صابر عزيز –
پداسې حال کې چې د نوي حکومت له راتګه یوه میاشت وخت تیریږي او دې حکومت پدې لنډه موده کې د امریکا او نړیوالو ګڼې غوښتنې هم په بیړه او کم وخت کې پوره کړې، چې مهمې یې همغه د امنیتي تړونونو د لاسلیک موضوع وه، چې په اړه يې عام ذهنیت هم داسې جوړ شوی و، چې له لاسلیک سره به یې هرڅه ګل او ګلزار شي، خو تمې خلاف حالات لا هم پخواني دي او کوم جوت بدلون ندی پکې راغلی، بلکې د امنیتي مسایلو په ګډون په ځینو برخو کې مشکلات زیات شوي او ډېرې ستونزې هم له دې کبله دي، چې ویل کیږي، وسله والو مخالفینو هم د امنیتي تړون تر لاسلیک وروسته د غچ اخیستو له امله بریدونه زیات کړي دي.
د تېر حکومت پرمهال د یو لړ اختلافي مسایلو په اړه د کابل ـ واشنګټن اړیکي تر ډېره ترینګلي شوي وو، امریکا او نورو مرستندویه هېوادونو د خپلو مرستو کړۍ هم محدوده کړې وه، خو د نوي حکومت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره امریکا د مرستو یوه ستره پروژه پرانیسته، د پرمختیا په نامه دا د ۲۱۶ میليونو ډالرو پروژه د افغان مېرمنو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان او امریکا د حکومتونو ګډه پروژه ده، چې په مختلفو برخو کې د افغان میرمنو سره د مرستو په موخه به مخلتفې لویې او وړې پروژې پلې کړي.
خو پوښتنه دا ده، چې په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغان میرمنو لپاره چې لسګونه او آن سلګونه دا ډول پروژې راغلې، آیا د هغوی په ژوند کې یې کوم بدلون راوستی ؟ آیا هغه چاته ورسیدې، چې ورته یې اړتیا درلوده؟
ولسمشرغني ددې نوې پروژې د پرانیستې پرمهال یوه جالب ټکي ته اشاره وکړه، هغه وویل د ښځو د پیاوړتیا او له هغوی سره د مرستې په برخه کې یوازې پنځه او شپږ ورځيني ورکشاپونه هېڅ ګټه نلري، بلکې اوږده مهاله او اغیزمن کار ته اړتیا ده، چې پدې برخه کې بهرنۍ مرستې باید په شفافه او اغیزمنه توګه مصرف شي، دارنګه د ولسمشر میرمن هم وایي، چې په نویو مرستو کې باید اړې او کلیوالې میرمنې هیرې نشي. د ولسمشر او لومړی میرمنې اشاره دیته وه، چې دوی پدې پوهیږي، چې په تیرو کلونو کې د پروژو مافیا د ښځو په نامه څومره پیسې اخیستې او څنګه یې لګولې دي، دا ټولو ته ښکاره ده، چې د پروژو مافیا په تیرو دیارلسو کلونو کې سلګونه میليونه ډالر د ښځو په نامه واخیستل، خو هېڅ کار یې ورته ونکړ او داهم شونې نده، چې له دې وروسته به کار وکړي، دوی به همدارنګه د پروژو په اخیستلو سره خپلو سوداګریو ته دوام ورکوي.
د امریکا په مرسته ددې نوې پروژې د پرانیستې په دواړو غونډو کې چې یوه یې د ملي راډیو ټلویزیون په تالار او بله د امریکا په سفارت کې ترسره شوې، ډېری يې همغه سوداګرې میرمنې تر سترګو کېدې، چې سترې انجوګانې او ټولنې لري او له همدې لارې زیاتې پیسې د ښځو په نامه له مرستندویانو شوکولې دي، خو کار یې یوازې همغه د ولسمشرغني په وینا د پنځو یا شپږو ورځنيو ورکشاپونه دايرول وو او هغه هم په پلازمینه او څو محدودو لويو ښارونو کې.
دغه د پروژو مافیا د ښځو په نامه لویې او وړې پروژې دوه ډوله اخلي:
لومړی یو شمېر میرمنې دي، چې یا له بهره راغلې او یا پدې موده کې دومره شوې، چې پروژې واخستلی شي او هرڅه یې سمبال کړي، خو دويم برخه بيا هغه میرمنې دي، چې تش په نامه یو شمېر ماهرو کسانو یعنې نارینوو د مشرې په نامه مخکې کړې او پروژې پرې اخلي.
دغه میرمنې او نجونې یې پدې خوشهاله کړې دي، چې تاسو ددې انجو یا ټولنې مشرې یاست، معاش او امکانان ستاسو د تمې خلاف ډېر لوړ دي، بهرني سفرونه لري او په ټولنه کې هم مطرح کیږي، خو هغو له دې خبرې ندي، چې څومره استفاده ورنه کیږي او اصلاً د پیسو ډېره برخه څوک جیبونو ته اچوي.
اوس به نوی حکومت له دې ډول مافیا او فساد سره څنګه مبارزه کوي، دا ډېره ستونزمنه ده، چې د دا ډول انجوګانو لاس ور لنډ کړي، ځکه هغوی له مرستندویانو سره ښې او پخې اړیکي لري او د دوی په وینا، کاري سابقه هم لري.
خو دا واقعیت دی، چې دا د فساد تر ټولو سترې سرچینې دي او مختلف النوع فساد پکې روان دی.
بناً که ولسمشرغني واقعاً د فساد پر وړاندې مبارزه خپل لومړیتوب بولي، د فساد په تېرو قضیو د ځان نه بوختوي، ځکه رسیدنه ورته ګرانه او ننګونکې ده او په موقع ښایي ورسره یوڅه وکړای شي، خو مهم داده، چې باید له نوي کېدونکي فساد مخنیوي وکړي، ځکه د نویو مرستو لپاره ټولو انجوګانو، بنسټونو او د پروژو مافیاو په يو او بل نوم پروپوزلونه پرینټ کړي، بانکي حسابونه یې ورته خالي کړي، ترڅو له دې میلیونونو ډالري مرستو بې برخې نشي. که حکومت ددې انجوګانو لاس ورلنډ کړي، کیدای شي، چې د مرستو نوې لړۍ یو څه تر اړو خلکو ورسږي او په ځای دغه پیسې مصرف شيو خو که پخوانی حالت دوام وکړي، افغانان به یو ځل بیا د بهرنیانو د سلګونه میليونه نورو مرستو احسانمند وي، خو ګټه به یې د یوې روپۍ نه وي رسیدلې.