داسې به وګڼو چې د اوړي د اوږدو ورځو یو ماسپښین دی. د کور نور غړي ویده دي، یوازې یوه نهه کلن ماشوم ته خوب نه ورځي، غلی راپاڅي، حویلۍ ته ووځي.

هغه د حوېلۍ د منځ د ګلونو د پټي څنګ ته ودرېږي. هلته یو رنګین وزری پتنګ ویني چې د ګلونو پر سر الوځي. د پتنګ د وزرونو رنګونه د لمر تېزې رڼا ته ځلېږي.

ماشوم ته د پتنګ د نیولو هوس ورپیدا شي، پټې ته ننوځي خو د نیول یې ډېر سخته وي. ماشوم لا لاس نه وي وراوږد کړی چې پتنګ بل ګل ته الوتی وي. هغه یې له نیولو نهیلی شي مګر د پتنګ د وزرونو د زېړ، سره او شنه رنګ ښکلا یې دې ته نه پرېږدي چې لاس ځنې واخلي.

بالاخره ګوتو ته ورشي او په موټ کې یې بندي کړي. ماشوم کوټې ته لاړ شي، په رویکش کې ځان پټ کړي او موټ یو څه پرانیزي چې د ایسار شوي پتنګ په ښکلا سترګې خوږې کړي ، خو په حیرانۍ سره وګوري چې پتنګ نور ښکلی نه دی او د وزرونو د رنګونو دوړه یې په موټ کې د نیولو په وجه تویه شوې ده.

ښکلا همداسې ده، د پوره پوهېدلو او نیولو لپاره نه ده خو که پوره وپیژندل شي بیا نو د هماغه رنګه پتنګ د نیولو مثال لري.

د فرانسې نامتو شاعر ملارمې(Mallarme)ویلي وو چې: « د یوه شي نوم اخیستل د هغه پنځه اویا فیصده خوند ختموي ځکه چې د شعر خوند په دې پورې غوټه دی چې لوستونکی د حدس او ګومان په مرسته وار په وار ورباندې وپوهېږي.»

د ښکلا ارواپوهنه او سایکالوجي د ملارمې خبره تاییدوي. ارواپوهان وايی چې ښایست که پوره وپیژندل شي هاله بیا ښایست نه دی، مانا دا چې په ښکلا کې همېشه یو رازداره حالت نغښتی وي، بنیادم غواړي دغه راز ومومي خو راز نیَوَی نه ورکوي. هغه ښکلا چې د پټي ازاد پتنګ یې لري، په موټ کې ایسار پتنګ یې نه لري.

دا چې د دنیا د ادب شهکارونه همېشه له سره سپړل کېږي او هر ځل پکې یو نوی اړخ پیدا کېږي علت یې دا دی چې د دغو اثارو د ښکلا راز او جوهر په دومره پردو کې نغښتی وي چې پوره رسېدل ورته اسانه خبره څه چې ناشونې ده او همدا وجه ده چې په هنر او ادبیاتو کې هنري ابهام ته د قدر په سترګه کتل کېږي.

مګر هر ابهام هنري نه دی. د معاني عالمانو د غیرهنري ابهام ځینې ډولونه راښودلي چې ضعف تالیف او تعقید یې دوه مهم ډولونه دي. هنري ابهام مو لا پېچلي حقیقت او د انسان د روح پټو ګوټونو ته رسوي خو هغه ابهام چې د ویناوال د کمزورۍ زېږنده وي، معمولا په برسېرنو حقیقتونو او ساده خبرو کې پېچلتیا پیدا کوي.

0 thoughts on “د ښکلا مرموز کیفیت/ اسدالله غضنفر”
  1. ښکلې لیکنه ده استاد، د حمزه بابا دا بیت ښه اړخ ورسره لګوي:
    د لمر مخو دیدن کله کله ښه وي
    هغه حسن حسن مه ګڼه چې عام شو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *