۵ : وخت بېلونه
د ګډ ژوند د پیل په لومړي سر کې ښځه خاوند یو بل ته ډیره پاملرنه لري ، خوښه نا خوښه په پوره ډول په پام کې نیول کیږي ، په ساعتونو کیسې کوي او ډیره هڅه کیږي چې خپلې جامې ، خواړه ، کړه وړه او تګ راتګ د مقابل لوري له غوښتنې سره سم تنظیم کړي
خو د څو کلونو په تېرېدو بیا داسې نه وي ان د مقابل لوري له نا خوښۍ سربیره کړنې تر سره کیږي ، پاملرنه له منځه ځي ، کیسې خو بالکل نه کیږي په هو او نه ځواب ورکونه ،د خپلې خوښۍ خواړه جامۍ او نور چلندونه کیږي
سړي وايي چې د ښځي څوک مني ، چا ډیرې خبرې او کیسې کړي او کوم سړی د میرمنې خوښې پسې ګرځي په کارو بار کې بوخت یم
میرمنې وايي بچي مو دي ، اوس نو مور یم پاملرنه او توجه مې باید خپلو ماشومانو ته وي د ماشومانو خوښه پوره شي دا ډیره ده په مونږ وخت تېر دی !!!
خو دا سم ځواب نه دی او ولې په لومړي سر کې له یو بل سره په دې ډول مخ ته نه تلې ؟
له ژونده مو ولې ستړي یې او د لومړي سر په څیر ولې یو بل ته پاملرنه نه لرې ؟
له دې وړاندې هم ستاسو په ژوندانه کې نورې اړیکې وې خوستاسو اړیکه ډیره ښه پر مخ روانه وه اوس ولې ؟
ولې یو بل سره له کیسو ستړي شوې ؟
د څیړنې په لړ کې مې له مختلفو جوړو څخه همدا پوښتنې کړي خو ډیر ځوابونه پورتنې یادونې وې .
داسې ښځه او خاوند مې هم ولیدل چې د لمسو خاوندان دي خو لا هم د پخوا په څیر چلند لري ، مینه او پاملرنه لري
توپیر ډیر لږ دی ډیرو جوړو په زړونو کې یو بل ته مینه ژوندی ساتلې ډیر نور بیا خپله مینه پټوي او له منلو یې ځان منکروي
هوکې ! زه پلار یم زه مور یم زه باید بچو ته پاملرنه ولرم له دوې سره مینه ولرم او دوی سره ډیر بوخت اوسم دا سمه خبره ده ترڅنګ یې خپل خاوند / میرمنې ته هم وخت بیل کړه
په ژوند کې باید ټولې اړیکې وپالل شي د یوې نوې یا زړې اړیکې په سر ستاسو د ګډ ژوند بې خوندي ستاسو ناکامي ده
تفریح ، جالبیت ، کیسې ټوکې پاملرنه او ارزښت ورکونه په ګډ ژوند کې ستر رول لري او که چیرته داسې نه وي ژوند به مو ستړی او خسته کن شي
له ډیرو بوختیا سره سره باید میرمن خپل خاوند ته وخت ولري د هغه په زړه خواړه او کور تیار کړي باید د خاوند په زړه جامې او ډول سینګار وکړي دماشومانو به مور وي د خاوند خو هماغه میرمن ده.
خاوند که هر څومره بوختیاوې ملګري او دوستان لري باید کورنۍ ته هم وخت بېل کړي د ماشومانو تر څنګ د خپلې میرمنې په اړتیا ځان خبر کړي خبره او فرمایشونه یې ومني
د ډالۍ ورکونه جالبیت رامنځته کوي په ګډ ژوند کې باید دواړه لوري کله نا کله یو بل ته ډالۍ هم ورکړي ، پيښۍ ټوکې ټکالې وکړي
د یو بل خوښه او نا خوښه په پام کې نیول مینه ژوندې ساتي
د ذوقونو په پام کې نیول ارزښت ورکونه رامنځته کوي
د ماشومانو د بریا او یا د کومې بلې خوښې د لمانځنې لپاره بهر ته تګ او تفریح ژوند تازه ساتي
بد خقلي مه کوي هرې اړیکې ته ځاې او وخت بېل کړې او ژوند ژوندې وساتۍ په دې سره به هیڅ شخړې او تا ویلې ما ویلې نه هم وخت اخلې
که څومره له یوبل ځان لرې او بوخت کړې که نوې اړیکې ارزښتناکې کړې نو د وختونو په تېرېدو سره به ډیر واټنونه رامنځته شي مینه به مو ډیره شاته پاتې شي او تېر وخت ته ستنیدل او د خاوند / میرمن زړه ګټل به ډیر ستونزمن شي او دا ښایسته او لطیفه اړیکه به زیګه شي.
که بیا ناروغ وی که جوړ خوښ وی که نا خوښ که په هر حالت وی مقابل لوری به هیڅ پرواه نلري ځکه دا ارزښتونه به مو له منځته وړي وي ژوند به په تحمیلي ډول پر مخ روان یې او ذغمل به یې تاسو زوروي.
د کلونو په تیرېدو سره کله چې ستاسو اړیکه( ښځه او خاوندتوب ) په خپل ځاې وي نو ارزښتونه یې ولې له منځته وړي ولې همدا اړیکه جذابه او خوندوره نه ساتۍ
خوښه ستاسو
د خوشاله ،مینې ډک او بې له شخړو ژوند په هیله
ډیر شه او په زړه پوری مطلب نویده جانی ستاسی او د تاند ویب پاڼی څخه مننه چی داسی شه مطالب خپروی