تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۱مه: د سترې محکمې او عامې روغتیا وزارت چارواکو تاند ته تایید کړه چې د تجارتي محکمې رئیس او د کابل بانک بحران لپاره د ځانګړې محکمې مشر قاضي شمس الحق حقمل د کرونا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د عامې روغتیا وزارت یوه سرچینه تاند ته مني چې ښاغلی حقمل له څو ورځو راهیسې په کورونا اخته و او تېره ورځ یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په همدې حال کې د کابل د والي ویاند مهدي مهر تاند ته وايي، چې د والي مرستیاله حنیفه ګیرووال له کورونا سره تر ۲۰ ورځنۍ مبارزې روغه وتلې او اوس خپل دفتر ته حاضره شوې ده.

د یادونې ده دمګړۍ په افغانستان کې د رسنیو د موبي ګروپ څو غړي او مشران هم په کورونا اخته شوي دي او د شمشاد تلویزون بنسټګر فضل کریم فضل هم د کورونا له ناروغۍ څخه د ښه کېدو په حال کې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *