تاند، سه شنبه، د قوس ۱۹مه: د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کابل د اوبو سطحه هر کال له دریو تر پنځو مترو پورې ښکته کېږي.

د یاد وزارت مسوولانو نن په یوه خبري غونډه کې وویل، د خیرخانې مېنې، دشت برچي، دارالامان او افشارو اوبه په کابل کې تر نورو سیمو زیاتې ښکته شوې دي.

 د اوبو او انرژۍ وزارت د هایدرولوژۍ رئیس سید ولي الله عاقلي وايي، د تازه سروې له مخې یې د کابل په ۲۲ ناحیو کې هر کال ۱۵۰ میلیونه متر مکعب اوبه مصرفېږي او ۹۵ میلیونه متل مکعب اوبه یې بېرته ذخیره کېږي: (( د اوبو رسونې شرکتونه، حمامونه او د نوشابو فابریکې له جواز پرته بې خاره اوبه استخراجوي چې له کبله یې هر کال د اوبو سطحه له دریو مترو څخه تر پنځو مترو پورې ښکته کېږي.))

یاد وزارت وايي، په همدا اوس وخت کې کابل د ۳۵ میلیونه متر مکعب اوبو کمبود لري.

په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال خان محمد تکل وايي، په هغو ساحو کې چې اوبه کمې دي، ښاروالي په کې باید د نفوس د زیاتېدو مخه ونیسي: (( موږ د کمبوتاتو د پوره کولو لپاره پنجشیر سیند، شاه و عروس بند او قرغې نه د اوبو د لېږد په طرحو کار روان کړی دی.))

 دا په داسې حال کې ده چې د اوبو انرژۍ وزارت د سرو له مخې په کابل کې د اوبو د سطحې د ښکته کېدو له کبله اوبه ککړې شوې دي او ماشومان او ښاریان د ایچ پایلوري په ګډون د معدې او پوستکي په ناروغیو اخته کېږي.

One thought on “د کابل اوبه هر کال له ۳ تر ۵ مترو پورې د ځمکې لاندې وچېږي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *