پرون پنجشبه د ۲۰۱۷ کال د جون پر ۲۲ د هلمند په مرکز لښکرګاه کي کابلبانک ته ور څېرمه موټر بم حمله وسوه چي نيژدې ۴۰ کسه يې شهيدان او تر ۷۰ پوري يې ژوبل کړل. دا پر همدغه کابلبانک شپږمه ځانمرګې حمله وه چي ترسره سوه. په هر ځل بريد کي تر سلو پوري ملکي او دولتي کسانو ته تلفات رسېدلي دي. دا چي سره يو ځای کړې، مرګژبله ۶۰۰کسانو ته رسېږي.
دلته پر عام سړک دولتي عسکر را غونډ وي، او خپل معاش ته انتظار کوي. نه يې د امنيت لپاره قرول سته، نه د امنيت لپاره د تلاښۍ دروزاه ورته جوړه ده. عسکر پر سړکونو غونډۍ غونډۍ کېږي، او کابلبانک ته نيژدې پارک کي ولسي خلک ناست وي. دلته په ډېره عادي توګه ځانمرګی ځان رسولی سي، او ځانته انفجار ورکوي.
نن د روژې ۲۷ ورځ وه. شهيدان او ژوبل چي اکثره یې ملکي کسان ول، د ا ختر د مناسبت لپاره کابلبانک ته ورغلي ول او خپل معاشونه يې اخیستل. دوئ خپل اولادونه، ميندي، خويندي او ټول خپلوان د اختر وير ته پرېښودل. دوئ د تل لپاره ابدي مېني ته ور بار سول، نه يې اختر ولمانځی، نه يې خوشالي وکړه.
نن داسي يوه لويه غميزه رامنځته سوه چي تر زرو ډېري کورنۍ يې وژړولې. په تاسف سره چي زموږ حکومتي چارواکو له داسي پېښو هيڅ عبرت نه دی اخيستی. کله چي د وخت به جريان کي پر يوه کوچنۍ څانګه شپږ سوه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، په داسي يو حالت کي څنګه قضاوت کوئ، چي دلته حکومتولي فعاله ده، که سقوط؟ که داسي يوه پېښه په بل هېواد کي وسي، د مخنيوي لپاره يې حتماً يوه لاره چاره لټول کېږي، خو افسوس چي زموږ په حکومت کي دومره ظرفيت نسته چي د داسي پېښو مخنيوی وکړي. د حکومت تر ټولو ستر فساد دا دی چي د څه باندي دېرش زره کسانو لپاره يې د معاش اخيستلو همدا يو دفتر فعال کړی، چي د بېروبار له امله په ډلو ډلو کسان پر ليکه ورته په نوبت وي.
حکومت که د وجدان او شرم په نامه څه پېژني بايد، دا ځای په مطلقه توګه بند کړي، او په خوندي ځايونو کي د کابلبانک جلا څانګي فعالي کړي. د مالوماتو له مخي امنيه قوماندانۍ ته څو واره وړانديز سوی چي دغه ځای بند کړي، او دا څانګي په خوندي ځايونو کي فعالي کړئ، خو له بده مرغه دا وړانديز بابيزه ګڼل سوی او هيڅ پاملرنه نه ده ورته سوې. حکومتي چارواکي بايد يوه څانګه سرحدي لېوا بله د پوليسو زون او دريمه هغه د عامه نظم په لېوا کي فعاله کړي. په دې سره د دغسي پېښو مخينوی کېږي. دلته چي څومره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، پړه يې ټوله د همدغو بې کفايته چارواکو پر غاړه ده.
که څوک له طالبه ګيله کوي، تر هغه لوی جاهل نسته. دغه ډول بريدونه د طالبانو اډيالوژي او تګلاره ده. هغوئ د دې پېښو عاملين او د بېګناه انسانانو قاتلين دي؛ له قاتلينو ګيله ګول منطق دی؟ د هلمند والي او قوماندان به بيا نن د مطبوعاتو له لاري خبر ورکړي چي د دې پېښي څېړنه کوي. دوئ هغه وخت څېړنه کوي چي د خلکو اولادونه د وینو خوارک سي.
که دا پېښه په بل هېواد کي سوې وای، له والي قوماندان او د حوزې له امره نيولې ټول به زندان ته اچول سوي وای، خو له بده مرغه په موږ کي د مجازاتو فرهنګ موجود نه دی. موږ ولسمشر ته وړانديز کوو چي د هلمند چارواکي د غفلت په وجه له دندو لري او زاندان ته واچوي.