تاند- د افغانستان د ملي شورا اوولسمه تقنیني دوره نن جمعه/ د ولسمشر اشرف غني له لوري پرانیستل شوه.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، افغانانو بیا بیا ثابته کړې چې د قوي مرکزي حکومت غوښتونکي دي.

ده وکیلانو ته وویل، د امنیتي سکتور له مشرتابه څخه پوښتنه او د هغوی نظر اوریدل ستاسو دنده او صلاحیت دی، خو باید په یاد ولرئ چې که هغوی زیات بوخت شي او ستاسو د پوښتنو د فشار لاندې نظامي اسرار افشار کړي، دښمن ور څخه ګته پورته کوي.

ولسمشر د امنیتي ځواکونو د ملاتړ غوښتنه وکړه، ویې ویل «راځی، د هغوی د پوځي یونیفورم ـ رتبې او دندې قدر وکړو، نه د هغوی د قوم او سیمې. راځی د یو واضح ملي او هېوادني سیاست له مخې خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه د قومیت ـ عصبیت او سمت پالنې څخه لېري وساتو.»

ښاغلي غني همداراز وویل، «سږکال زموږ لپاره ځکه مهم کال دی چې موږ د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمه کلیزه لمانځو، له بلې خوا په افغانستان کې د روان جنګ څلوېښت کاله پوره کېږي.»

ده د ولسي جرګې نویو وکیلانو ته وویل چې د سیمه ییزې حکومتولۍ ستراتیژي د عملي کېدو په حال کې ده او دی باور دی چې د افغانستان ښاروالیو، ولسوالیو، او کلیو ته به کافي امکانات او صلاحیتونه ورکړل شي.

د ولسي جرګې نوې دوره په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د بغلان، کندوز، میدان وردک او کوچیانو د انتخاباتو نهايي پایلې اعلان کړې خو د کابل او پکتیا د انتخاباتو پایلې یې نه دي اعلان کړي.

ښاغلي غني په خپله وینا کې په دې خواشیني څرګنده کړه چې د کابل استازي نن په ولسي جرګه کې نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *