لومړی:

مازدیګر و لمر د غره پر سر و، یوه را ته ویل خبرسوې دا ټکان دي واوریدل؟ شاغاسي اکا له خپلو دوو زامنو سره خپل تربره مړه کړل! تربره مخکي خبر ورکړی و چي زما د ګودر پر خوا به نه تیریږي دلته زما عزت او زما پت دی، خو شاغاسي اکا ورته ویل چي ستا د ګودر موښتي ټوټه ځمکه زما ده، مځکه زما ابرو او زما شرافت دی، نه کرل او نه ریبل یې د انسان لپاره لوی ذلت دی. د شاه محمد خان کاکا زوی اقداد ته د غیرت الهام راغی د توپک خوله یې پاکه کړه شاغاسي او دوه ځوان زامن یې په یوه ضربه د نکیر او منکر سوال او ځواب ته حاضر کړل. په هغه وخت کي زه ۱۱ کلن وم اغلبا د ۱۹۹۶ کلونو اخري میاشتې وې. په هغه شپه چي دا حادثه وشوه کرۍ شپه مي د وهم له لاسه خوب ونه کړ، په کلي کې درې جنازې پرتې وې د غم ساندې وهل کیدې او ما په چورتونو شپه تیره کړه.

دوهمه پیښه:

 ماسم کاکا پښ ؤ تل به یې د خلګو لُورونه، ګولنګان او بیلچې ورتیرې کولې یوه ورځ خپل تربره (میرزک لالا) د اوبو پرسرلانجه ورسره وکړه په هغه بیلچه یې، چې ماسم ور تیره کړی وه، وواهه ماسم یې مړ کړ!

 دریمه پیښه:

  په سنګین کې یوه سړي خپله میرمن په کاچوغه ویشتې وه، خوله یې ورڅیرلې وه بیا یې د شپې د ډاکټر دروازه ورټکوله، ورته ویې ویل چي د میرمنې خوله مې راو ګنډه په دې شرط چي چادري به یې د سره نه ایسته کوې!

څلورمه پیښه:

یوې ښځې راته وویل چې د واده دوې میاشتې مسلسل د دې میړه تندی ترُوش نیولی ؤ خبرې به یې نه کولې، دا وایي اخر مي میړه ته وویل چې سړیه که دې زما لباس نه دي خوښ، که دي زه نه یم خوښه، صفا- صفا را ته ووایه چې سر مو سره خلاص شي دا اوږد مزل! په دې ډول انجام نه مومي، پوهیږئ، هغه څه ځواب ورکړی و؟!، میړه یې ورته ویلي وه چي د واده په اوله شپه ملا راته وویل که غواړې میرمن دې تر تاثیرلاندي راولې او هر وخت در څخه وویریږي هیڅ وخت له میرمنې سره په ورین تندي خبرې مه کوه تل په کور کې په غوصه ګرځه!.

پنځمه پیښه:  

د حاجي صاب احمقه تجربه!

ما ویل حاجي صاب څو زامن لرې؟ ده ویل یوولس دانې، ما ورته وویل ماشاالله دومره ډیر! ده ویل چې زما تربرونه هر یوه تر شل ډیر زامن (مړونه) لري او که تر څلور ښځي ډیري مباح وای اوس به مي تر دیرش ډیر زامن ګرځیدلای.

نتیجه!

هو! که تا رشتیا غیرت درلودلای د ګودر پرځای به دې خپل ناموس ته په کور کې څاه جوړکړی وای. برعکس که ته رشتیا مسلمان وای نو ګاونډی به دې نه په تکلیفولای د بل د ناموس عزت به دې د خپل ناموس عزت ګڼلای، ځمکه به دې ورسره سودا کړې وای، که پښتون پر ناموس باندي سر ورکوي نو داعش خو یې ښځې بوتلې ستا غیرت څه سو، چي اکا زوی وژنې داعش ته سپی یې، طالب دې د کور د بغل څخه ټک وکړي طیاره ستا کور بمبارکړي که ته د ناموس پروا لرې طالب ته ولي غیرت نه لرې چي کاکا وژني طالب په زوره ډوډۍ در څخه وړي هلته ولي غیرت نه لرې؟

 په میرمن له (سینده) اوبه راوړې مګر په خپله په کور کې ناست ویې هلته غیرت نه لرې. داعش چي دې ښځې بیایي هلته غیرت نسته،  د میرمني سره په تروش تندي ګرځې خو داعش ته له وهمه خاندې، طالب دې د کور د بغله ټک کوي طیاره راسي ستا د اوبو راوړونکې بمبار کړي خو طالب ته په ورین تندي ګورې، ماسم د اوبو پر وار وژنې خو داعش د میرمني پر اختطاف نه وژنې، د میرمنې خوله په پڅه کاچوغه ورڅیرې خو د ډاکټر څخه یې مخ پټوې، د میرمنې خوله څیرې خو د داعش خوله نسي څیرلای، تربور وژلای سې مګر عرب او پاکستانی چي دې په ناموس بازۍ کوي هلته غیرت نسته، د تربور په وجه شل نارینه زامن پیدا کوې، خو د داعش او طالب په وړاندي دوه نفره نسي راټولای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *