راپور: فضل الربي امیري

د ستر واکمن په سپېڅلي نامه

————————

ستړي مشئ بریالیو ماشومــــانـو            مبارک شه ګلالیو ماشومانو

په جنت کې دحوا دسترګــوتوریـې          دآدم بابا بچــیوماشومـــــــانو

دقاتل دې سترګې پوچې ووزي ځکه       تاسې ولي په ګولیو ماشومانو

——————–

کابل ادبي بنډار د۱۳۹۳ ل کال دمرغومې دمیاشتې په ۱۲مه نېټه قرغې ته څېرمه د غازي محمد جان خان په منځني ښوونځي کې خپله غونډه وکړه.

دکابل ادبي بنډار دا غونده دپوهنې دبڼ هغو ګلونوته چې په ښوونځي کې په لومړی،دوهمه،درېمه درجه بریالي شوي ووځانګړې شوې وه.

غونډه دمجیب الرحمن محمودي لخوا دقرآن عظیم الشان په آیتونو پیل شوه.

دګلالیو ماشومانو په ښکلیو غږونو کې ملي سرود زمزمه شو.

دکابل ادبي بنډار د۴۲مې غونډې مشري ښاغلي ډګروال نصیب ګل کوله اومېلمه یې ښاغلی ډګروال محمد یاسین و.

دغونډې په سرکې ګل آغا احمدي ګډونوالو اومېلمنو ته ښه راغلاست وویل زده کوونکي یې زده کړوته وهڅول .

بیا نصیب ګل دپوهنې په ارزښت خبرې وکړې له کابل ادبي بنډار څخه یې مننه وکړه چې ماشومان نازوي .

وروسته دفضل الربي امیري لخوا د۴۱مې غونډې راپور وړاندې شو په راپور کره کتنه وشوه.

د غونډې په دوهم پړاو کې مشاعره پیل شوه ګډونوالو ښکلي شعرونه وویل په مشاعره کې ماشومانو هم ګډون کړی وو چې غونډه یې لا رنګینه کړه.

دغونډې په درېم پړاو کې د کابل ادبي بنډار له خوا پر هغو ماشومانو چې په ښوونځي کې په لومړی،دوهمه،درېمه درجه بریالي شوي وو ډالۍ ووېشل شوې.

دیادونې وړ ده چې ښاغلو هر یوه ګل آغا احمدي،حبیب وقار،جلال امېد،انجینر اجمل حسن،انجینر حسن الله حسن،مجیب الرحمن محمودي،محمد شفیق جوهردډالیو په اخیستلو کې برخه اخیستې وه چې کابل ادبي بنډار ترې مننه کوي

دډالیو تر و وېش وروسته ښاغلي رجب دغازي محمد جان خان د منځني ښوونځي مدېرخبرې وکړې نوموړي زیاته کړه((زه ډېر خوشحاله یم چې دا ډول پروګرامونه د غازي محمد جانخان دښوونځي د زده کوونکو نصیب کېږي زه دغازي محمد جانخان دښوونځي د ادارې په استازیتوب تاسو ټولودوستانو ته هغه دوستانو ته چې ددې ښوونځي زده کوونکي هڅه وي پوره ډاډ در کوم چې زه به تل ستاسواولادونوته سمه روزنه ورکوم.)) غونډه ددعایې په ویلو سره پای ته ورسېده راتلونکې غونډه چې دوه اوونی وروسته په همدې ځای کې تر سره کېږي د ښاغلي رفیع الله آرمان په غزل کره کتنه کېږي او تر څنګ یې ښاغلو مدثر ظفرمل،رفیع الله آرمان،ذبېح الله ایمان،جلال امېد ته ستاینلیکونه ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *