کابل ادبي بنډار

لیکوال :فضل الربي امیري –

کابل ادبي بنډار د ۱۳۹۳ ل کال د لړم د میاشتې په ۱۶ نېټه د قرغې د غرونو په لمن کې دغازي محمد جان خان په منځني ښوونځي کې خپله ۳۹ غونډه چې د ګل آغا احمدي پرېزنتېشن ته ځانګړې شوې وه تر سره کړه.

غونډه د وړوکي تمیم جان له خوا د قرآن عظیم الشان په آیتونو پیل شوه.

دغونډې مشر ښاغلی مطیع الله همدرد وو او مېلمانه یې ښاغلي شفیق جوهر،اوحبیب مظلومیار وو.

دغونډې په لمړي سرکې د فضل الربي امیري له خوا د۳۸مې غونډې راپور وړاندې شوو.

په راپور کرکتنه وشوه د غونډې ګډونوالو ښاغلیو ګل آغا احمدي او حبیب وقار نیوکه وکړه .احمدي وویل په راپور کې دووټکیو ته اشاره نه وه شوې لمړی زه ما د حج خاطرې،او دوهم کوم معلومات چې زه ما د لیکوالی او شاعری په اړه وو پخواني وو.

وقار وویل راپور ښکلی و صرف د وروسته ،وروسته کلمه ډېره کارول شوې وه.

د غونډې په دوهم پړاو کې ګل آغا احمدي خپل پرېزنتېشن چې د غازي محمد جان خان په اړه وو ،وړاندې کړ نوموړي د غازي بابا په اړه وویل.

غازي محمد جان خان په ۱۲۱۷ هـ ل کال د وردګو ولایت د جغتو ولسوالی د بېد مشک کلي په یوه درنه کورنی کې زېږېدلی دی .

غازي محمد جانخان د هېواد د آذادۍ د لارې غازي ا و ملي اتل دی.

چې د تاریخ په مهم پړاو کې یې د بهرني یرغل په مقابل کې د ملي ځواکونومشري کړې ده.غازي محمد جان خان وردګ یو مسلکي منصبدار وو چې د خپلې دندې د ښه اجرا له کبله د یو عادي سر تېري ددندې څخه غټ مشر کرنیل او بیا جرنیل یا جنرال شوی دی او د افغانستان د مسلکي پوځ د لومړیو جنرالانو څخه ګڼل کېږي.

غازي بابا د افغانستان دخپل وخت د معاصرې اردو او قوماندې د جوړولوپه برخه کې فعال رول لوبولی دی او دملي اردو بابا ګڼل کېږي .

د غازي محمد جان خان د نوښتونو څخه یو دا وو چې نو موړي په شورایي نظام باور درلود .قومونه به یې یو ځای کول سیمه ایز مشران به یې له ځان سره ساتل ،ډېرو بدیو ته یې د پای ټکی کېښود ،واک یې د ځان لپاره نه دی غوښتی او دهغه ټوله هڅه دا وه چې د هېواد واکمنۍ لپاره د ټولوپه خوښه مشروع مشرتوب را منځ ته کړي .

بیا مشاعره پیل شوه ګډونوالو خپل شعرونه وړاندې کړل وړو نازولو هم پکې ګډون کړی وو مشاعره یې لا خوندوره کړله.

د غونډې په درېم پړاو کې حبیب وقار د خپل ژباړل شوي کتاب کوم چې دوه ورځې مخکې چاپ شوی وو ګډونوالو ته خبرې وکړې .نوموړي وویل د کتاب نوم دی زه ملاله یم دا کتاب مې په ۲۶ ورځو کې ژباړلی او داکسوس د کتاب پلورنځی له خوا چاپ شوی دی دا کتاب د نړۍ په ۱۶ ژبو ژباړل شوی دی ما هم د ځینو ملګرودهځولو په خاطر دا کتاب پښتو ته وژبا ړا، دوی ویل که دا چېر ته په پښتو کې نه وي که ملالې هیڅ هم نه وي کړي که دورغ هم وي په دې کې که تشې خبرې هم وي نو موږ یې باید په پښتو کې ولرو.

ځکه پښتانه باید خبر شي په دغه کتاب کې ډېر حقایق دي چې ما نوي پکې ولیدل د پاکستان د پښتنو ژوند دی پکې او د پاکستان د پښتنو سره څومره ظلم کېږي څومره یې قلم او کتاب ترې اخستي څومره یې دزده کړې نه محروم کړي په افغانستان کې هم د پښتنو سره دغسې چلند شوی دی قلم ترې اخستل شوی او د زه کړې نه محروم پاتې دي.

نو دملالې مبارېزه په سوات کې د زده کړو په اړه وه د زده کړو مخالفین راغلل ښونځي یې دوه درې ځلې ورته وتړل دوی دومره مبارېزه وکړه چې د پاکستان د سولې جایزه حتی د نوبل جایزه یې هم تر لاسه کړه.

د غونډې په پای کې مطع الله همدرد چې د ۳۹ مې غونډې مشریې کوله خبرې وکړې غونډه یې ښه وارزوله او دټولو ګډونوالو څخه یې مننه وکړه ویې ویل په دې ځای کې ادیبان او شاعران هڅول کېږي .

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده .راتلونکې غونډه چې ۱۵ ورځې په هم دې ځای کې تر سره کېږي ګل آغا احمدي ،وحید اوریا خېل ،او شفیق جوهر خپل پرېزنتېشنون چې د ملالې په اړه دي وړاندې کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *