راپور: مجيب الرحمن محمودي

شاعر یې نه دی را مالوم، خو څومره ښه یې ویلي دي

راشه زموږ د کلي شور ووينه            آشنا زموږ د خټو کور ووينه

د توت د لاندې د کوهي په غاړه         جام په منګي باندې نسکور ووينه

ټپ ټپ راخېژي د تنور له غاړې        د مور په لاس د ډوډۍ شکور ووينه

پرته له تا مې په ځان کله سود شي      زېړ مازيګر د مرغو شور ووينه

په غازي محمد جان خان مېنه کې يو ځل بیا د تېرې جمعې په ورځ، چې د روان لمریز کال د زمري د میاشتې له څلورمې نېټې سره برا بره وه، کابل ادبي بنډار خپله دوه اونیزه یوولسمه غونډه وکړه. د غونډې مشر مجیب الرحمن محمودي، مېلمه یې نصرت الله زیارمل وو او د ستېج چارې هم د حبیب وقار په غاړه وې.

غونډه نصرت الله زیارمل د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل کړه. ورپسې مجيب الرحمن محمودي د تېر په څېر د تېرې غونډې راپور ولوست، چې ګډون والو پرې بېلا بېل نظرونه لرل، په عامه توګه یې راپور خوښ کړ او د راپور ستاینه یې وکړه، خو لکه څرنګه چې راپور د خورشید احمد فطرت د یوه شعر په څو بیتونو سره پیل شوی وو، نو هغه د ګیلې په دود وویل، چې شاعر نه دی پکې ښودل شوی، چې څوک دی. نو که ټول شعر د راپور په سر کې راوړل شوی وای، له تخلص نه به شاعر مالوم شوی ؤ او یا هم د شاعر نوم ورسره لیکل شوی وای، ښه به وو، چې احمدي هم دا خبره ور سره تایید کړه او ویې ویل، چې که لیکل شوي وای، چې فطرت صیب څه ښه ویلی دي، نو شاعر به مالوم شوی وو. خو وقار وویل، چې په ډېرو ځایونو کې داسې راځي، چې په کومه ليکنه او يا راپور کې د کوم شاعر د شعر دوه بیتونه لیکل شوي وي، خو د شاعر نوم نه وي ورسره ليکل شوی، زه دلته د شاعر د نوم نه ليکل په دې ښه بولم چې لوستونکي ته تلوسه پيداکوي چې ددې ښکلو بيتونو شاعر به څوک وي، او ددې شعر خو هسې هم څوک دعوه نه شي کولای ځکه چې فطرت صیب په مشاعره کې ويلی دی.

2همدارنګه د راپور په یوه ځای کې لیکل شوي وو، چې ( د غونډې ګډون کوونکي له ستیج، لوډ سپیکر او څوکیو څخه تېر شول) چې شهزاد په دغه جمله نیوکه درلوده، ده وویل، کله چې څوک د ستیج له مخې تېرېږي، دا جمله ورته کارول کېږي، که دلته داسې لیکل شوي وای، چې ( له ستیج، لوډ سپیکر او څوکیو څخه یې ډه ډه وکړه) ښه به وو.

په پای کې یوځل بیا احمدي د راپور ستاینه وکړه او ویل ویل، چې لیکوال د هرچا خبرې داسې په پوره او سمه توګه را اخیستې، چې ما ته خپلې ټولې خبرې ورسره رایادې شوې، ده دا هم زیاته کړه، چې له کره کتنې څخه زموږ یوازنۍ موخه باید دا وي، چې منفي او مثبت ټکي ټول باید په پام کې ونیسو او په خپلو لیکنو کې ورڅخه کار واخلو.

په راپور له نظر ورکولو وروسته محمودي له ټولو کره کتونکو مننه وکړه او د غونډې له اجنډا سره سم امام الدین همت خپل لاندې شعر د کره کتنې لپاره د غونډې ګډون والو ته وړاندې کړ، چې د شعر لومړی بیت داسې ؤ.

ډیر کلونه تیر شول په خپل منځ کی پری روغیږو نه

څښو د یوبل وینی نو به ولی تبا کیږو نه

ګډون کوونکو له امام الدین نه مننه وکړه، تشویق یې کړ، چې شعر یې د کره کتنې لپاره وړاندې کړ، د شعر ستاینه يې وکړه او ده ته یې لا بریا وغوښته، خو ځینو ګډون کوونکو په شعر باندې خپل نظرونه داسې ورکړل.

احمدي وویل د شعر لومړی بیت یوڅه ګونګ ښکاري، یعنې په څه شي موږ نه رغېږو؟ چې ورپسې محمودي وویل، د شعر موضوع ښکلې ده، د وطن نا خوالو ته پکې اشاره شوې، خو له ټولو د مخه د شعر لپاره ښه ردیف او قافیه نه دي ټاکل شوي، په ځینو ځایونو کې سمه مانا نه ورکوي، لکه په یوه بیت کې(کړی می قسم دی خپل مرام ته به رسیږو نه) او بله دا چې په لیکنه کې د یاګانو مراعات نه دی شوی، چې وقار، خورشید احمد فطرت او شهزاد هم دا خبره تایید کړه، فطرت زیاته کړه، چې دا ډول ردیف او قافیه  زیاتره د ترنم لپاره راوړل کېږي او بل دا چې د وینو په څښلو کې به څه ډول تباهي وي، که یې د دې نیم بیت پر ځای لیکلي وای، چې (یو بل سره وژنو، نوبه ولې تبا کېږو نه) ښه مفهوم به یې رسولی وو، ځکه د یو بل په وژلو کې خامخا تباهي وي.

د شعر دویم بیت داسې ؤ.

ځینی یی د ځان ګڼی څوک بد ورته په دی وایی

کړی می قسم دی خپل مرام ته به رسیږو نه

د دویم بیت په اړه احمدي او زیارمل وویل، دلته بیت ګونګ دی، په لومړي نیم بیت کې نه دي مالوم چې دا ځینې خلک څه شی د ځان ګڼي؟ او همدارنګه لومړۍ مصرع يې له دویمې سره تړاو هم نه لری، چې وقار هم د دوی د خبرو د تاييد تر څنګ وويل، لومړی نیم بیت یې جمع او دویم یې مفرد یعنې خپل ځان ته یې خطاب کړی، دلته دواړه مصرعې له يو بل سره په تضاد کې واقع دي، چې احمدي هم د دوی له نظر سره همغږۍ و. فطرت ددې بيت په اړه وویل، چې که دا بیت داسې شوی وای، (کړی مې قسم دی خپل هدف ته به رسېږي نه) خو محمودي وویل، چې په دې ډول بیا د شعر قافیه بدلېږي او په پایله کې د وقار له نظر سره ټولو همغږي وښوده، چې باید د جمعې په بڼه ولیکل شي، یعنې (کړی مو قسم دی او یا هم کړی یې قسم دی)، خو شهزاد وویل چې بیتونه سم دي، د لومړي نیم بیت مانا دا ده، چې موږ ځینې افغانان دا هېواد د ځان بولو او ځینې یې د ځان نه بولي او په پردو یې پلوري، نو موږ خپله دا قسم کړی، چې هېڅ کله به خپل مرام ته ونه رسېږي.

د شعر بل بیت په دې ډول ؤ،

نشته اتفاق په خپل منځو کی دښمنی کوو

خورو د خپل ورور غوښی نو به ولی پری چاغیږو نه

احمدي وویل شاعر اوس د خپل زړه خبره را برسېره کړې، چې زموږ ستونزه د اتفاق نشتوالی دی، خو د دویم بیت سره نه یم موافق، ځکه د خپل ورور په غوښو خوړلو به څنګه یو څوک چاغ شی، دا خبره نورو زیاتره ګډون والو هم ورسره تایید کړه، محمودی وویل، چې لومړی نیم بیت ښکلی دی، خو که داسې لیکل شوی وای( نشته اتفاق خپلو منځو کې ..) لا به ښکلی شوی ؤ.

احمدي د دویم نیم بیت په اړه وویل چې که داسې ولیکل شي ښه به وي (خورو د خپل ورور غوښې نو به ولې پرې دردېږو نه) چې دا نظر نورو هم ورسره تایید کړ.

د شعر بل بیت داسې ؤ.

په ښه او بد چی پوه شوو په خطا لاره روان یو

زده کړی مو ژړا ده اوس هیچا ته خندیږو نه

دا بیتونه ټولو ګډون والو خوښ کړل، چا څه نیوکه نه درلوده.

د شعر وروستي بیتونه په دې ډول وو.

امام دا لمبی خو اوس په موږ اثر نه کوی

لوی شوی په لمبو کې یو نو ځکه پری سوځیږو نه

د دې بیتونو په اړه هم ځینو ګډون والو نظر درلود، محمودي وویل، چې د امام پرځای یې که خپل تخلص همت راوړی وای ښه به وو او وقار هم وویل چې یا یې تخلص را وړی وای او یا یې هم لیکلی وای، چې (امامه) چې څو تنو نورو هم دا نظر ورسره تایید کړ، فطرت وویل چې د لومړي نیم بيت په آخر کې که د اثر نه کوي پر ځای ( اثر نه کړي) راغلی وای بیت به نه ماتېده، خو زیارمل وویل، چې که داسې لیکل شوی وای ښه به وو، چې ( امامه دا لمبې خو اوس پر مونږه هېڅ اثر نه کړي).

په پای کې امام الدین دغونډې له ګډون کوونکو مننه وکړه او ویې ویل چې ستاسو نیوکې او ستاینې به له ماسره د شعر په لیکلو کې ډېره مرسته وکړي او هیله لرم چې په راتلونکې کې به زما په شعرونو کې یو مثبت بدلون ووينئ.

له کره کتنې وروسته د غونډې وياند په لاندې دوو بيتونو مشاعره پیل کړه

راشه نن روژه، په سپينه خوله باندې درماته کړم

بيا به داسې نه وايې چې ياره کبرجنه يې

په مشاعره کې ګڼو شاعرانو شعرونه ولوستل، د مشاعرې په پای کې محمد داوود غریب دوست په خپل خواږه آواز کې ترنم هم وکړ، چې د ګډون کوونکو د ترنم تنده یې ماته کړه.

له مشاعرې وروسته د غونډې مشر محمودي غونډه وستایله له ګډون والو یې مننه وکړه چې د غونډې په ټولو برخو کې یې فعاله ونډه واخیسته، د نورو دا ډول غونډو د دوام په اړه یې تاکید وکړ او همدارنګه یې د راتلونکې غونډې د اجنډا په اړه وویل، راتلونکې غونډه به درېیمه جمعه یعنې له اختر نه وروسته جوړېږي، چې ګل آغا احمدي راتلونکې غونډې ته د کره کتنې لپاره د يوې لنډې کيسې د راوړلو وويل. وروسته د غونډې مېلمه زيارمل هم له ګډون والو مننه وکړه او د داسې غونډو له جوړېدو يې خوښي څرګنده کړه.  په پای کې د غونډې د رانغښتلو لپاره احمدي ته بلنه ورکړل شوه، چې احمدي په لومړي سر کې له وقار نه مننه وکړه او د هغه ویاندویي یې وستایله او غونډه یې د یوې لنډې دعا په ویلو سره پای ته ورسوله.

One thought on “د کابل ادبي بنډار یوولسمه غونډه”
  1. دې بانډار ته څه ضرورت و، افغان ادبي بهیر شته، پوهان پکې راټولیږي، څه ترې زده کیږي، پکار ده دغه وروڼه هم د هغو لمن ونیسي، یو ځای غوڼده ور سره وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *