خبرپاڼه

کندهار، افغانستان- نن په ولايت مقام کي د کندهار د ښځينه زده کوونکو تر منځ د مقالې ليکلو سيالي ترسره سوه.

په دې سيالي کي چي د ولایت مقام په همکارۍ او د سيمه ييزي حکومتدارۍ د پروګرام يا ASGP/UNDP مرستندويه ادارې په مالي لګښت جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د کوچنيانو د مدني ټولني مشري ډاکټر رنګينې ويسا، د پوهني رياست مرستيال محمد عوض نظري، د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال، ګڼ شمېر ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

د دې سيالۍ لپاره د ښځینه ښوونځيو ممتازو زده کوونکو ته د ډيموکراسۍ موضوع ورکول سوې وه او پر دې موضوع لسګونه ښځينه زده کوونکو خپلي مقالې ليکلي وې او په ياده غونډه کي پنځو مقاله ليکونکو ته مقامونه ورکول سول.

د غونډي په پيل کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وویل دا پروګرام يې د زده کوونکو تر منځ د ذهني وړتيا او فکري وسعت په موخه رامنځته کړی دی، تر څو زده کوونکي د خپلو زده کړو تر څنګ د ليکلو هنر زده کړي. کله چي يوه زده کوونکې له ښوونځي څخه فارغيږي، بايد د ليکلو توان ولري. ښاغلي ويسا د هيواد په ابادۍ کي د مېرمنو اغېز مهم وباله او زياته يې کړه چي مېرمني د ټولني اساسي هستي ده. د هغه په خبره چي په کندهار کي د نارينه وو تر څنګ ډېري مستعدي نجوني سته، خو معارف رياست بايد د هغوی د روزلو او جرئت لپاره وخت پر وخت دا ډول ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.

ښاغلي ويسا وويل د ډيموکراسۍ اصطلاح ډېره عامه ده، خو پر دې سربېره زموږ د هيواد خلک د ډیموکراسۍ په اهميت نه پوهيږي. ډيموکراسي نه يوازي د حکومت په چوکاټ کي مهمه ده، بلکي په هر کور، اداره او ټولنه کي بايد عملي سي. نوموړي له ټولو معلمينو او د ښوونځيو له مديرانو څخه مننه وکړه چي د شاګردانو په روزلو کي يې هلي ځلي کړي دي.

د کوچنيانو د مدني ټولني مشري ډاکټر رنګينې ويسا وويل له دغه پروګرام څخه يې هدف دا نه وو چي چا ښه مقاله ليکلې، بلکي مهمه دا ده چي ښځينه زده کوونکي ليکلو ته وهڅول سي او د ليکلو له لاري د هغوی غوښتني او افکار په ټولنه کي خپاره سي. نوموړي له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل چي مطالعې ته مخ کړي او وخت پر وخت دا ډول مقالې وليکي. هغې په ټولنه کي د مېرمنو پر فعاليت ټینګار وکړ او پر کندهاريو نجونو يې ږغ وکړ چي زده کړه وکړي او د خپلي ټولني په پرمختګ کي رول ولوبوي.

د پوهني رياست مرستيال محمدعوض نظري وويل چي په ټولنه کي د مېرمنو اغېز ډېر څرګند دی. په کومه ټولنه کي چي مېرمني بېسواده وي، د هغوی اولادونه په هيڅ صورت سالمه روزنه نه سي ترلاسه کولای. خو تعليم يافته مېرمني خپل اولادونه ډېر ښه تربيه کولای سي. نوموړي ژمنه وکړه چي مېرمنو ته به د تعليم د زمينې برابرولو په برخه کي هلي ځلي چټکي کړي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال ياد پروګرام په تعليمي برخه کي يو ښه اقدام وباله او ويې ويل چي د ډیموکراسي د ودي لپاره دغه ډول پروګرامونه اغېزناک تمامېدای سي. نوموړی د ډیموکراسۍ پر اهميت وږغېد او ويې ويل چي يادي مېرمني کولای سي خپلي مقالې د طلوع افغان ورځپاڼي له لاري خپرې کړي.

جليلې نعيمي لومړی، هوسۍ د صفيه عمه جاني ښوونځي زده کوونکي دوهم، ماګل د همدې لېسې زده کوونکي دريم، سميې د تجربوي عالي لېسې زده کوونکي څلورم او وږمې د نازوانا لېسې زده کوونکي پنځم مقام ترلاسه کړ. د پروګرام په پای کي پر يادو پنځو زده کوونکو يو شمېر تحفې هم ووېشل سوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *