پاکستانۍ جنګ ورځپاڼه خبر ورکوي، چې د دغه هېواد د سند ایالت د مټیاري ولسوالۍ په هالا سیمه کې، د یوې ښځې په ګېډه کې مار پیدا شوی دی.
ډاکټرانو د دغې ښځې د عملیات کولو څخه ډډه کړې ده.
داسې ویل کېږي، چې ډاکټران هم له دغې پېښې وېرېدلي او د دغې ښځې د عملیاتو له کولو یې انکار کړی دی.
ډاکټرانو دغه عملیات ډېر ستونزمن او خطرناک کار ګڼلی دی.
ځایي وګړي د دغې پېښې څخه په خبرېدو ډېر حیران شوي او سختې وېرې او ډار اخیستي او توبې وباسي.
de ALLAh jj pa khilqat ki hiss shak aw shobha nashta