مطبوعاتي اعلامیه
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه ټولو افغان مېرمنو ته دښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وایي. افغان مېرمنو د بې وزلي، بې سوادي، جګړو او ګڼو نورو ناخوالو له امله ګڼې ستونزې او کړاونه ګاللي او لا یې هم ګالي.
افغان مېرمنو د جګړو په کلونو کې په بې کورۍ او جلاوطنۍ سربېره اولادونه، وروڼه، پلرونه او د کورنۍ ګڼ نور غړي له لاسه ورکړي. افغان مېرمنو نه یوازې د دوی په غم او ویر ژړېدلي، بلکې ګڼو مېرمنو د خپلو کورنیو او اولادونو د پالنې دروند بار او پېټی هم په یوازې ځان پورته کړی دی .
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه افغان مېرمنو ته له اوسمهالو ستونزو او کړاونو څخه د خوندي ارام، هوسا او سوکاله ژوند هیله او دعا کوي. له همدې امله یې کورنیو، د ښځو چارو وزارت، حکومت، مدني فعالانو او نړیوالې ټولنې ته سپارښتنه داده چې د افغان مېرمنو ستونزې او اړتیاوې دې درک کړي. د ژوند، روغتیا، زده کړې او نورې اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي، د هغوی وړتیاوې دې وروزي، څو افغان مېرمنې د خپلې پوهې، وړتیا او مهارتونو پر مټ خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.
د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه د هېواد د ۲۴ ولایتونو او بهر میشتو افغانانو د ۳۰۰ آزادو او ناپيېلو کلتوري ټولنو چتري سازمان دی چې له تېرو اتو کالو راهیسې د افغانانو د کلتوري ـ ټولنیزو ستونزو د څېړلو، د هغو د سببونو موندلو او ورته د عملي او علمي حل لارو پیدا کولوپه برخه کې کار کوي.