سبا دي ورځ ده!
ای د اولاد په غم کې ډوبې
سبا دي ورځ ده!
ای بې مزده مزدورې
سبا دي ورځ ده!
ای د دنیا له څلورو کونجو ناخبرې
سبا دي ورځ ده!
ای د اوښکو چینې!
سبا دي ورځ ده!
ای مورې، خورې
سبا دي ورځ ده!
ای د نړۍ لمړۍ ښوونکې!
سبا دي ورځ ده!
سبا زما او ستا ورځ ده
زما اوستا ورځ دي ما او تاته مبارک وي

مرسل احمدزۍ

One thought on “د ښځو د ورځې په مناسبت د مرسل احمدزۍ شعر”
  1. دير ښايسته شعر مننه ٌ په خداي قسم چي د شعر په لوستلو مې سترګي همدا اوس له اوښكو ډكي دى لعنت دى وي په بي غيرته افغانانو چې ځانوته باتوران وايي او د خپلو مورګانو ښځو او خويندو سره په ديره بي رحمي ناوړه او غير انساني چلند كوى او لعنت د
    وى پر افراطيانو چې زموږ ښكلې هيواد يي وران كړ او موږ يي د پرديو محتاج كړلو
    حاجي شيرمحمد

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *