د مارچ اتمه نیټه په ټوله نړئ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي او دغې ورځې ته په ټوله دنیا کې اهمیت ورکول کیږي تر څو د ڼړیوال کلي ټول وګړي د ښځو په ارزښت باندې پوه شي او د ښځو د حقوقو څخه دفاع ، د هغوی د مساوات او ځینې ورته مسایل پکې څیړل کیږي.
خو زما خوږو دوستانو او عزیزانو ! تاسو خو دې ته فکر وکړئ چې په نن سبا وختونو کې د چا حقوق ډیر زیات دي ، او چاته زیات حقوق ورکول شوي دي هغه که د کور دننه وي او که دکور بهر . د ژوند په ټولو ښایسته ډګرونو کې ښځه د ټولو نه مخکې ده ځکه خو د ملکه الزبیت کلیوالو دا خبره راباسلې ده چې لیډیز فرسټ یانې ښځې اولې .دهغوی دا خبره نه یواځې به شکل ګلفام او په منظر عام هلته عملي شویده بلکه اوس خو د نړئ په هغه هیوادونو کې چې په بدمعاشانو مشهور و هم ښځې خپله حکمراني ښودلې ده.
تاسو وګورئ کله چې د کور سودا راوړل وي او که د بابا لپاره امسا اخستل وي چې د کورودانې رضای ګرامي پکې شامله نه وي قسم دی که کور ته داخل هم شي ، او اې دا خو لاڅه کوې چې ښځې اوس په داخل د کور کې وزیر داخله او بهر د کور نه وزیر خارجه ده ، په یو مجلس کې د دوستانو سره ناست وو چې د یو چا تیلیفوني مزاحمتي زنګ وغږاوه ، د زنګ غږیدا سره سم داسې پاڅیده لکه مغل اعظم چې دربار ته داخل شي او درباریان ورته چغه کړي چې باخبر با ملاحظه هوشیار ، بادشاه سلامت تشریف راوړي . د ملګري نه چا تپوس وکړ چې دا څوک و چې دومره په احترام او لاس په نام ورته پاڅیدې او ښه او ښه کې دې ورسره خبره کوله ، هغه ورته وویل وروره پوښتنه مه کوه وزیر داخله راته تلیفون کړی و چې چیرته یې ، هغه کس ورته وویل چې وزیر داخله څوک ده ، نوموړي ځواب ورکړچې وه زما ساده ګله خپله کورودانه ګل خندانه درته یادوم او وزیر داخله ورته ځکه وایم چې د کور ټولې واګې او زما د ځان کنترول د آغلې بیګم معظم په لاس کې دی.
بنده هذا په عاجزه ژبه دا خبره هم علاوه کوي چې ځینې سړي داسې هم شته چې هغوی ته خپلې ښځې د ولسمشر حیثیت لري ځکه خو ورسره د فرهاد او یوسف خان غوندې محبت لري ، چې ښځه یې ورته ووایي چې پاڅه دی ورته وایي بلې، که ورته ووایي چې چپ شه دی ورته ښه صیب او که ورته ووایي چې هله هغه ځای کینه دی ورته باحترام لاس په نام وايي چې ښه صیب ، وایي چې یو کس ماسخوتن د خپل ګاوڼدي دروازه وډبوله او په نه خبره یې ورسره ګوتې واچولې ، خو هغه وو چې خبره خرپ او ترپ ته ورسیده او ګاونډي یې په څپلیو باندې ترې ښه سینتیس خان جوړ کړ ، خو خیر جنګ خلاص شو او هر سړی کور ته لاړ.سهار دغه کس بیرته خپل ګاوڼدي ته راغی او داخبره یې ورته ګوش ګزار کړه چې ما درسره قصدا جنګ ځکه وکړو چې ما غوښتل چې یو څو څپلئ مې ووهې ځکه چې زه هره ورځ د خپلې ښځې دلاسه یو دوه سینډله ګوزارونه ونخورم راته خوب نه راځي او بیګا مې ښځه د پلار کور ته تلې وه نو ځکه زما د خوب لپاره هره شپه دښځې نړیواله شپه وي چې نه وي نو خوب هم نه وي.
ځینې خلک خو دښځې د امر لپاره داسې تیس مارخان جوړشوي وي چې په دې لوبه کې ترینه دملګرتیا لوبې ټولې هیرې شي او بیا ترینه اکیلی تنها شخص جوړ شي ، تاسو وګورئ چې د واده نه مخکې اکثره ځوانان ازادانه ګرزي ، د دوستانو کورونو ته ځي هلته ګف شپونه وي چای وي بسکټونه وي خو کله چې د واده په دام کې ګیر شي نو بیا یې اخلاق یو دم تیروبیر شي او خپل زاړه دوستان ترینه هیر شي ځکه چې که د واده د اساسي قانون نه مخالفت وکړي نو بیا پرې وزیر باتقدیر د اوږده وخت لپاره پابندیاني لګوی چې له امله یې تیس مارخان بیا خوار چارلي خان جوړ شي.
ځینې ښځې داسې هم وي چې ماغزو کې یې شیطان عظیم ناست وي او خپله ټوله پاملرنه د واده نه وروسته دې طرف ته کوي چې څنګه په کور کې حرج مرج رامنځته کړي او خپل خاوند دخپلې لومې لاندې ګیر کړي ، په همدې حرج مرج کې دا وخت د کایناتو ددوه سترو منفي اشخاصو خواښي او انګور صاحبې ترمنځ دښمني شروع شي چې پایله یې ډیر ژر د تریخ ژوند رامنځته کیدل دي.
اوس خبره دا ده چې ښځه دکور داسې حکمرانه ده چې ورسره څه کوای هم نه شي ، که په یوه معمولي څیز دې ورسره لانجه وکړه نو بیا دې ترې الله خلاصوه ، نه به درته چای په ورین تندي ایښودل کیږي او نه اوبه ، نه به ډوډئ سمه ډوډئ وخورې او نه به په ارام سره ترینه خوب وکړي ، بس لکه د ماشي غوندي به دې په بنګه بنګه اعصاب خراب کړي.
ډیر جنابان داسې هم شته چې د واده په ورځ یې خوله له خندا نه نه ټولیږي خو چې کله د واده یو میاشت دوه تیره شي نو توبه خدایه توبه بیا یې د ژړا بریکونه سم کار نکوي او شکایتونو اکسلیټري بوجې یې تل څنګ ته تړلي وي.
ددې نه علاوه داسې صاحبانې هم شته چې د خاوند ټوله دیکتاتوري په فیشن ویشن باندې لګوي او د خاوند عاید یې که کیلو وي نو ددغو آغلو خواهشونه په منو او خروارو وي چې له امله یې خوار خاوند دفتر کې هم ټنیشن کې ګرزي او موټر کې هم د ټینشن نه نه خلاصیږي او په فري کې یې وزن هم کمیږي.
انجانب دا عرض کوي چې که دښځو صاحبو دا دومره کمالونو د ته وګورو نو بیا خو هره ورځ او هر ماښام د ښځو په نوم نومول پکار دي ځکه چې دا داسې د امنیې قومندانانې دي چې هروخت دانسان په ذهن باندې قید هم خیژولای شي ، نظارتخانې ته یې هم لیږلی شي او ورسره ورسره د کارونو مقابل کې مکافات هم ورکوای شي.