ډېـــــــر یې زخمي کړې پــه چــړو هــېواده
خدای دې نور خلاص کړه له جګړو هېواده
هې، پــــــــــرون د ناوې نازولی مـــــــــړ ؤ.
قبـــــــر یې پټ شو پـــــــه بنګړو هـــــېواده
د تېرې جمعې په ورځ، د چنګاښ په یو ویشتمه نېټه یو ځل بیا یو شمېر د ادب مینوالو په خپلو شعرونو، ترنم او ادبي کره کتنې سره خپله ادبي تنده ماته کړه او د غازي محمد جان خان په منځني ښونځي کې یې د تېر په شان د کابل ادبي بنډار لسمه غونډه وکړه.
دا غونډه په ریښتیا سره یوه بنډار ته ورته وه، ګډون کوونکي له ستیج، لوډسپیکر او څوکیو څخه تېر شول او تر خړې خېمې لاندې په یوه فرش باندې د یوې کړۍ په بڼه سره راټول شول. دغونډې ویاند حبیب وقار، مشر یې حمید ستانکزی او مېلمه یې محمد داوود غریب دوست وو.
د غونډې له پیل وروسته مجیب الرحمن محمودي د تېرې غونډې راپور ولوستل، ټولو ګډون کوونکو خوښ کړ، وقار وویل: په راپور کې نوی رنګ او خوند پروت دی، ځکه په نوې بڼه لیکل شوی، تلوسه لري او هرڅه یې په پوره او ښکلې توګه د يوې کيسې په بڼه را اخیستي دي.
ګل آغا احمدي هم د راپور د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، سره ددې چې زه په تېره غونډه کې نه وم، خو راپور دومره ښايسته ليکل شوی چې زه يې د تېرې غونډې منځ ته يوړم. پوه شوم چې ښکلې او په زړه پورې غونډه به تېره شوې وي. د راپور ښکلا په دې کې وه چې تلوسه، نوې او ښکلې رومانتیکه بڼه یې درلوده.
حبيب وقار هم د احمدي او نورو ګډون والو په تایید زیاته کړه، چې په هرڅه کې نوښت ضرور دی، ځکه که نوښت ښکلا نه رامنځته کولای نو تر اوسه به هم زموږ کورونو د پخوا په شان وړې وړې کړکۍ درلودې او په همغه پخوانۍ بڼه به کورونه جوړېدل. خو همدا نوښت دی، چې نن په نوې او ښکلې بڼه خلک کورونه جوړوي، نو محمودي هم راپور په یوه نوې بڼه لیکلی، چې په لیدو سره هر لوستونکی د راپور لوستلو ته هڅوي.
د راپور له لوستلو او په هغه له نظر ورکولو وروسته کریم الله شهزاد یوه مقاله، چې د ښوونې او روزنې تر عنوان لاندې لیکل شوې وه، د کره کتنې لپاره ولوسته، ګډون والو مقاله خوښه کړه، خو ځینو د مقالې په اړه بېلا بېل نظرونه درلودل.
احمدي لومړی له شهزاد نه مننه وکړه، چې مقاله یې د کره کتنې لپاره وړاندې کړه، وروسته یې د لیکنې ستاینه وکړه، چې په زړه پورې موضوع یې ټاکلې ده، ځکه ښوونه او روزنه د هر انسان لپاره یوه مهمه اړتیا ده.
ده د لیکنې د ستایلو تر څنګ ځینې نیوکې هم درلودې، لکه په لومړي پاراګراف کې د ښوونې او روزنې کلیمه، چې په يوه جمله کې دوه ځله راغلې، نو که یو ځل وای له تکراري کلیمو به ډډه شوې وه، بله دا چې که د نورو ژبو کلیمې چې په مقاله کې راوړل شوې دي په پښتو وژباړل شي او دلته یې پښتو مانا ولیکل شي ښه به وي. لکه (پیدا ګوګان) او داسې نور، همدارنګه د تعریف پرځای پېژندون لیکل شوی، چې زما له نظره پېژندون دوديزه کلیمه نه ده، که پېژندنه او یا همغه تعریف ولیکل شي ښه به وي.
احمدی دا هم زیاته کړه، چې د لیکنې په وروستۍ برخه کې د (اړتیاوې) کلیمه ډېره تکرار شوې ده، همدارنګه که یوناني کلیمې په یوه قوس کې په انګریزي تورو هم ولیکل شي ښه به وي.
محمودی هم د لیکنې موضوع او پیل خوښ کړل، خو ځینو ټکو ته یې اشاره وکړه، ده وویل: په لیکنه کې که کومه لیک نښه راوړل کېږي، نو په کار ده، چې په مخکیني توري پسې پیوست یعنې پرته له فاصلې ولیکل شی، چې دې خبرې ته پام نه دی شوی، همدارنګه ځینې کلیمې که په خپله پښتو ژبه ولیکل شي لکه د تشکیل پر ځای جوړښت، د اساسي پر ځای بنسټیز او داسې نور.
محمودي په یوه بل ځای کې د جملې ګونګ والي ته هم اشاره وکړه، لیکل شوي وو(…ویلی چې ښوونه او روزنه یوه بشري پدیده نه بیولوژیکي پدیده ده) ده وویل دا جمله ګونګه ده، څوک نه ورباندې پوهېږي، چې ښوونه او روزنه یې بشري پدیده بللې او که بیولوژیکي، چې احمدي هم د دې خبرې په تایید، د دې جملې وضاحت وغوښت.
په یوه بل ځای کې لیکل شوي وو، ( بدون له ښوونه او روزنې) چې دغه جمله هم محمودي ناسمه وبلله، ده وویل: که داسې ولیکل شي، چې (له ښوونې او روزنې پرته) جمله به ښکلې او له ګرامري اړخه سمه شي.
ستانکزي هم لیکنه وستایله خو تنها د اختلافاتو پر ځای یې اختلافونه لیکل سم وبلل.
د غونډې ویاند حیب وقار هم وویل چې ليکنې ته يې ښه موضوع ټاکلې ده، وقار د لیک نښو د سمې کارونې یادونه وکړه او ویې ویل، چې که له لیک نښو مخکې فاصله ورکړو، نو په ځینو ځایونو کې به نښه د لاندې کرښې سر ته راولوېږي او هلته به یوازې پاتې شي، چې یوازې لیک نښه هېڅ مانا نه ورکوي، همدارنګه ځینې اضافي توري باید سره سریښ نشي، لکه پخپله، باید ( په خپله) ولیکل شي، همدارنګه ځینې نورو هغو کلیمو ته چې موږ په خپله ژبه کې کلیمه ولرو په کار ده، چې خپله ژبه وکاروو، لکه د ګروپ پرځای ډله، مشابهتونه ورته والی، ماهیت څرنګوالی او داسې نور.
وقار دا هم زیاته کړه، چې د پوهانو کلیمه ډېره راغلې خو دا نه ده څرګنده شوې، چې د کومې برخې او یا هم کوم ځای پوهان یاد شوي دي.
د کره کتنې په پای کې شهزاد له کره کتونکو مننه وکړه، خو په ځینو نظرونو کې له کره کتونکو سره نه ؤ موافق، ده د تعریف پرځای د پېژندون کلیمه سمه او پرځای وبلله، د ده په وینا پېژندنه دلته نه کارول کېږي، ځکه پېژندنه د دوو تنو تر منځ د پېژنګلوۍ پر مهال کارول کېږي او پېژندون د تعریف په مانا، بله دا چې په عربي ژبه کې تعریف یوه مذکره کلیمه ده، نو په کارده، چې په پښتو کې هم مذکره کلیمه ورته وکارول شي. بله داچې ژبه باید سوچه نه شي، د زیار صیب او ځینو نورو ژب پوهانو په وینا د ژبې سوچه کول داسې دي لکه له یو چانه د جامو ایستل، نو له همد ې امله د جوړښت، اساسي، ماهیت او داسې نورو پرځای پښتو کلیمې راوړل هم اړین نه دي، خو دا خبره ګډون کوونکو ورسره ونه منله، هغوی وویل، چې زیار صیب یوازنی شخص دی، چې د ژبې د سوچه والي هڅه کوي.
شهزاد په انګریزي ژبه د یوناني کلیمو نه راوړل له دې امله وبلل، چې لیکنه باید ساده او عام فهمه وي، همدارنګه د ستانکزي د نظر په اړه، چې اختلافات باید اختلافونه شي، ده وویل، چې جمع په دوه ډوله ده، یو حقیقي او بل مغیره، لکه مفرد حالت، سړی، چې اصلي جمع یې سړي او مغیره جمع یې سړیان دي، نو اختلافات هم مغیره جمع ده.
له کره کتنې وروسته د غونډې ویاند وقار د ښاغلي علم ګل سحر په شعر سره مشاعره پیل کړه، چې وروسته ګڼو شاعرانو لکه ګل اغا احمدي، امام الدین، مجیب الرحمن محمودي، خورشید احمد فطرت محمد داوود غریب دوست او ځینو نورو غزل او شعرونه واورول، همدا رنګه د مشاعرې په ترڅ کې حمید ستانکزي په خپل خواږه آواز کې یو ترنم هم وکړ.
له مشاعرې وروسته د غونډې د مشر له خوا د دغه ادبي بنډار ستاینه وشوه، د راتلونکې غونډې د اجنډا په اړه یې هم وویل، چې امام الدین به خپل شعر کره کتنې ته وړاندې کوي، غونډه به په خپل وخت جوړېږي او له اختر وروسته به د اختر په مناسبت یوه ځانګړې غونډه هم جوړوو، چې په همدې خبرو او دوعا سره د کابل ادبي بنډار لسمه غونډه پای ته ورسېده.