تاند- د ټولګټو وزیر او د لوګر والي نن /دوشنبه/ له یونیک بلډرز شرکت سره د کابل- لوګر د دوهم سړک د جوړېدو قرارداد لاسلیک کړ.
د لوګر ولایت د مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم د دغه سړک ابتدايي کار، چې ۴۵ کیلو متره اوږدوالی لري، په دوو پړاوونو (فیزونو) کې پیلېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یوه اونۍ کې به د سړک عملي کار پیل شي او د سړک په اوږدو کې به د قانون مطابق د ولس د ملکیتونو د استملاک حق ورکړای شي.
د لوګر والي محمد حلیم فدايي د کابل – لوګر د دوهم سړک جوړیدا د لوګر اوسیدونکو ته یو بری وباله، ویې ویل چې په جوړیدو سره به یې د دې لارې مسافرو ته زیاته اسانتیا برابره او ترڅنګ به یې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د لوګرولایت والي د ولس څخه هیله وکړه چې د پروژې په تطبیق کې هر اړخیزه مرسته وکړي.
تر دې مخکې یوازې پروان ولایت ته څو سړکونه جوړ شوي دي.
له کلونو راهیسي د افغانستان د تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک سړک کابل – توخم د دوهم سړک د جوړېدو ژمنې ورکول کېږي خو پر له پسې ځنډول کېږي.