ژباړه او راټولونه: روح الامین نیازی

  • ګډ او و‌ډ ویښتان:

که څه هم په ځینو پروګرامونو او محفلونو کې اکثره وخت میرمنې دا غوره ګڼې چې د ویښتانو نوی سټایل ولري چې وېښتانو باندې جیل او یا تف ووهي چې ویښتان یې جګ ودریږي او یا غواړي چې خپل ویښتان ګډوډ کړي خصوصآ په اروپایي هېوادونو کې دا چاره بیا زیاته ده، خو میړونه بیا دا چاره نه خوښوي، میړونه غواړي چې میرمن یې د ویښتانو نرم او طبیعي سټایل ولري نو کوښښ وکړئ چې ویښتان په طبیعي ډول جوړ کړي.

  • د مخ ژور داغونه:

2نن سبا د ډیری میرمنو مخ یو ډول ژور داغونو یا خطونه لري چې اکثره میرمنې بیا دا خالونه د ارایش او ځینو پوډرونو په واسطه پټ ساتي خوکله چې بیا دا ارایش پاک شي نو بیا دا خالونه یا داغونه راښکاره شي، چې دا چاره د میړونو ډیره بده ایسي، نو کوښښ وکړئ چې داسي ارایش وکړئ چې د مخ له پوستکې سره سمون وخوري او یا داسې د ارایش پوډر استعمال کړئ چې ستاسو له پوستکې سره جوړ راشي.

  • د سترګو شا په غلط ډول رنګول:

2که چیرې تاسو په ارایش یا ځان جوړولو کې پوره مهارت ونلرئ نو غوره دا ده چې د سترکو له جوړولو څخه بیخې تیر شئ، ځکه که د سترګو د شا رنګ (Eye Shadow) زیاته او یا کمه استعماله شي نو د دې پرځای چې تاسي ښکلي ښکاره شئ کیدای شي چې بدرنګه ښکاره شئ، نو پکاره ده چې د سترګو د شا د رنګ په استعمال کې ډیر احتیاط وشي.

  • د بدن ویښتان ناسم او ګډوډ لري کول:

2میړونه اکثره وخت نرم او ملایمه بدنه میرمن خوښوي، نو کوښښ وکړئ چې د بدن ټول یښتان مو په صحیح ډول لرې کړئ، دا کار ډیرې نورې کټې هم لري، لومړی دا چې ستاسو بدن لا هم ښکلی کوي او بله دا چې دا ستاسو په نظافت او روغتیا کې هم مثبت رول لري نو په دې کار سره کولای شئ چې د خپل خاوند پاملرنه ځان ته واړوئ.

  • د مخ وچ پوستکی:

2د ډیری نرانو وچ پوستکی نه خوښیږي نو کوښښ وکړئ همیشه په خپلو لاسونو مخ او پښو له نرموونکو کریمو څخه کار واخلئ، او اکثره دا کریمونه له شاور اخستلو څخه وروسته استعمال کړئ.

  • د خولې بد بوی او ژیر غاښونه:

Teeth, clean toothد خولې بد بوی او ژیر غاښونه هیڅکله هم د خاوند لیوالتیا نه جلبوي، په ټولو کارونو کې چې د خاوند ډېر بد راځې هغه همدا د خولې بد بوی او ژیر غاښونه دي چې باید میرمنې ورته ډیرې هوښیارې او متوجې واوسي،

باید د خولې د بد بوی هغه علت معلوم شي چې ولې یې خوله بد بوی کوي، ایا د خولې کوم روغتیایې مشکل لرې؟ ایا سګرټ څکوې؟ او ایا د وریو کوم مشکل لرې؟ ایا تورچای، شین چای او یا کافي څښې؟

که کوم روغتیایې مشکل ولرئ نو ژر تر ژره باید یو مسلکي روغتیاپال ته ورشئ او که کومه روغتیایي ستونزه نه وي نو کولای شئ چې د غاښونو کریم هره ورځ استعمال کړئ او یا هم مخکې له دې چې له خاوند سره یوځای شئ نو خوشبویه ژاولي وژدوئ.

  • د شونډود رنګ غلطه کرښه

leapstickکه چېرې تاسو د واده محفل او یا چیرې دعوت شوي یاست هلته به حتمآ څه خورئ، قهوه، چای او یا بل څښاک، نو مخکې تر دې چې ډوډۍ وخورئ، قهوه، چای او یا نور مشروبات وڅښئ د خپلو شونډو په اړه مو فکر وکړئ چې د دې شیانو له خوراک او څښلو وروسته به یې څه حال وي؟ حتمآ د شونډو دا کرښه خرابیږي چې دا ستاسو په ارایش ډېر منفي تاثیر لري.

مخکې تر دې چې شونډې رنګ او په شونډو خط پورې کړئ دغو ټولو موضوعاتو ته مو باید فکر وئ.

کوښښ وکړئ چې داسې د شونډو رنک او خط استعمال کړئ چې ستاسو د شونډو له اصلي رنګ سره ورته والی ولري، ځکه که چیرې یې رنګ هم خراب شي نو معلوم نشي، چې دا بیا ستاسو په شخصیت ډېر تاثیر لري.

  • ډیر عطر استعمالول:

sprayکه څه هم عطر، سپرې استعمالول ښه کار دی خو له ډیر استعمال څخه یې ډډه وکړئ ځکه د ښو شیانو ډیر استعمال بیا ښه کار هم ندی په پښتو کې مونږ متل لرو چې وایې (چې ډېر شي نو ګنډیر شي).

غوره لار دا ده چې عطر باید ډېر استعمال نکړو.

  • په عام ځای کې ځان جوړول:

make upباور وکړئ چې یو سړی هیڅکله هم نه غواړي چې تاسو دې د هغوې په مخ کې ځان جوړ کړئ. کوښښ وکړئ چې په عامو ځایونو کې له ځان جوړولو څخه ډډه وکړئ، داسې باید وکړئ چې همیشه خاوند ستاسو په اړه د جذابیت فکر وکړئ.

  • غیر منظم د سترګو باڼه:

eyeکله چې ډېر د سترګو تورولو یا ریمل په باڼو باندې ووهئ نو دا بیا د دې سبب شي چې باڼه مو د دې پر ځای چې ښکلي شي نور هم خرابیږي او یو له بل سره یو ځای یا نښلي چې دا کار هم میړونو ډېر بد راځې چې ښځې یې داسې باڼه ولري چې یو له بله سره نښتې وي او باڼه ګډوډ وي، کوښښ باید وشي چې هر څه په اندازه استعمال شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *