محمد اصف احمدزى


د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا “د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو” تر سرليک لاندې کنفرانس د چهارشنبې په ورځ په
۱۳\۹\۱۳۹۸ نېټه ترسره شو.

په دې غونډه کې د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکېب وويل، ټولنيز ژوند هغه مهال ښه پرمختګ کولاى شي چې د نارينه او ښځې ترمنځ ټولنيزې اړيکې متوازنې او سمې وي او که چېرته خداى مه کړه، دغه اړيکې خپل توازن او اعتدال له لاسه ورکړي، نو ټولنه له زوال سره مخامخ کېږي.

ده زياته کړه، اسلامي شريعت هم دغه اعتدال او توازن په پام کې نيولى او هر يو ته يې د هغه له فطري، جسمي او معنوي خصوصياتو او ځانګړتياوو سره سم حقوق، دندې او مسئوليتونه سپارلي دي. له توپير پرته نارينه او ښځه دواړه يو شان د بشري نړۍ په سمون، پرمختګ او وده کې برابره ونډه او تاثير لري.

د هغه په باور، زموږ په ټولنه کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي بنسټيز لاملونه دوه شيان دي: ناپوهي او له شرعي نصوصو ناسم تعبيرونه او دوهم زموږ د هېواد په ځينو سيمو کې د ناسمو دودونو او رواجونو موجوديت دى چې له امله يې ښځې ځورېږي او د تاوتريخوالي ښکار کېږي.

د ده په خبره، هغه حيثيت، مقام او حقوق چې اسلامي شريعت يې د ښځو په دغه مظلوم او ځورېدلي جنس پېرزوينه کړې ده، د ځمکې پر مخ په بل هيڅ دين او ټولنه کې نشته.

شکيب غوښتنه وکړه چې موږ ټول بايد اسلامي لارښوونې پلې کړو او د خپلو خويندو، ميندو، مېرمنو او لوڼو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي او ځورونې د مخنيوي لپاره کار وکړو، ترڅو د ورونو ترڅنګ خويندې هم له سوکاله او هوسا ژوند څخه برخمنې شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون غړي ډاکټر محمد قاسم الياسي بيا د تاوتريخوالي عوامل ټولنيز، تحصيلي او د نفقې مسايل په ګوته کړل او څرګنده يې کړه چې د خشونت مخنيوى بايد له خپله کوره پيل شي.
ده زياته کړه، ښځې بايد خپل استعدادونه وروزي، خپلو ځانونو ته په خپله شرايط برابر کړي او په وړاندې يې شته خنډونه له لارې لرې کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت استازي ډاکتر ميرويس څرګند کوچي د دې خبرې په بيانولو سره چې د ښځو تحقيرول د مذهب او دين سپکاوى دى، وويل چې د قرآن په رڼا کې د ښځو له حقونو دفاع او ساتنه کوي.

ده په ډاګه کړه چې د سولې په پروسه کې به د خويندو له حقونو څخه پوره دفاع کوي.
د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د برخې مرستيال څېړنوال برهان الله نيازي وويل، زموږ په ټولنه کې ښځه تل مظلومه واقع شوې او د تاوتريخوالي ښکار شوې ده او دا ځکه چې د دين له تعليماتو بې خبره يو او جاهلانه کړنو ته لومړيتوب ورکوو.

په دې کنفرانس کې څېړنوالې فرزانې حبيبي او نيلوفر د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي اړوند مقالې هم ولوستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *