شېرخان فرنود

تاند- د کابلبانک د غلا په قضیه کې یو مهم محکوم شېرخان فرنود نن /جمعه/ سهار د کابل په پلچرخي مجبس کې مړ شو.

د افغانستان دفاع وزارت او د پلچرخي محبس مسوولانو د فرنود مړینه تایید کړه، ویې ویل چې د نوموړي زړه سکته کړې ده.

شېرخان فرنود د کابل بانک موسس او ريیس و.

کابلبانک په ۲۰۱۰ م کال د غلا او فساد له کبله دېوالیه شو. د دې بانک په دېوالیه توب کې شېرخان فرنود او خلیل الله فیروزي اصلي مجرمان ګڼل شوي او په دې تور محکوم شوي دي.

فرنود د کابلبانک په قضیه کې، چې شاوخوا یو ملیارد ډالر ورسره ضایع شوي، د محکمې له لوري په ۱۰ کاله حبس محکوم شوی و.

One thought on “د کابلبانک د قضیې یو اصلي مجرم په محبس کې ومړ”
  1. د پیسو پوروړي خو خپل پور پرې کړ، چې د وینو پوروړي به څه وخت… او بله دا چې فرنود خو به شریکان نه درلودل، چې هغوی به کوم محبس کې وي، زړونه به یې کار کوي که…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *