د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز[1]
تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غني په ترکمنستان کې د ترانسپورت د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر نوازشریف سره ولیدل او ترڅنګ يې د پاکستان پخواني لوی درستیز راحېل شریف د خپلې دندې د مودې له پای ته رسېدلو وړاندې، د افغانستان له اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله سره هم ټلېفوني خبرې وکړې.
د پاکستان د پخواني لوی درستیز جنرال راحېل شريف د کاري مودې له پای ته رسېدو سره، د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف ډګر جنرال قمر جاوید باجوه د پوځ نوی لوی درستیز وټاکه. د پاکستان په نظامي قومانده کې بدلون داسې مهال راځي، چې نوی لوی درستیز به د هېواد دننه د “ترهګرۍ”، کشمیر قضيې، له هند او افغانستان سره راتلونکې اړیکې او په امريکا کې د ډونالډ ټرمپ د واک ته رسېدو په څېر ننګونو سره مخ وي.
دا چې د تورخم له جګړې وروسته افغان-پاک اړیکې څرنګه وې، د دوه اړخیزو اړیکو د رغولو په تړاو کومې هڅې وشوې، د پاکستان په نظامي قوماندې کې بدلون او راتلونکې ننګونې یې څه دي او دغه بدلون به د دغه هېواد پر بهرني سياست څه اغېزې ولري؟ دلته پرې شننه کوو.
افغان-پاک اړیکې؛ د تورخم له جګړې وروسته
د تورخم جګړې پر دوهاړخيزو سياسي او سوداګريزو اړيکو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر اړیکو ژور سیوری وغوړاوه او تورخم له نښتې وروسته، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راوروسته افغان-پاک اړیکې د کړکیچ او بېباورۍ اوج ته ورسېدې. په دې موده کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړ پوړو چارواکو په کچه کومه کتنه، ټیلیفوني خبرې او یا هم کوم سفر ترسره نه شو. برعکس د یو بل پرضد او پر یو بل یې دا تورونه زیات کړل چې خپلې خاورې د یو بل پرضد کاروي. د بېلګې په توګه د پاکستان په کوټه کې له خونړیو چاودونو او بریدونو وروسته، اسلامآباد له کومې څېړنې پرته وویل: «بریدګر له افغانستانه راغلي وو»[2]. په بل اړخ کې افغانستان هم په کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی وباله[3]. دغه راز افغان حکومت په اسلامآباد کې د سارک ۱۹مې غونډې څخه هم د څلورو نورو هېوادونو—بوتان، نیپال، سریلانکا او هند– ترڅنګ بایکاټ وکړ او افغان ولسمشر اشرف غني د وارسا په غونډه کې پر پاکستان سختې نیوکې وکړې.
د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ اړيکې هم اغېزمنې شوې، په پاکستان کې پر افغان کډوالو شرایط سخت شول، چې له کبله یې هېواد ته د کډوالو راستنېدنه ډېره چټکه شوه. د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د ۲۰۱۶ کال له پيل څخه تر اوسه له پاکستان څخه تقریباً ۲۳۶۷۲۴ تنه ناراجستره کډوال بېرته راغلي[4]. دغه راز د تورخم له جګړې وروسته، د راجستر شوو افغان کډوالو راستنېدنه هم زیاته شوه. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د یوه استازي له قوله، د ۲۰۱۶ کال له پیل څخه تر اکتوبر میاشتې پورې د راجستر شويو افغان کډوالو، چې هېواد ته راستانه شوي، له دوو لکو تنو لوړه شوه[5].
په سوداګریزه برخه کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پیکه شوې. د افغانستان د سوداګرۍ خونې په اند له پاکستانه د سوداګریزو توکو د وارداتو کچه تر نیمايي راټیټه شوې، په ۲۰۱۰-۲۰۱۱ کال کې افغان-پاک دوهاړخیزه سوداګري تقریباً ۲.۵ ملیارده ډالره وه، خو اوس ۱.۵ ملیارد ډالرو ته راکمه شوې ده. د دې ترڅنګ يې له پاکستان څخه د اوړو پر وارداتو هم منفي اغېز وکړ او پر پاکستاني توکو ګمرکي ماليې هم زیاتې شوې.
د تورخم له جګړې وروسته د اړیکو رغولو هڅې
که څه هم د تورخم له جګړې وروسته په سپین بولدک-چمن کې هم د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه ونښته او پاکستان په سپین بولدک کې د بیرغ پورته کولو لپاره ځانګړي مراسم هم پيل کړل، چې افغان حکومت «نامناسب، لمسوونکی او د دواړو خواو ترمنځ د مخکېنیو ژمنو خلاف»[6] وبلل؛ خو د تورخم له جګړې وروسته، په ځینو وختونو کې د پاکستاني لوري لخوا یو شمېر هڅې هم وشوې، ترڅو د کابل باور بېرته ترلاسه کړي؛ خو دغه ټولې هڅې تراوسه ناکامې برېښي.
د تورخم له نښتې یوه اوونۍ وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو سياسي مرستيال پاکستان ته سفر وکړ او د تورخم پر جګړې یې خبرې د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړې. وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار وزیر سرتاج عزیز په ازبکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې د یو بل ځمکنۍ بشپړتیا ته به درناوی کوي او په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه کوي. دغه راز د همدې کنفرانس په څنډه کې افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د ولسمشر ممنون حسین ترمنځ هم یوه ناسته وشوه او پر دوهاړخيزو اړيکو بحث پکې وشو.
له دغو دوو کتنو وروسته، اسلامآباد د حزب اسلامي (حکمتیار) او افغان حکومت ترمنځ د سولې له تړون څخه هم هرکلی وکړ او ویې ویل: «موږ په افغانستان کې سوله غواړو او د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ کوو.»
څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د پګواش نړيوالې مؤسسې له لوري د افغانانو او پاکستانیانو په ګډون یو کنفرانس هم جوړ شو، چې اسد دراني، رستمشاه مهمند، رحیم الله یوسفزي، عزیز خان، محمد صادق، شیري رحمان، اسدالله خان، انورالحق احدي، صفیز صدیقي، رؤوف حسن، ډاکتر غیرت بهیر، ضیاءالحق امرخیل، حاجي روح الله وکیل، حکمت صافي، فریدون مومند، جمعه خان صوفي او جعفر مهدوي پکې ګډون کړی و او په ټوليز ډول يې ټينګار وکړ، چې دواړه هېوادونه له خبرو کولو پرته بله لاره نه لري.
د دې ترڅنګ د پاکستان پخواني لوی درستیز جنرال راحېل شریف هم د خپلې دندې د مودې تر پای ته رسېدو وروسته د افغانستان له اجرائيه رئیس ډاکتر عبدالله سره په ټلېفوني اړيکه کې د دوهاړخیزو اړیکو پر ښه کولو خبرې اترې وکړې.
په بل اړخ کې افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف هم په ترکمنستان کې د ترانسپورت نړيوال کنفرانس په څنډو کې له یو بل سره ولیدل. په دغه کتنه کې پاکستان د سیاسي اړيکو، امنیتي همکارۍ، سوداګرۍ او ترانزیټ، اقتصادي پيوستون او د خلکو ترمنځ د اړیکو پر پياوړي کولو ټینګار وکړ او د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې تر چتر لاندې د افغانستان د سولې پروسې د بيا روانولو غوښتنه يې هم وکړه. د “ترهګرۍ” د ختمولو په تړاو یې د دواړو هېوادونو د استخباراتو، امنیتي او تروریزم ضد ادارو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ. دغه کتنه داسې مهال وشوه، چې په پاکستان کې پوځي قوماندې بدلون وموند او د ځواکمن جنرال راحیل شریف پرځای ډګر جنرال قمر باجوه د پاکستان لوی درستیز وټاکل شو.
د پاکستان د نظامي قوماندې بدلون او راتلونکې ننګونې
د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال قمر جاوېد باجوه تر دې مخکې د پاکستاني پوځ د روزنې او ارزونې مشري په غاړه لرله او په کانګو کې یې هم د ملګرو ملتونو په سولهساتو ځواکونو کې دنده ترسره کړې ده.
د پاکستان په نظامي قومانده کې بدلون داسې مهال راځي، چې له يوې خوا د کشمير قضيه او له هند او افغانستان سره د پاکستان اړيکې په کړکېچن حالت کې دي او له بلې خوا په دغه هېواد کې دننه هم د پاکستان پوځ په بلوچستان، قبایلي سیمو، جنوبي پنجاب او کراچۍ کې د خراب امنیتي وضعیت، د تروریزم ضد مبارزې او د سي پيک (چین-پاکستان اقتصادي حوزې) د خوندیتوب په څېر ننګونو سره مخ دی.
په ۲۰۱۳ کال کې د نواز شریف له لومړي وزیر کېدو سره، د پاکستان مسلم لیګ (نواز) حکومت هڅه وکړه، چې د پاکستان بهرنی سیاست په تېره بیا د افغانستان او هند چارې په خپل واک کې ونیسي؛ خو په ۲۰۱۴ کال او بیا په ۲۰۱۵ کې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو له کبله د پاکستان پوځ د دغه هېواد د ملي امنيت سلاکاري له سرتاج عزيز څخه نوي تقاعد شوي جنرال ناصر جنجوعه ته وسپارله. دغه راز د افغانستان او هند چارې یې هم په خپل واک کې واخیستې. په دې وروستیو کې د پاکستاني نظامیانو او ملکي حکومت ترمنځ د ډان ورځپاڼې د یوې افشا شوي راپور له کبله، اختلافات نور هم ژور شول. دا به راتلونکی وخت وښيي، چې د پاکستان لوی درستیز به له دغو ننګونو سره څرنګه مبارزه وکړي؟
د پاکستان د نظامي قوماندې د بدلون اغېزې
دا چې د پاکستان د نظامي قوماندې بدلون به څه اغېزې ولري، په لاندې ټکو کې یې تحلیلوو:
تروریزم ضد جګړه: په عمومي توګه په پاکستان کې د “تروریزم” پرضد جګړه د جنرال پرویز مشرف لخوا پیل شوه، د جنرال کیاني لخوا بیا په دوو محورونو (جګړه او سوله) کې پرمخ يوړل شوه او د جنرال راحېل شریف تر مشرۍ لاندې بیا د ضرب عضب په څېر ځواکمن عملیات پیل شول، چې دې بیا په پاکستان کې دننه د راحیل شریف په اړه درناوی زیات کړ. د پاکستان نوی لوی درستیز به هم، د راحیل شریف همدا تګلاره پرمخ یوسي او د تروریزم پرضد د پاکستان د جګړې بڼې ته به ډېر بدلون ورنکړي. همدا لامل دی، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په اند د پاکستان ډېری تګلارې به د نظامي قوماندې د بدلون له کبله بدلې نه شي.
هند: که څه هم راحیل شریف د تروریزم پرضد جګړې له کبله ښه نوم وګاټه؛ خو د هندي ځواکونو د «سرجیکل بریدونو» له کبله یې حیثیت ته ژور تاوان هم ورسید. له همدې ځایه ده، چې ده په خپله وروستۍ وینا کې هم د هند پرضد توندې نیوکې وکړې. د پاکستان لوی درستیز په کشمیر او د پاکستان او هند ترمنځ پر پولې ډېره تجربه لري او دغلته یې دندې ترسره کړې دي. دغه راز پاکستان د کشمیر او نړیوال تروریزم په ډګرونو کې هم د هند تر پروپاګند جګړې لاندې دی. نوی لوی درستیز به وغواړي، چې د هند دغه پروپاګندي جګړه ماته او د پاکستان او هند پر پولو روانې نښتې کمې کړي.
افغانستان: که څه هم د پاکستان پوځ افغان تګلاره به اوس هم د جنرال راحیل شریف ښودل شوې کرښې تعقیب کړي؛ خو دا چې د پاکستان نوی لوی درستيز غيرسياسي کس دی، نو ډېرې لږ داسې هیلې هم شته، چې شاید په افغانستان او هند کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له تګلارو ملاتړ وکړي.
[1] د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com
[2] DAWN, Assailants came from Afghanistan, PM told, Oct 26 2016, see it online: http://www.dawn.com/news/1292349
[3] بي بي سي پښتو، د افغانستان دولت: کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی و، ۲۳ اګست د ۲۰۱۶ کال، په پرلیکه بڼه یې وګورئ: http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/08/160825_mns_auaf_attacked_plan_in_pakistan
[4] IOM, Return of Undocumented Afghans (Weekly Situation Report 20-26 November 2016), see it online: https://afghanistan.iom.int/sites/default/files/Reports/iom_return_of_undocumented_afghans_weekly_situation_report_20-26_november_2016.pdf
[5] Ayaz Gul, UNHCR: More than 100000 Afghan refugees repatriated in 5 Weeks, Voice of America, 4 Oct 2016, see it online: http://www.voanews.com/a/unhcr-says-more-than-100000-afghan-refugees-repatriated-in-five-weeks/3536705.html
[6] د ډیورنډ فرضي کرښې په امتداد کې د پاکستاني لوري د وروستیو اقداماتو په تړاو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه، پرلیکه بڼه یې وګورئ:
http://www.mfa.gov.af/ps/news/ministry-of-foreign-affairs-press-release-regarding-pakistan-last-actions-regarding-durand-line