تاند- د کابل د نن (پنجشنبې) په درو بریدونو کې د دوو مسوولیت داعش په غاړه واخیست.
تر دې وړاندې د یوه برید مسوولیت طالبانو منلی و.
د افغان امنیتي او روغتیايي چارواکو په وینا په دط بریدونو کې لږترلږه ۱۵ تنه ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۴۵ نور ژوبل دي.
دا بریدونه په داسې وخت وشول چې د امریکا او بریتانیا لوی درستیزان کابل ته راغلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، لومړنۍ چاودنه د سهار په ۸ بجې او ۱۰ دقیقې د کابل په ختیځ کې هغه مهال وشوه چې یوه موټرسایکل سپاره انتحاري ځان له کانونو او پیترولیم وزارت د کارکوونکو د سپرلۍ له بس سره ټکر کړ.
ښاغلی رحیمي وايي، په دوو نورو چاودونو کې، چې یوه یې موټر بمي وه چې په نتیجه کې یې لږترلږه ۵ ښځې او یو ماشوم ووژل شول.
له دې سره په یو وخت په ننګرهار کې د سپرلیو په یوه موټر کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي ووژل شول.
دا پېښه نن سهار په خوږیاڼي ولسوالي کې د موټر په لاره کې د اېښودل شوي ماین د چاودنې په نتیجه کې وشوه.
د پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
له دې جلا په تخار کې د طالبانو په حمله کې ۳۳ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د کابل د یوې حملې مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست خو د دوو نورو په تر ماسپښینه پورې هیڅ ډلې څه ونه ویل وروسته داعش وویل چې دا بریدونه دوی کړي دي.