د يوې ښې وينا د پای ته رسېدو لپاره بېلابېلې لارې چارې شته، چې دلته به يې د ځېنو يادونه وکړو.

مهم ټکي لنډيز کړئ، خو که ته وغواړې يا وغواړو د شپږو ډقېقو کمې خبرې وکړو. که د وينا په متن کې زيات جزيات وي، د مهمو مطالبو لنډيز کول به په وينا مثبته اغېزه ولري، په دې برخه کې کولای شئ د لاندې مواردو ګټه واخلئ:

  • اورېدونکي يا مخاطبين عمل ته وبولئ. د بېلګې په توګه وواياست، اجازه راکړئ چې ووايم موږ بايد يو موټی ووسو.
  • د خپلو مخاطبينو په سمه توګه پېژندنه او ستاينه وکړئ.
  • که چېرې ګورئ، دمخاطبينو د خندولو لپاره مناسبې شېبې دي، نو ټوکه وواياست.
  • د نقل قول يا د شعر د يو بيت ګټه واخلئ. د وينا مطالب په دقت سره وګورئ. بايد ډاډه وواسو چې د يوې فني موضوع په توګه د مديرانو يوه ډله نه شي کولی، له شعرونو ګټه واخلي.
  • د مخاطبينو د تحريک( هڅونې) لپاره د خبرو د تکتيکونو ګټه واخلئ. ممکن اړتيا د دې وي چې خپل غږ لوړ يا ټيټ کړئ، په کراره يا په تېزۍ سره خبرې وکړئ.

هر هغه څه چې اړتيا ده ، داده چې يک نواخته او تکراري خبرې ونه کړو.

مهمې او لنډې يادونې:

  • د هرې وينا اصلي برخې عبارت دي له: د پيل خبرې، اصلي موضوع او د پای خبرې.
  • له لومړي سر د خپلو مخاطبينو پام راوګرځوئ.
  • د ددو يا دريو دقېقو لپاره د وينا له متن سره ځان اشنا کړئ.
  • اصلي موضوع باندې ډېر تمرکز وکړئ.
  • يوازې هرځلې يوه موضوع روښانه کړئ.
  • د تصويرځواک: د مخاطبينو د پام راګرځولو لپاره د تصويرونو ګټه واخلئ.
  • رېښتينې کيسو استفاده وکړئ.
  • د وينا د متن کچه مو د مخاطبينو د درک د کچې سره نږدې کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *