چمتو کوونکی: مطیع الله همدرد
کابل ادبي بنډار دا ځل خپله ۴۴ مه غونډه د روان لمريز کال د سلواغې د میاشتې په ۱۷ مه نېټه د جمعې په ورځ، قرغې ته څېرمه د غازي محمد جان خان د ښوونځي د منځنۍ ودانۍ په دریم پوړ کې وکړه.
د غونډې پیل ښاغلي جلال اُمېد د قران مجيد د څو سپېڅلو آیتونو په وېیلو سره وکړ. د دغې ادبي ناستې مشري ښاغلي اورنګ مختار کوله، او مېلمه یې ښاغلی ډاکټر احسان الله نظري ؤ.ورپسې د وړمې غونډې راپور وړاندې شو، چې د ښاغلي ګل آغا احمدی او ښاغلي حبیب وقار له خوا وستایل شو.
دا چې په تېره غونډه کې ژمنه شوې وه، چې ښاغلی شفیق جوهر به خپله لنډه کیسه کره کتنې ته وړاندې کوي، خو په دغې ناسته کې د ښاغلي جوهر د ناسوبتیا له کبله د بیا کتنې برخه خالي وه.
د یادولو وړ ده چې ښاغلي اینجینر احمد ضیا د غونډې نوي ګډونوال، حاضرينو ته خپله دیني او عالمانه وېنا واوروله.
د غونډې منځنی پړاو چې مشاعره وه، ښاغلي ډاکټر احسان الله نظري د ښایسته نظمونو په وړاندې کولو سره پیل کړ.
نورو ګډونوالو هم په خپل وار سره شعرونه او ترانې زمزمه کړې، چې په ځانګړې توګه د تنکیو زلمیانو ګډون، او د نظمونو ډيکلومه کولو غونډې ته ځانکړی خوند او رنګ ور په برخه کړ.
د مشاعرې څخه وروسته د راتلونکې غونډې لپاره چې دوه اونۍ وروسته په همدغې ځای تر سره کيږي، تګلاره جوړه شوه چې د ښاغلي اورنګ بختیار په لنډه کيسه به ژور لیدنه کوي.
ورپسې ښاغلی بختیار چې د غونډې مشري یي هم په غاړه لرله، سټېج ته وبلل شو، تر څو د غونډې ژوندی بهير و ارزوي. ښاغلي بختیار د غونډې په کمیت او کیفیت باندې رڼا واچوله، او ویې ویل:
چې دا ډول غونډې زمونږ د کلتوري چارو د سمون لپاره ډېرې ګټورې دي.ده د ښاغلي محمد یاسین امین او ښاغلي حبیب مظلومیلیار په شمول د ټولو ګډونوالو شعرونه او ادبي پنځونې وستایلې، او دهېواد د روښانه راتلونکې لپاره یې د تنکیو ماشومانو ګډون په غونډه کې ارزښتناک وباله.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، ښاغلی ګل آغا احمدي تالار ته وغوښتل شو، ښاغلي احمدي د خپل نا چاپ شوي اثر لپاره چې تر کار لاندې دی، له ګډونوالو څخه د وردګو ولایت د لیکوالانو، شاعرانو، او نورو اديبانو د نوم لړ غوښتنه وکړه.
او پر همدې سره یې غونډه د دعائيې په ویلو سره را ونغاړله.
مننه!
د ټولو ملګرو د وړاندېزونو، نظریاتو او لارښوونو په هیله.