خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۱۱-۸
کندهار، افغانستان- تر ۱۴ کاله وروسته په لومړي ځل د ښځو چارو وزيري کندهار ته سفر وکړ او دغلته يې د ښځو لپاره د کرهڼيز فارم د بنسټ ډبره کښېښوده.
نن سهار د ښځو چارو وزيري دلبر نظري او يو شمېر مېرمنو کندهار ته سفر وکړ او په عينو مېنه کي يې د ښځو لپاره د کرهڼيز فارم د بنسټ ډبره په داسي حال کي کښېښوده چي د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ ګڼ شمېر چارواکو ګډون کړی وو.
د کندهار د ښځو چارو رئيسه روقيه اڅکزۍ وايي دغه کرهڼيز فارم چي په عينو مېنه کي پر ۲۵ جريبه مځکه جوړيږي، د کندهار په کچه لويه نهالخانه، د دفتر لپاره ۸ اطاقونه او ۴ ګرين هاوسونه لري. نوموړې وايي د فارم د جوړېدو لپاره افکو کمپنۍ وړيا مځکه ورکړې او فارم به د ۱۳ ميليونه ډالرو په ارزښت چي د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا ورکول کيږي، جوړ سي.
اڅکزۍ وايي د دغه فارم جوړېدل به ۳ مياشتي وخت ونيسي او ۳۰ مېرمنو ته به په کي د کار زمينه برابره سي او په فارم کي به ټولي کرهڼيزي چاري د ښځو په واسطه مخته وړل کيږي. د فارم لپاره د ۵.۱۵ کيلوواټه لمريزه برېښنا په پام کي نيول سوې او له کاله به شپږ مياشتي له ظاهرشاهي کانال څخه اوبه ترلاسه کوي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي د ښځو او ماشومانو د ستونزو د تشخيص او هواري لپاره کندهار ته د ښځو چارو د وزيري راتګ وستايه او ويې ويل چي آغلي دلبر نظري د ښځو د ژوند د بهبود په برخه کي ډېري هلي ځلي کړي. نوموړي له ښځو چارو وزارت څخه وغوښتل چي په کندهار کي د پلي کېدونکو پروژو دقيق نظارت وکړي او داسي پروژې ډيزاين کړي چي عملاً يې مېرمنو او ماشومانو ته ګټه ورسيږي.
د ولايت مقام مرستيال له يادي وزيري څخه وغوښتل چي کندهار ته خاصه توجه وکړي او مرستندويه موسسات په سم ډول پرمختيايي پروژې پلي کړي. ښاغلي شمسي د عامه پوهاوي پروګرامونه اړين وبلل او زياته يې کړه چي د ښځو د پرمختګ په وړاندي پراته خنډونه دي له منځه يووړل سي.
د ښځو چارو وزيري دلبر نظري وويل چي د کندهار د ښځو د ژوند ستونزمن وضعيت بايد بدل کړل سي، تر څو مېرمني په ډاډه زړه وکولای سي چي د وروڼو تر څنګ خپل هيواد ته کار وکړي. هغې د هيواد په آبادۍ او پراختيا کي د ښځو ونډه اړينه وبلله او د ښځو د ژوند په سمون کي يې د هر اړخيزي همکارۍ ژمنه وکړه.