ادبیات د یوې ټولنې د کلتوري ارزښتونو هېنداره ده، سره له دې چې د بشري ژوندانه له پیل سره سم ادبیات نه دي رامنځ ته شوي خو بیا هم د ادبیاتو لرغونوالی له ننني دور څخه ډېره زماني فاصله لري او په بیلابیلو ادبي دورو کې بیلابیل ژانرونه رامنځته کېږي چې شعر تر ټولو عام دی په دغه ادبي ژانر کې له عامې ژبې څخه په توپیر شاعران خپل احساسات په کې څرګندوي، چې په دغو شاعرانو کې ښځې هم شاملې دي، سیفو د یونان په ادبیاتو کې د لومړنۍ شاعرې په توګه را څرګندېږي او په دې ډول د ښځو وجود په ادبیاتو کې له هماغه لومړیني وخت خپل ځای نیسي، د وخت په تېروېدو سره د ښځینه شاعرانو شمېر ډېرېږي او شاعرانې خپل احساسات، غوښتنې، ستونزې د شعر په ژبه شفاهي او په لیکني ډول تر خلکو رسوي.

کله چې په ادبیاتو کې د داستان لیکنې نوي ژانر رامنځ شو د داستان په برخه کې هم ښځينه خپل استعداد ښکاره کوي او د خپلې ستونزې د نثر په ژبه بیانه وي. چې د داستان لیکنې تر ټولو ښکلې ژانر لنډه کیسه ده.

لنډه کیسه د داستاني ادبیاتو لنډ ژانر دی او د غربي ادبیاتو د نولسمې پیړۍ محصول دی. خو پښتو ادبیاتو د شلمې پیړۍ په دویمه لسیزه کې ورسره اشنا کېږي او په ۱۹۱۷ کې راحت زاخیلي د ((کونډه جینۍ)) په نوم لومړنۍ پشتو لنډه کیسه لیکي او په دې ډول د لنډې کیسې د لیکنې بهیر پیلېږي او لنډه کیسه د یوه په زړه پوري ژانر په توګه په پښتو ادبیاتو کې پېژندل کېږي او تر دې دمه په لسګونو لیکوال او لیکوالې په دغه ژانر کې خپل هنري ذوق ځلولی. دا چې ښځینو لیکوالو له کومه وخته د پښتو لنډې کیسې له لیکني بهیر سره یو ځای شوي او لومړنۍ لنډه کیسه لیکواله څوک ده او لنډې کیسې څومره د دوی د ستونزو او غوښتنو ترجماني کوي؟

پښتنې لیکوالې په درېشمه زېږدېزې لسیزې کې د لنډو کیسو سره اشنا شوې په ښځینه کیسه لیکونکو کې تر ټولو د مخه د پښتونخوا د دوو ښځینه کیسه لیکونکو نومونه مخکې دي، چې یوه سیده بشرا بېګم او بله مېرمن زیتون بانو ده. چې دواړه د خان عبدالغفارخان( باچا خان) د ملي نهضت (خدایي خدمتګاران) د تحریک فعاله غړې وې او په اغلب گومان مېرمن سیده بشرا بیګم به لومړنۍ کیسه لیکونکې لیکواله وي چې د هند او پاکستان د بېلتانه د مخه په درېشمه زېږدېزې لسیزې کې یې کیسې لیکلې او د خپل وخت په خپرېدونکې اخبار(افغان) کې خپرې شوې او له هماغه وخته د ښځینو کیسه لیکنه شروع شوې، چې تر ننه د کیسه لیکنې لړۍ روانه ده. لیکوالو په خلاص لاس هره موضوع په کې ځای کړې او ډېرې پښتنې لیکوالې د شعر تر څنګ په دغه برخه کې یې هم خپل هنر ځلولی او خپلې ستونزې او غوښتنې یې د کیسې په ژبه تر لوستونکو او خلکو رسولي دي.

په ځینو دود پالو ټولنو کې ښځې ته د دویم جنس په سترګه کتل کېږي او د ښځې وجود لا هم په دغه ټولنه کې د خپل حیثیت د پیدا کېدو په لټه کې ده او دغې ورکې د پیدا کېدو په هڅه کې پښتنې لیکوالې د کیسې په ژبه له پیل نه نیولې تر اوسه پورې خپل قلم چلوي او په هر ډول ټولنیزې او کورنۍ موضوع یې کیسې لیکلې او لا هم لیکي او دغه لیکوالې بریالۍ دي چې د ښځو ستونزې په کیسو رانغاړي.

  ښځینه لیکوالو په کیسو کې هغه سوژې، چې د ښځو ژوند یې بدرنګه کړی لکه، بې اولادي، معتدد ودونه، په بد کې د ښځو ورکړه، په کم عمري واده، کورنۍ ستونزې لکه، د خواښې او نږور جګړې، جنسیتي توپیر، مینه او داسې نور باندې څرخي او دا موضوعات ډېر په کې تکراري شوي چې ښځینه کرکټرونه پکې مظلوم دي او له بدو پایلو سره مخ شوي او یوه نیمه داسې کیسه به وي، چې مېرمن یا نجلۍ به پکې اتله وي د ظلم په خلاف به یې غږ پورته کړی وي.

اکثره داسې ښځینه کیسې په موضوع لیکل شوې او ډېرو کیسو سوژې یو قسم دي، صرف کترکټرونه او پېښې یې پکې اړول وي. ښایي پوښتنه وشي ولې دا موضوعات پسې تکرارېږي؟ ځواب به یې دا وي، چې زموږ ټولنه د ښځو په ژوند کې کوم خاص بدلون نه دی راغلی او که یو څه ښه والی راغلی د هغه فصیدي کمه ده او هماغه مېرمنې چې پرمختګ یې کړی د هغو ژوند هم خالي له ستونزو نه دی.

زیتون بانو، کبرا مظهري، پروین ملال،صفیه حلیم، وزمه سبا عامر، حسینه ګل، غوټۍ خاورې، سلمی شاهین، طوبا ساپۍ، او د نورو کیسه لیکوالو کیسې که لولو موضوعات به یې هغه له ښځو سره زور زیاتی او تاوتریخوالی وي دا ځکه هېڅ بدلون د ښځو ژوند کې نه راغی، موضوع نوی شي او د زور زیاتي تر ټولو بد رنګ مخ. چې اوس راښکاره شو د ښځو د بدن د غړو پرې کول دي او په نه خبره ښځې بې پزې ګرځي. د تاوتریخوالي بد مرغۍ د ښځو ژوند په ارامه نه پرېږدي او نن هم که ښځه کیسه لیکي نو موضوع به یې همدا ناخوالې وي.

————————–

د اغلې ارزو نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *