستو له برکته وه. خو پدې لړ کې د ښځو ونډه څومره وه؟ ایا د ښځو ریښتیني حقونو ته پکې پوره پام وشو؟ ایا د هیواد محرومو ښځو ته پکې ګټه ورسیده؟ او ایا د ښځو د حقونو په نامه مرستې یواځې د ښځو د وضعیت د غوره والي په موخه ولګیدې که شخصي جیبونو ته لاړې؟ دا او ځینې نورې پوښتنې لام هم شته، چې د نظر خاوندان او فعالان یې اندیښمن کړي.
د لندن له کنفرانسه یې درواخله، د افغانستان د مدني ټولنو په استازیتوب ۴۵ تنه ورته ټاکل شوي وه، چې پکې ښځې هم دي. د دې استازو په اړه مشهوره ده، چې هر یوه تر پنځه، شپږ زره امریکايي ډالرو لګولې، څو په ټاکنو کې بریالی شي. له دې هاخوا د نوموړو له فیس بوکي فعالیتونو څرګندیده، چې لندن ته د کنفرانس لپاره نه، بلکې د چکر او مزو لپاه تللي. دا هم انګیرل کیږي، چې د یادو استازو یو شمیر یې د انګلستان حکومت ته د پناه اخیستلو وړاندیز کړی. کیدای شي دا استازي به فکر کوي، چې د افغانستان ټولنې ته یې ډیر کار وکړ، اوس نو د انګلستان د مدنې ټولنې جوړولو وخت راغلی!
د ښځو په اړه خاصه خبره کوم، له تیرو ۱۳ کلونو راهیسې، محدودې او تکراري څیرې په هیواد د ننه او بهر کنفرانسونو کې د افغانو ښځو استازیتوب کوي. نورې ښځې د استازیتوب جوګه ندي که موکه نه ورکول کیږي؟
د ارګ له غونډو رانیولې، د سفارتونو تر ځانګړو او پټو مجلسونو او بیا د لویدیځو هیوادونو له مشرانو سره تر ناستو پورې، ټولو کې د ښځو یوه خاصه ډله حاضره وي، چې د ټولو افغان میرمنو د استازیتوب دعوا کوي.
دې چارې دوه اندیښنې راپورته کړي. له یوې خوا د محدودو ښځو فعالیت له نورو ښځو، په ځانګړي ډول ځوانانو، د ودې او پرمختګ موکه اخلي. له بل پلوه د ښځو ستونزې د وخت په تیریدو بدلیږي او د ښځو له مینځه وخت په وخت د داسې کسانو د ټاکل کیدو غوښتنه کوي، چې د ښځو له اصلي ستونزو پوره خبرې وي او د هیواد د محرومو ښځو، چې ډیری یې په کلو او بانډو کې اوسیږي، په ګډون د ټولو ښځو سم استازیتوب وکړی شي، نه دا، چې یواځې د ښاري ښځو ستونزې مطرح او د حل لارې یې ولټوي.
د پورتني حالت لامل دا ښودل کیږي، چې د ښځو فعالان د دې په ځای، چې د عامو ښځو او یا د ښځو د ټولنو له لوري په رڼه بڼه وټاکل شي، ډیری یې له سفارتونو او بهرنیو مؤسسو سره د نږدې تړاو او اړیکو له مخې ټاکل کیږي. دا ډول استازي د افغانو ښځو د اصلي ستونزو د مطرح کولو او د اسلام او افغاني دود په رڼا کې یې د حل لارو لټولو په ځای هغه څه وايي او کوي، چې سفارتونه یې ترې غواړي او بهرني هیوادونه پرې خوشالیږي، که څه هم کله کله له اسلامي لارښوونو سره ښکاره ټکر کې وي.
– مدثر اسلامي کابل میشتی لیکوال او ټولنیز فعال دی.