د مارچ له پنځمې په دولتي ادارو کې د ښځو د نړیوالې ورځې په پلمه مراسم روان دي ، سرې برګې په کې ناستې دي.

نړۍ دغه ورځ د مارچ په اتمه نمانځي خو افغان چارواکي چې د ډیموکراسۍ په تمثیل کې ځان تر نړیوالو هم مخکې بولي دغه ورځ له خپلې ټاکلې ورځې وړاندې وروسته نمانځي.

زه په دې نه یم چې ولې د ښځو ورځ لمانځل کېږي همدا ښځه ده چې د انساني نسل د پایښت لپاره مبارزه کوي.

همدوی دي چې ژوند ته مینه، عاطفه، او ښکلا ورکوي.

خو د ښځې په نوم هغه پروژې چې دلته اخېستل کېږي بیا مطلق د ښځو له نوم او ژوند سره جفا ده.

د ښځې د نړیوالې ورځې په پلمه په لکسو هوټلونو کې راټولې یو څو سرې برګې د افغان ښځو استازیتوب نه کوي.

افغان ښځه ژوند غواړي ، افغان ښځه د خپل خاوند، زوی ، ورور د سرخیر  او د لور د عزت خوندیتوب غواړي.

که دا وشول ښځو خپله ورځ نه بلکه  ژوند وموندلو  که داسې نه وي نو بیا د افغانستان په څېر یو هېواد کې د پردې فرهنګ دودولو لپاره دا یوه ورځ هم کافي ده.

2016 د مارچ اومه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *