لیکونکی : خورشید احمد فطرت –

زه هم یوځوان یم ځکه ځوان خوښوم
ټوله نړۍ او ټول جهان خوښوم
فطرته ما ته چې له ځانه ګران دی
ښکلی هیواد افغانستان خوښوم
د کابل ادبي بنډار د څلورویشتمې غونډې راپور

د کب د میاشتې نهمې نیټې چې د جمعې له مبارکې ورځې سره یې سمون درلود کابل ادبي بنډار خپله څلورویشتمه غونډه وکړه.

غونډه د پخوا په څیر د دریو برخو ( دتېرې غونډې راپور لوستنې،کره کتنې او مشاعرې )درلودونکې وه.
د غونډې مشر ډګروال محمد یاسین او میلمه یې انجنیر حکمت الله همدرد ؤ د ستیج چارې د وحید الله اوریاخېل په غاړه وې.

لومړی جلال امېد د قران عظیم الشان په سپیڅلو او مبارکو آیتونو سره غونډه پیل کړه ورپسې خورشید احمد فطرت د تیرې غونډې راپور وړاندې کړ وقار چې د راپور په اړه سره یې خبرې کولې زیاته کړه چې په راپور کې د یو چا خبرې د بل چا له خبرو سره کډې شوې وې او یادونه یې وکړه چې که د سپین ږیرو په ځای که مشران لیکل شوي وای جمله ښکلې راتله او همدارنګه یې زیاته کړه چې که د راپور د لیکلو بڼه بدله شي راپور به ورسره ښکلی شي.

احمدي هم دراپور په اړه سره وویل چې په غونډه کې چې کوم څوک خبرې کوي باید ټولې خبرې یې په راپور کې راواخستل شي او همدارنګه یې یادونه وکړه چې چې په راپور کې د ده دشپاړسم اثر چې نوم یې (غلام فاروق وردګ شخصیت او مدیریت ) ؤ نه ؤ راوړل شوی چې نوم را اخستل یې په راپور کې اړین ؤ او یادونه یې وکړه چې په راپور کې د پوهنتون تر څنګ د روزنتون د کلمې پر ځای که د ښوونې او روزنې کلمه لیکل شوې وای راپور ښکلی راته او ددې تر څنګ یې یادونه وکړه چې په غونډه کې په ځینو نورو مهمو برخو چې ددې فرهنګي خوځښت سره نږدې اړیکې لري باید په راپور کې را واخستل شي.

دا چې په تیره غونډه کې پتیل شوې وه چې محمد حامد بصیري به دکره کتنې لپاره کیسه وړاندې کوي محمد حامد بصیري غونډې ته حاضر نه شو مشاعره پیل شوه چې د پښتو ادب کوچینیو ځلېدونکو ستورو په کډون پکې ګڼ شمېر شاعرانو خپل شعرونه ولوستل.

له مشاعرې وروسته احمدي د کابل ادبي بنډار ګډونوالو او غړو ته وړاندیز وکړ چې باید هڅه د وکړي تر څو د کابل ادبي بنډار لپاره د ترانې یو ټیم جوړ کړل شي او له شاعرانو څخه یې و غوښتل تر څو د ترانې د ټیم لپاره ښکلې ترانې ولیکي.

محمودي هم د احمدي د وړاندیز ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې وړاندیز د پوره کولو لپاره به ګړندۍ هلې ځلې وکړي او ژر تر ژره به د ترانې خاص ټیم له خاص یونیفورم سره تنظیم کړي او له شاعرانو څخه یې غوښته وکړه تر څو راتلونکی ټیم په ښکلو ترانو سره و نازوي.

له محمودي وروسته اجمل حسني د غونډې ګډونوالو ته وړاندیز وکړ تر څو په خپلو غونډو کې د ادب پوهانو پیاوړو لیکوالانو او شاعرانو ته د دعوت ورکړل شي او همدارنګه یې یادونه وکړه چې کوم لیکوالان او شاعران چې په نورو غونډو کې ګډون لري کوښښ د وکړي تر څو په مشترک ډول سره غونډې تر سره کړي چې مونږ به یې د لویو او شانداره غونډو شاهد اوسو.

په اجمل حسني پسې وروسته د وردګو د سرتاسري ټولنې مشر نجیب الله نژند د غونډې ګډونوالو ته په وردګو ولایت کې د غازي محمد جان خان د پوهنتون د بنسټ د ډبرې د ایښودلو مبارکي وویله او همدارنګه یې د کابل ادبي بنډار د بنسټ ایښودونکي څخه زیاته مننه وکړه او دده هڅې یې دستایلو وړ وبللې او دا فرهنګي ګام یې د نوي نسل او ولس لپاره یو ستر خدمت و باله او همدارنګه یې د کابل ادبي بنډار ګډونوالو ته یادونه وکړه چې هڅه مجله د دوی د لیکنو او شعرونو انتظار باسي او له شاعرانو او لیکوالانو څخه غوښتنه وکړه تر څو له هڅې مجلې سره خپله فرهنګي اړیکه ټینګه او جاري وساتي.

همدارنګه احمدي هم د نژند هڅې وستایلې او یادونه یې وکړه چې نژند یو له هغو ویښو او فعالو ځوانانو څخه دی چې دوردګو ولایت د پوهنتون په لاره کې یې ډیرې او نه ستړې کدونکې هلې ځلې کړي دي او همدارنګه یې د نژند د وړاندیز ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې کابل ادبي بنډار به له هڅې مجلې سره خپله فرهنګي رابطه فعاله او جاري وساتي.

له احمدي وروسته ځوان ورور ضیاالحق هم د کابل ادبي بنډار د غونډو ستاینه وکړه او دا فرهنګي او تعلیمي حرکت یې د ځوانانو لپاره یو ښوونیز حرکت وباله او یادونه یې وکړه چې ددې ترڅنګ باید د ځوانانو لپاره نور کارونه هم ترسره شي ښوونې او روزنې ته و هڅول شي د کار زمینه ورته برابره شي او یادونه یې کړه وکړه چې د هغو وردګ ځوانانو لپاره چې د لیلیې له نه شتون سره مخ دي د دوی لپاره د لیلیې په برخه کې لازمې او ضروري هڅې ترسره شي تر څو ځوانان وکولای شي چې په آرامه تعلیمي فضا کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

دغوندې په پای کې د غونډې مشر ډګروال محمد یاسین د غونډې د ارزولو تر څنګ د کابل ادبي بنډار غونډه وستایله او زیاته یې کړه چې د غونډې د ګدونوالو له وړاندیزونو سره موافق دی او یادونه یې وکړه چې دې ډول غونډو ته پراختیا ورکول په یو کس سره نه کیږي او له ټولو ګډونوالو څخه یې و غوښتل تر څو یو بل ته لاسونه سره ورکړي او غونډو ته پراختیا ورکړي او له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه چې نور کسان د هم وهڅوي تر څو د کابل ادبي بنډار په غونډو کې ګډون وکړي او همدارنګه یې د کابل ادبي بنډار د ترانې د ټیم په اړه سره وویل چې دوی هر ډول مرستې ته چمتو دي او له دوی څخه به یې و نه سپموي داچې نوموړی د اردو له ډګروالانو څخه دی د هغو شاعرانو څخه چې د کنړ غمیزه یې په خپلو شعرونو کې را نغښتې وه زیاته مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دوی شعرونه دوی ته احساس ورکوي تر څو ډیر په اخلاص سره د خپل وطن او خاورې خدمت وکړي او همدارنګه یې د کنړ شهیدان د افغانستان تاریخ جوړونکي وبلل او یادونه یې وکړه چې وینه تویې نه شې تاریخ نه جوړیږي نو هر هغه څوک چې د وطن په مینه کې وینه تویوي هغه واقعي شهیدان او تاریخ جوړونکي دي او د کابل ادبي بنډار بنسټ ایښودونکي او ګډونوالو ته یې د زیاتو بریاو هیله وکړه.

د غوندې له مشر وروسته محمد الله کمال هم د غونډې ګډونوالو ته وړاندیز وکړ هغه دا چې کوم شاعران چې دلته شعرونه وایې باید وخت ته په کتو سره له اوږدو مقدمو څخه صرف نظر وکړي ښه به وي تر څو غونډه د ډیر وخت د ضایع کیدو لامل و نه ګرځي او همدا رنګه یې یادونه وکړه چې په راتلونکې غونډه کې چې دوه اونۍ وروسته په خپل وخت سره جوړیږي د غونډې ګډونوالو ته به د شعر او شعر لیکنې په اړه پریزنتیشن او لکچر وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې کابل ادبي بنډار په وردګو ولایت کې د غازي محمد جانخان پوهنتون د بنسټ د ډبرې د ایښودو په ویاړ خپله راتلونکې غونډه کوي غونډه د یوې لنډې دعایې په کولو سره پای ته ورسېده.

One thought on “د کابل ادبي بنډار د (۲۴) مې غونډې راپور”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *