د غوایي د میاشتې نولسمه نیټه چې د جمعې له مبارکې ورځې سره برابره وه کابل ادبي بنډار خپله آته ویشتمه غونډه وکړه.
د غونډې مشر محمد الله مایار او میلمه یې خوشحال ؤ د ستیج چارې د تیر په څیر د وحیدالله اوریاخیل له خوا په مخ وړل کیدې.
غونډه لومړی د خلیل الرحمن حبیبې له خوا د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه ورپسې د وړوکي ورور ایمل له خوا د افغانستان ملي سرود وویل شو او له ملي سرود وروسته خورشید احمد فطرت د تیرې غونډې راپور وړارندې کړ.
ګل اغا احمدې راپور وستایه راپور یې له نوښت څخه ډک او ښکلی وباله او یو څه ته یې اشاره وکړه هغه دا چې په راپور کې چې د کوم چا نوم را اخستل کیږي باید بشپړ نوم له تخلص سره را واخستل شي چې پدې سره د هغه شخص پیژندګلوي آسانه کیږي .
محمد الله مایار هم د احمدي د نظر په تایئد سره وویل چې په راپور کې باید د هر شخص نوم پوره را واخستل شي تر څو راپور لوستونکو او آوریدونکو ته روښانه شي همدارنګه یې یادونه وکړه چې کومه کلمه چې په راپور کې یو ځل لیکل کیږي نو باید د دوهم ځل لپاره تکراري ونه لیکل شي یعني بدیل یې باید ولیکل شي.
حبیب وقار هم د احمدي او مایار د خبرو په تایئد سره راپور ښکلی او له نوښت څخه ډک او روان وباله او یادونه یې وکړه چې په راپور کې اضافه توري زیات راوړل شوي ؤ او زیاته یې کړه چې د یو شخص له نوم سره د تخلص هم راواخستل شي ښه به وي.
ورپسې د فطرت په لنډه کیسه باندې چې د قاچاقبر تر سرلیک لاندې لیکل شوې وه کره کتنه پیل شوه.
احمدي چې د کیسې په اړه یې خبرې کولې د کیسې موضوع او پیل ښکلی وباله او یادونه یې وکړه چې که په کیسه کې څو حادثې او ټکرونه را غلي وای او همدارنګه له یوې پیښې وروسته بله پیښه او د کیسې په پای کې هغه کرکټر چې په کیسه کې لوبول شوي ؤ بیرته پښیمانه شوی وای کیسه ښکلې او له تلوسې او ښه تصویر څخه برخمنه کیده.
وقار هم کیسه د تلوسې له اړخه کمزورې وبلله او یادونه یې وکړه چې جملې یې د راپور په ډول لیکل شوي دي او زیاته یې کړه چې ټکر او حادثې یې نه درلودې خیال پلو ته ورته شکل یې درلود او همدارنګه کوم کرکټرونه چې په کیسه کې را اخستل شوي ؤ باید معرفي شوي وای او د دې ترڅنګ یې د کیسې پراګرافونه هم لوی وبلل.
محمد یعقوب ولس مل د کیسې موضع خوندوره وبلله او د وقار د نظر په تایئد سره یې وویل چې د کیسې د کرکټرونو د کار او شهرت په اړه باید یو څه وضاحت ورکړل شوی وای همدارنګه یې زیاته کړه چې کیسه باید په تلوسه درلودونکو کلمو سره پیل شي او د کیسې آخري پیغام یې ګونګ وباله او زیاته یې کړه چې آخري پیغام یې باید څرګند شوی وای.
شفیق الله امیرزي د کیسې پیغام ښکلی وباله او یادونه یې وکړه چې په کیسه کې چې کوم کره کټرونه را اخستل شوي ؤ لږ تر لږه باید منظر شوي وای او د دې تر څنګ یې د کیسې پراګراًفونه اوږده وبلل او د لیک نښو په اړه یې وویل چې لیک نښې پکې ندي مراعات شوې او یادونه یې وکړه چې په کیسه کې باید خیال پلو موجود وي عامیانه کلمې پکې را واخستل شي او کیسه باید یوې خاصې منطقې ته ونه لیکل شي.
مایار هم د کیسې موضوع خوښه کړه خو کیسه یې د ادبیاتو او تلوسې له اړخه کمزورې وبلله او یادونه یې وکړه چې په کیسه کې باید له مطلب ډکې او لنډې جملې را وا خستل شي همدارنګه یې زیاته کړه چې په کیسه کې باید له تکراري کلمو څخه ډه ډه وشې.
د کره کتنې په پای کې فطرت د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وکړه د دوی نظرونه یې ښکلي او ارزښتمن وبلل او یادونه یې وکړه چې د دوی نظرونه به له ده سره د ده په راتلونکو لیکنو کې زیاته مرسته او همکاري وکړي.
له کره کتنې وروسته د غونډې ګډونوالو د بدخشان د غموونکې او دردوونکې پیښې د قربانیانو روح ته دوعا وکړه او همدارنګه یې د زیانمنو شوو کورنیو سره یوه اندازه مرستې هم وکړې.
له دوعا وروسته د غونډې دریمه برخه مشاعره پیل شوه چې ګڼ شمیر شاعرانو د شعر او ادب مینه والو خپل هغه شعرونه چې د بدخشان پیښه یې پکې انځور کړې وه د غونډې ګډونوالو ته واورول.
د غوندې په پای کې د غوندې مشر محمد الله مایار غونډه و ارزوله او د کابل ادبي بنډارغوندې یې ارزښتمنې هر اړخیزې او روزنیزې وبللې او له دې سره سره یې د کابل ادبي بنډار غړو ته یادونه وکړه چې باید په یو چاپي اثر باندې د هم کار وکړل شي تر څو کابل ادبي بنډار د خپل هیواد د وګړو لپاره د تولید په برخه کې هم یو څه ولري او د کابل ادبې بنډار د غړو او ګډونوالو لپاره یې د لا زیاتو بریالیتوبونو هیله وکړه.
د غونډې په پای کې د راتلونکې غونډې د اجندا په اړه وویل شول چې په راتلونکې غونډه کې چې دوې اونۍ وروسته به په خپل وخت سره جوړیږي احمدې د نثر په اړه پریزینتیشن وړاندې کوي غونډه د یوې لنډې دوعا په کولو سره پای ته ورسیده.