۱: ښه مور تر هرڅه مخکې خپل اولادونه په دیني ارزښتونو او مسایلو پوهوي.
۲: ښه مور تل د خپلو اولادنو روزنې او پالنې ته پام کوي.
۳: ښه مور خپل اولادنه زده کړو(لیک او لوست) ته هڅوي.
۴: ښه مور د خپلو اولادنو خوب او خوارک ته منظلم پلان او تقسم اوقات لري.
۵: ښه مور تل د خپلو اولادنو نظافت او روغتیا ته پوره پام کوي.
۶: ښه مور خپلو اولادنو ته په نرمو او په خوږو الفاظو خبرې کوي.
۷: ښه مور هڅه کوي چې خپلو اولادونو ته په کور او ټولنه کې د ژوند کولو اداب ورزده کړي.
۸: ښه مور د خپلو اولادنو په وړتیاوو باور لري هغوي تل خپلو کارونو ته هڅوي.
۹: ښه مور خپل اولادونه هڅوي چې د کور په کارونو کې ورسره مرسته وکړي.
۱۰: ښه مور هېڅکله خپل اولادنه نه تهدیدوي.
۱۱: ښه مور د خپلو اولادونو لپاره په کور کې د لوبو کولو زمینه برابروي هغوي نه پرېږدي چې ډېر وخت له کوره بهر تېر کړی.
۱۲: ښه مور خپلو اولادنو ته لارښوونه کوي چې څنګه د ښوونځي بکسه، کتابونه، جامې او د لوبو وسایل چیرته او څنګه منظم کیږدي.
۱۳: ښه مور د کور په ځینو مسایلو کې له خپلو اولادنو سره مشوره کوي او د هر یو نظر ته احترام لري.
۱۴: ښه مور تل خپل اولادونه هڅوي چې د پلار خدمت او احترام یې وکړي او ترې غواړي چې په ځینو کارونو کې ورسره مرسته وکړي.
۱۵: ښه مور تل د خپلو اولادنو د راتلونکي په اړه فکر کوی.