کابل ادبي بنډار د ۱۳۹۳ ل کال د زمري د میاشتې په ۲۴ مه نېټه قرغې ته څېرمه د غازي محمد جانخان په منځني ښوونځي کې خپله ۳۵ غونډه وکړه.

غونډه د وړوکي عبدالله جان له خوا د سپېڅلي قران په مبارکو آیاتونو پېل شوه. ورپسې ماشومې ملالۍ او همځولو نجونو يې په خپلو خوږو او ماشومانه غږونو کې ملي سرود زمزمه کړ.

د غونډې مشري ښاغلي ډاکتر سالم اصغرخېل کوله. د بنډار دا غونډه د پوهنې د بڼ د هغو ګلانو لمانځلو ته ځانګړې شوې وه چې په ښوونځيو کې په لومړۍ، دويمه او درېيمه نمره بريالي شوي و.

  1

په لومړي سر کې د پوهنې وزارت سلاکار ګل آغا احمدي خبرې وکړې. راغلو مېلمنو ته يې ښه راغلاست او د پوهنې د بڼ برياليو زده کوونکو ته يې مبارکي وويله. نوموړي پوهنه د هېواد لومړۍ معتبره پانګه وبلله.

 1

د مشاعرې په پای کې ځوان استعداد فهم سپین غر خبرې وکړې او په راتلونکې غونډه کې يې د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د یو پرېزېنټېشن د وړاندې کولو ژمنه وکړه.

ورپسې د غازي محمد جان خان د منځني ښوونځي مدیر ښاغلي رجب فاني هم په خپل وار د غونډې ګډونوالو ته ویناوکړه. نوموړي هم د برياليو زده کوونکو په ښو نومرو خوښي وښوده زياته يې کړه: «د ماشومانو له والدينو هيله لرم له خپلو ماشومانو سره په درسونو کې زيار وباسي، ځکه چې په ډېريو ټولګيو کې يوازې څلور او پنځه کسان بريالي شوي دي. که همداسې دوام پيداکړي دا به د اندېښنې وړ خبره وي.

1غونډې ته د وردګو د ځوانانو د سرتاسري شوار مرستیال، ښاغلي محمد ولي الهام هم خبرې وکړې. کابل ادبي بنډار يې له دې امله چې د پوهنې د بڼ ګلان ستايي وستايه او په خپلو خبرو کې يې ځوانانو ته بلنه ورکړه چې د کاروان پوهنتون د دوی له شورا سره ژمنه کړې، هغه زدکوونکو ته چې د کانکور په ازموینه کې نه وي بریالي شوي دوه میاشتني کورسونه دایروي، د ليليې ترڅنګ به د ادارې او منجمټ په برخه کې زده کړه ورکوي

. د غونډې بل ګډونوال وکيل ظفرمل هم د خپل ښکلي شعر د ويلو تر څنګ د پوهنې په ارزښتونو خبرې وکړې، زده کوونکي يې وهڅول چې هر څه په ښه توګه زده کړي ترڅو خپل ځان او ټولنې ته خدمت وکړای شي. ظفرمل زياته کړه چې کابل ادبي بنډار ته په راتګ سره ډېر خوشاله دی.

غونډه چې د ښوونځيو ممتازو زده کوونکو ته ځانګړې شوې وه، د څو کسانو له ارزښتناکو خبرو وروسته د همدې ګلالیو ماشومانو له خوا مشاعره پیل شوه.

د غونډې په دويمه برخه کې په بریاليو زده کوونکو ډالۍ ووېشل شوې. د يادونې وړ ده چې ښاغلو هر يوه څارنوال محمد قاهر وردګ، انجنير حسن الله حسن، ډاکټر محمد سالم اصغرخېل، ګل آغا احمدي او د ګوربت راډیو تلویزیون ریيسې آغلې محمودې تقوا، د ډالیو په اخيستلو کې برخه اخيستې وه چې کابل ادبې بنډار مننه ترې کوي. ممتازو شاګردانو ته د ډاليو له ورکړې وروسته بيا هم مشاعرې دوام پيداکړ.ګډونوالو ښکلي شعرونه واورول.

د مشاعرې په پای کې ځوان استعداد فهم سپین غر خبرې وکړې او په راتلونکې غونډه کې يې د نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د یو پرېزېنټېشن د وړاندې کولو ژمنه وکړه.

د غونډې مشر ښاغلي محمد سالم اصغرخېل غونډه وارزوله، له کابل ادبي بنډار يې مننه وکړه چې د خپلو ادبي غونډو تر څنګ د پوهنې د بڼ ګلان هم زده کړو ته هڅوي. اصغرخېل په خپلو خبرو کې زياته کړه چې زده کوونکي بايد خپلو زده کړو ته ډېره پاملرنه وکړي.

 ډېر زحمت وباسي ترڅو په راتلونکي کې لوی لوی کارونه وکړي. نوموړي همداراز له زده کوونکو هيله وکړه چې د خپل مور او پلار خدمت وکړي، کله چې هغوی د بوډاتوب حالت ته رسېږي بېرته د ماشومانو خواص خپلوي، نو بايد چې ډېر درناوی يې وشي او په بشپړ زغم چلند ورسره وشي. د کابل ادبي بنډار دوه ساعته غونډه د ورځې په لسو بجو پای ته ورسېده. راتلونکې غونډه چې دوه اونۍ وروسته جوړېږي، ښاغلی فهيم سپين غر د نوې تکنالوژۍ په اړه يو پرېزېنتېشن وړاندې کوي.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *